فبروري 27, 2021

کونډو ته دا خبرې مه کوئ

ژباړه: صادق طاررق
په افغانستان کې دا موضوع بیخي ضرور ده، چې پرې پوه شئ.
ځکه دلته هم د دوامداره جګړې، هم ګڼو نورو آفتونو او ناروغیو له کبله ډېرې ښځې کونډې کیږي.
دلته هغه خبرې درسره شریکوو، چې روان پوهانو یې له کونډو ښځو سره کول نا مناسب ګڼلي.
زه دې درد احساسوم!
تاسې ښایي د خپلو ـ خپلوانو د مړینې درد حس کړی وي، خو د ژوند د ملګري د مړینې درد به مو نه وي حس کړی.
روان پوهان وایي، دا درد بیخي ځورونکی او احساسول یې سخت دي.
له همدې کبله که کومې کونډې ښځې ته څوک د تسلیت پر وخت د درد حسولو یې وایي، هغه د واره پوهیږي، چې دروغ ورته وایې او یا یې درد ته په کمه سترګه ګورې.
د اولادونو لپاره پیاوړې اوسه!
دا خبره مېرمنې ته داسې پيغام ورکوي، چې ګواکې د ژوند ملګري مرګ نه مخکې یې اولادونو ته سمه پاملرنه نه کوله.
په داسې حال کې، چې داسې به نه وه.
هغې به د ژوند ملګري په ژوندوني هم خپل اولادونه پالل او ډېر مسولیتونه به یې پر غاړه اخیستي وو.
یاده خبره که کونډې ښځې ته څوک وکړي، د بې مسولیتۍ احساس ورکوي او داسې پيغام لري، چې ګواکې یا یې دې مسولیت ته پام نه و، یا نه ورباندې پوهیږي.
دا به مو نصیب و!
دا خبره هم په کونډې ښځې ډېره بده لګي، ځکه هغه به ځان سره فکر کوي، چې دې له نصیب سره څه بد کړي وو؟
یا په کوم دلیل باید دومره یو لوی درد ورته په برخه شوی وي.
البته په عقیدوي لحاظ په دې خبره باندې نیوکه کیدای شي مناسبه نه وي، خو په رواني لحاظ یوې دردیدلې او ځپل شوې مېرمنې ته داسې خبره مناسبه او د زغملو وړ نه بریښي.
تا ښې شېبې ورسره لرلې!
دا خبره هم کونډې ښځې ته مناسبه نه ده؛ هغې ته له دغې خبرې سره پخواني خواږه یادونه په زړه کیږي او ورته ځوریږي.
که مو دوستانو، عزیزانو کې څوک کونډه شوه، نو د تسلۍ پر وخت دا خبره هم مه ورته کوئ.
ځکه فکر یې خوږو یادونو ته ستنیږي او د هغو یادونو د نه تکرار له کبله یې رواني حالت خرابیږي.
هغه اوس په غوره ځای کې دی!
ځینې خلک، خاصتاً زموږ مسلمان وطنوال کیدای شي په ښه نیت دا خبره یوې کونډې ښځې ته وکړي او هدف یې دا وي، چې ورته ووایي: د ژوند ملګری دې جنتي و، په جنت کې دی او آسوده دی.
خو مېرمنې ته دا خبره بده مانا لري. هغه به داسې فکر وکړي، چې تاسې ورته وایئ: هغه په دې دنیا کې خوشاله نه و، یا یې له دې سره ژوند کول غوره نه و!
وخت سره به هر څه سم شي!
دا خبره هم کونډې ښځې ته نه ده مناسبه؛ دې سره دا احساس ورکول کیږي، چې ګواکې دا به د ژوند ملګری له وخت سره هېر او عادي حالت ته را وګرځي.
په داسې حال کې، چې عاطفي رشتې تر ډېره یا پای ته نه رسیږي، یا یې ښکېلې خواوې نه غواړي دا ومني، چې د دوی دغه رشته پای ته رسیدونکې ده.
ته لا ځوانه یې، نور فرصتونه لرې!
دا خبره په هرځای؛ خاصتاً افغانستان کې بیخي په ټولنیز لحاظ کفر ښکاري.
کونډې ښځې ته دا خبره بیخي نامناسبه او په دې مانا ده، چې ګواکې له ژوند ملګري سره یې ژوند یو فرصت و او بس!
او له دې وروسته نورو سره د ژوند کولو فرصت لري.
دا خبره نو بیخي مه کوئ، خاصتاً که په افغانستان کې یاست.
که څه په کار شو، ماته وایه!
سمه ده، چې کونډې شوې ښځې به پرتاسې حق لري، خو دا خبره مه ورته کوئ.
دې سره هغه د مجبوریت، یوازې توب او کمترۍ احساس کوي.
د دې خبرې پرځای غوره ده، چې عملاً یې پوښتنې ته ورشئ، مرسته ورسره وکړئ، خو په خوله ورته داسې الفاظ مه راوړئ، چې د کمي احساس ورکړي.