فبروري 25, 2021

ګډ ژوند؛ مسووليت پېژندنه ستونزې هواروي

  • ليکنه: شپنه سلګۍ

د يوه نېکمرغه ژوند په خاطر ښځه او خاوند بايد خپلو مسووليتونو ته په پاملرنې سره ژوند مخ ته بوځي، د ښځې او خاوند د اړيکو د ټينګښت او د يوه ښه ژوند د دوام لپاره دواړه يو د بل درناوی او متقابل احترام باید مرعات کړي، چې په ژوند کې خوشحاله او سوکاله اووسي.
په دې ليکنه کې مو ځينو هغو ټکو ته اشاره کړې چې د خاوند مسوليتونه د ښځې پر وړاندې څرګندوي.
۱- ښه خوی: د ښځو په اصلاح کې بايد غفلت او بې پروايي ونه شي،که د هغوي څخه کومه تېروتنه وشي، بايد خاوند يې په نرمۍ سره ورته متوجې کړي او د ناسم چلند څخه کار وانخيستل شي.
۲- د ښځو خوښیو ته ارزښت ورکول: کله چې کوم نارینه د خپلې د ژوند ملګرې خوښیو ته ارزښت ورکړ، نو په دې کار سره د دواړو ترمنځ مینه زیاتېږي او د جنجالونو مخه نیول کېږي.
۳ـ حوصله: کله ناکله ښځې د زیاتو مسوولیتونو او کور کارونو سره تر ذهني فشار لاندې وي، چې د همدې له کبله ورنه کله خواړه یا ډوډۍ یو څه خرابېږي، کله په دغه شان حالاتو کې د هغې د ژوند ملګری حوصله وکړي او ورته ووایي چې کومه خبره نه ده، نو دا کار د دوی د ژوند د نېکمرغۍ سبب ګرځي.
۴ـ ستاینه: که نارینه د خپلې مېرمنې ستاینه وکړي، نو په دې کار سره د دواړو ترمنځ اړیکې لا ښې کېږي او دا په اصل کې یو بل ته رښتینی احترام دی.
۵ـ ډالۍ: نارینه باید د ژوند په ځینو مرحلو او ځانګړو ورځو کې خپلې مېرمنې ته د هغې د خوښې ډالۍ واخلي او هغه ونازوي.
۶ ـ محبت او مینه: نارینه باید ښځې ته دا په ثبوت ورسوي چې هغه ورسره ډېره مینه لري او همدا ښځه ورته ځانګړې ده….
که چېرته موږ وغواړو چې یوه نېکمرغه او خوشحاله کورنۍ رامنځته کړو، نو موږ ته لازم دي، چې د یو بل لپاره ژوند وکړو، خپله خوشحالي له نورو سره شریکه کړو او تل له داسې اخلاقو ښکارندوي و اوسو چې د نیوکې لپاره هېچاته فرصت ورنه کړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*