ټولنیز ژوند کورنی ژوند

په کورنيو بحثونو کې څنګه بريالي شو؟

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

آيا کېږي چې په بحث کې داسې بريالي شو چې خبره تاويلو او ما ويلو او آزاروونکو لفظي شخړو ته ونه وځي؟
بايد ووايو چې هو.
له دې موضوع انکار نه شو کولای چې د ځمکې په مخ له کومو خلکو سره چې ډېره علاقه لرئ او ارزښت ورکوئ؛ له بل هر چا ژر کولای شي ستاسې اعصاب ګډوډ او خفه مو کړي.

څنګه په بحثونو کې بريالي شو؟
د لفظي شخړې او بحث لپاره همدا بس ده چې يو څوک احمقانه او نا سنجيده خبرې په ژبه راوړي او تاسې هم ورته هوښيار؛ خو په عين حال کې توهينوونکی ځواب ورکړئ.

د يوې کورنۍ په حيث به مجبور شئ چې له نورو سره د داسې موضوعاتو په هکله پرېکړه وکړئ چې کوچنۍ موافقه به هم ورسره په دې هکله نه لرئ.
په داسې وخت کې څه ډول کولای شئ چې خپل مقابل لوری يا لوري قانع کړئ؟
آيا کولای شئ چې پرته له دې چې خبره تاويلو ماويلو او لفظي شخړو ته ووځي؛ د بحث ګټونکي شئ؟
بايد ووايو چې هو؛ د لاندې ټکو په پام کې نيولو سره کولای شئ چې بريالي شئ:

۱- په بحث کې د بريا په تعريف مو له سره غور وکړئ
لومړی او مهم قدم په دې برخه کې دا دی چې په بحثونو کې د يو لوري صفر او سل فيصده ګټه او د بل لوري بايلل بلکل غاړې ته کړئ. دا کار د بحث کولو لپاره ګټه نه کوي او په کورنۍ برخه کې خو ضرري هم ثابتېدای شي.
په دې اساس هڅه وکړئ چې په بحثونو کې د بريا لپاره نوی تعريف وازمويئ.

تاسې هغه وخت په بحث کې ځان بريالی شمېرلی شئ چې: د ټولو غاړو د توافق لوری لاسته راشي او هيڅوک د بې ارزښته کېدو، خفه کېدو او زيان احساس ونه کړي.
خامخا متوجه شوي يئ چې که موضوع ته له دې زاويې وګورو؛ نو هر بحث کولای شي څو ګټونکي ولري او دا ښه خبره ده.

۲- خپلې موخې او اړتياوې مشخصې کړئ
تاسې تر څو چې ونه پوهېږئ چې څه غواړئ؛ د نورو په وړاندې هم خپلې غوښتنې نه شئ ترلاسه کولای؛ نو پرته له دې چې وپوهېږئ څه ته غواړئ ورسېږئ؛ هيڅ وخت له چا سره بحث ته مه داخلېږئ.
له دې پرته به څنګه پوه شئ چې ګټونکي يئ او که بايلونکي؟
بحث له خپل ليدلوري تر ټولې ښې نتيجې ته په فکر کولو پيل کړئ؛ دا نتيجه ممکن د تېروتنې په خاطر له مقابل لوري بخښنه غوښتل وي او يا په مشخصه موضوع د دواړو موافقت وي.

په هر صورت دا ستاسې موخې دي. له دې وروسته د خپل حد اقلو توافقاتو پسې شئ او نسبي رضايت ته د رسېدو لپاره د خپل لوري حد اقلونه مشخص کړئ؛ دا ستاسې اړتياوې دي.

ستاسې موخې او اړتياوې بايد يو ډول نه وي؛ ځکه د موخو او اړتياؤ تر منځ توپير هغه فضاء ده چې د بحث او ناندريو لپاره ستاسې او مقابل لوري په واک کې درکول کېږي او يوې موافقې ته د رسېدو لپاره ورته اړتيا لرئ.

۳- د خپلو خبرو لپاره دليلونه او ماخذونه راټول کړئ
تاسې د خپل موقعيت څخه د دفاع لپاره حقايقو ته اړتيا لرئ چې د نن ورځې د دومره رسنيو چې لاسرسی ورته لرو؛ د څېړنو او مطالعې د نه کولو هيڅ دليل نه راپاتې کېږي.
ستاسې مقابل لوری هم ممکن د خپلو خبرو لپاره دلايل راټول کړي؛ نو ستاسې له لوري د دې کار کول منطقي برېښي.

۴- د ټولو اړخونو برداشتونه بايد درک کړئ
تاسې د خپل نظر څخه د دفاع لپاره ماخذونو او شواهدو ته اړتيا لرئ؛ مګر دا که هر څومره هم قانع کوونکي وي؛ بيا هم په يواځې ځان تاسې په بحث کې بريالی کولای نه شي. د ټولو اړخونو د خبرو درک کول د ورانيو د له منځه وړلو رښتينې کيلي ده.

په حقيقت کې د ټولو انساني اختلافاتو سرچينه له ژوند او ورسره تړلو مسايلو په هکله همدا متفاوت برداشتونه دي.

ستاسې برداشت ممکن دا وي چې د ژوند د يو ملګري په توګه د خپلې ښځې يا خاوند ملاتړي پاتې شوي يئ او څو کلونه مو د هغې په څنګ کې تېر کړي دی؛ سره د دې چې خوښېدل مو بل ډول يې تېر کړئ.

ستاسې د مېرمنې برداشت شايد دا وي چې د هغې کورنۍ ستاسې دروند استقبال کړی دی؛ مګر داسې ښکاري چې تاسې د دې موضوع په قدر ډېر نه پوهېږئ.
دا ډول برداشتونه ځينې وختونه په لاشعوري ډول رامنځته کېږي؛ مګر په هر صورت شتون لري.
د دې برداشتونو په ژبه راوړل او د الفاظو قالب ورکول له تاسې سره مرسته کولای شي چې د مقابل لوري د نارضايتۍ ځای او علت وپېژنئ. دا کار تاسې ته د داسې حل لارې په لور لارښوونه کوي چې دواړو اړخونو ته د منلو وړ وي.

۵- له هر ځای چې کولای شئ خپله موضوع رالنډه کړئ
په يو ګرم بحث کې طبيعي ده چې يو سانتي متر به هم له خپلې موضوع شاته لاړه نه شئ. دا کار طبيعي دی؛ خو جوړوونکی نه دی.

د دې پرځای ژوره ساه واخلئ، هڅه وکړئ چې خپله غوصه يوې غاړې ته کړئ او له ځانه وپوښتئ چې آيا کولای شئ چې د مقابل لوري د خبرو ځينې برخې منلی شئ او که نه؟ د مثال په ډول ممکن د خپلو کړيو خبرو بخښنه وغواړئ.

شايد ښه وي د ځنډ په صورت کې وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړئ چې د خپلې ژوند ملګرې سره د هغې د خوښې بل سفر په هکله موافقې ته ورسېږئ.

دا ټول د دې سره تړاو لري چې خپلې موخې او حد اقل اړتياوې په ياد ولرئ. که د بحث په نتيجه کې له دې دوه وو هر يو ترلاسه شو؛ نو تاسې ګټونکي يئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران