سینما او موسیقي

د جنوبي کوریا ښکلې اداکارې او مشهورې سندرغاړې ځان وژنه کړې

د جنوبي کوریا په سیول ښار ګنګنام کوڅه کې پولیسو د دغه هېواد مشهوره فلم ستورې او سندرغاړې په خپل کور کې په مړ حالت کې موندلې.

پولیسو ویلي چې سندرغاړې ګوهارا ممکن خپل ځان خپله وژلي وي، د دوی په خبره چې تر دې وړاندې هم نوموړې د ځان وژنې هڅه کړې وه خو هغه ځل ناکامه شوې وه او د ډېرو ورځو لپاره په روغتون کې وه.

د معلوماتو له مخې تېرکال ګوهارا د خپل پخواني هلک ملګري (بوائ فرينډ) په خلاف قضیه پرانېستې وه چې ویلی یې وه، ورته ګواښ کوي چې لوڅې او بربنډې ویډیوګانې به یې خپرې کړي.

محکمې د ګوهارا ملګری د تاوتریخوالي او بلک میلینګ (ګواښلو) په تور مجرم وپېژنده او زندان ته یې ولېږه.

د یادولو ده چې کوریا هېواد یو له هغه هېوادونو دی چې په کې د ځان وژنې پېښې تر نورو ډېرې کیږي.

تر دې وړاندې هم په همدې هېواد یوې ۲۵ کلنې سندرغاړې سولي هم ځان وژنه کړې وه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی