اپریل 12, 2021

کورنۍ پرېکړو کې د کور ټول غړي د نظر ورکولو حق لري

Advertisements
ليکنه او راټولونه: صديقه پړپلزۍ

په هر کور کې د کور هره پرېکړه په ځانګړې ډول وروستۍ پرېکړه مشران کوي، دا چې ولې دلیلونه یې دلته وایو.
په علم او کتابونو کې هم د مشرانو سره مشوره او درناوى راغلی خو د پرېکړې نیولو سربېره کلتوري بڼه هم لري یعنې هېڅ کار د مشرانو له اجازې پرته نه کوي ځکه دوی ته دا یو ډول درناوى دی.
په هر ځای کې مشران نسبت کشرانو ته ډېره تجربه او پوهه لري، ځکه ځوانان ځینې وخت د احساساتو په وسیله پرېکړه کوي خو مشران خپل له ذهن او فکر څخه کار اخلي، نو د همدې کبله دوی اخیري تصمیم نیسي.
پر دې سربېره، داسې هوښیار او پوه ځوانان هم شته چې پرته له احساساتو پرېکړه کوي او ښه فکر لري، خو بیا هم د دغو ځوانانو پرېکړه هم مشران ډېرى وخت نه مني یوازې خپل کار او پرېکړه عملي کوي او بس.
په هره کورنۍ کې باید ځوانان خپلې وړتیاوې وښیي، ځکه داسې ډېري ځوانان شته چې بې پروا دي او خپلې وړتیاوې کورنۍ ته نه ښيي نو له همدې کبله دوی ته د پرېکړې کولو اجازه نه ورکوي.
که په یوه کورنۍ کې مشري د هر چا په لاس ورکول شي نو پرېکړې به هم هر ډول وي، اصلي انتخاب به له ټولو ورک وي او دا یو ډول ګډوډي په یوې کورنۍ کې رامنځته کوي، نو له همدې کبله هم وروستۍ پرېکړه چې  یو مشر وکړي ښه ده.
مشران د کشرانو لپاره یوه بېلګه یا الګو وي تل نو ځکه ټوله غواړي چې دوی پرېکړه وکړي. او دا خبره زموږ ذهن منلې.
مشران د کشرانو خبرې ښې اوري او تل غواړي چې په هره برخه کې وي ښه لاره ورته ښکاره کړي او پرېکړه ورته ونیسي. ځوانان ډېري وخت خپل نظرونه په سمه توګه نشي ویلاي او نه هغومره حوصله لري نو ځکه داسې توپیرونه شته.

داسې ډېري لویان دي چې د ژوند په هر ډګر کې ښې پرېکړي کوي چې د ټولو خوښه وي، ځو ځینې مشران شته چې سمه پرېکړه هم نه کوي، نه د چا نظر مني او نه هم د چا خوښۍ ته ګوري یوازې دډیکټاټوري، کوي نو په دې ډول باید پرېکړه ونه نیول شي. په هره پرېکړه کي نه یوازې د لویانو نظر ته باید د کشرانو نظر ته هم درناوى وشي، ځکه دوى هم د نظر ورکولو حق لري بیا وروسته له هغه وروستۍ پرېکړه ونیول شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب