ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

کورنۍ تاوتريخوالى پر ماشومانو دا بدې اغېزې ښندي

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

که موږ د خپلو ماشومانو پر وړاندې جنګ او جنجال وکړو نو ماشوم ته ډېر زیان رسیږي لکه:

ـ کله چې مور او پلار کور کې جنګ کوي نو ماشومان یې هم هماغسې کوي او کېدای شي نورو ته د مور او پلار پېښې وکړي، ځکه ماشوم هر څه ډېر ژړ جذبوي او زده کوي یې.

ـ که دوی لامل هم نه وي خو ماشومان د هرې جګړې لامل خپل ځان ګڼي فکر کوي د دوی لپاره يې مور او پلار جنګ کوي، نو د همدې لپاره باید د دوی مخکې جنګ ونه کړو.

ـ کورني جنګونه پر ماشومانو ډېره منفي اغېزه کوي نه یوازې پر ماشومانو بلکې په ټوله کورنۍ بده اغېزه کوي، او ټوله فضا خرابوي، مینه، صمیمیت هر څه له منځه وړي.

ـ په یوې کورنۍ کې د مور او پلار جنګ هر څومره ډېر شي هغومره درناوى کمیږي یانې راتلونکې کې خپله ماشومان یې دوی ته درناوۍ نه کوي او په زړونو کې يې کینه او غوسه پیدا کیږي.

ـ غوسه او جنګ ماشومان له مور او پلار څخه لري کوي ځکه د دوی په زړونو کې ډار رامنځته کوي او نشي کولای په ارامۍ سره دوی سره هره خبره شریکه کړي او همدا لامل کیږي چې واټن یې ترمنځ پیدا کیږي.

ـ د نورو ټولو ستونزو سربېره ماشوم ته اروایي ستونزې پیدا کېږي ځکه ماشوم د ډېرو شخړو زغم نه لري نشي کولای دا هر څه وزغمي.

ـ تل یې په زړه کې وېره وي چې اوس به بیا دوی جګړه وکړي او دا وېره تل دوی خفه کوي، ځکه دوی څه نشي کولای بل څه یې له وسي نه وي نو ځکه تل خواشیني وي.

ـ جګړه د ماشومانو په زړه کې کرکه، حسد او بد خلقي پیدا کولای شي، تل اندېښنې کوي او حوصله یې د نورو پر وړاندې کمه وي.

نو له همدې کبله باید موږ د ماشوم مخته ډېر خپلو خبرو او چلند ته فکر وکړو، چې د دوی پر روان کومه اغېزه ونه کړي.
څېړنو ښودلې: چې ممکن د لفظي شخړو په پایله کې د شپږ میاشتنیو ماشومانو د زړه ټکانونه لوړ شي او یایې هورمونونه له تشویشه ډک غبرګون وښیي.

همداسې د ماشوم د خوب له منځه تلو یا بې خوبه کېدلو لامل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ