اقتصاد ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه سفر

په ایران کې کور پېرل، د ګارګرو لپاره د ۲۰۰ کلونو مزد غواړي

ژباړه: عایشه حیدري

په وروستیو کې په ایران کې د کورونو بیه ډېره لوړه شوې ده ان تر دې چې ډېرو خلکو ته د کور اخیستل په یوه نه پوره کېدونکي خوب بدل شوی دی.

د کارالبرز اسلامي شورا ریس د کارګرانو له لوري د کور پېرلو په تړاو وویل چې کله کارگر په ډېرو لږو پیسو کار کوي او د یوه کور بیه ۵۰۰ میلیون تومان ده، نو باید کارکر د کور پېرلو لپاره ۲۰۰ کاله کار وکړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې د کارګرانو د ژوند بد حالت په اړه وغږید او وې ویل چې اوس مهال ۷۰ سلنه کارګران ډېره لږه تنخواه اخلي او هغوی د ۱ میلیون او ۲۰۰ زره تومان قسط ورکولو توان نه لري.

په تېرو کلونو کې په ایران کې د کورونو بیه ډېره لوړه شوې وه، داسې چې ډېرو خلکو ته د کور اخیستنه په یوه خیال بدل شوی و او په تېرو شپږو میاشتو کې د کورونو بیه ۵۰ سلنه نوره هم لوړه شوې ده، که څه‌ هم د ټولې ټولنې د ژوند شرایط په بحراني حالت کې دي، خو کارګران د ټولنې د منځني پوړ غړو په پرتله په ډېر بد حالت کې دي، دا په داسې حال کې ده چې په لویو ښارونو کې د فقر کرښه پنځه میلیون تومان ټاکل شوې ده، او د کارګرانو تنخواه په یوې میاشت کې نږدې دوه میلیون تومان ده. بې ثباته انفلاسیون او لوړ نرخونه هره ورځ د خلکو ژوند ننګوي.

د کورونو د بیو لوړېدل د کورونو په اجارې هم اغېز کړی دی. که د خلکو میاشتنی عاید لوړېدل د کورونو د بیو له پورته کېدو سره پرتله کړو، دې ته مو پام کېږي چې د کورونو بیه د میاشتني عاید په پرتله څو ځله لوړه شوې ده.

په تېرو ۸ کلونو کې د روحاني د دولت سیاست د دې لامل شوی چې د کور پېرل د خلکو د هیلو له لیست څخه ووځي. په منځنۍ ډول د تهران په ښار کې د یو میټر مربع ځمکې بیه د ۱۳۹۹ کال د حمل په میاشت کې ۱۸.۹ میلیون تومان وه چې د مخکیني میاشتې په پرتله ۱۱.۶  او د تېر کال په پرتله ۴۲.۵ سلنه لوړ شوي دي.

په دې وروستيو کې د ايران د احصايې رییس ویلي چې د ژوند چاپيريال ته په کتو سره د انفلاسیون تر اغېز لاندې نرخونه هم توپیر لري، له همدې کبله خلک د رسمي شمېرو په وړاندې بېلابېلې انګېرنې لري، له همدې امله ده چې ځینو موادو د بیو نوسان لوړېدو سره باور له منځه ځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ