خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه سپورټ فوټبال

هغه نجلۍ چې د ۹ میاشتو راهیسې په کوما کې وه

لیکنه: مهر تاج

هغه نجلۍ چې له نهو میاشتو په کوما کې وه، د ایټالیا ۴۳ کلن فوټبالر «فرانسسکو ټوټي» د غږ په اورېدو، په معجزیي توګه په حال شوه.

۱۹ کلنه «الینا مټلي» پروسږ کال په ډسمبر میاشت کې د یوې ترافیکي پېښې قرباني شوې وه، چې یاده پېښه کې یې ملګري هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

الینا یې د روم یو روغتون ته ولېږدوله، چې نومړې د سر د ټپ له امله کوما ته تللې وه.

الینا پخپله یوه تکړه فوټبالره ده، او د ایټالیا کلب AS روما مینه‌واله هم ده، مور او پلار به یې ورته په منظم ډول د نهو میاشتو راهیسې هره ورځ د کلب رسمي سرود غږاوه.

په دې موده کې الینا ته د کلب ستوري، لوبغاړي فرانسسکو توټي یو ویډیي پیغام واوروه، چې د پیغام په اورېدو په معجزیي توګه له کوما څخه راووته.

په ویډیي پیغام کې فوټبالر ویلي:

“الینا ، خپل همت له لاسه مه ورکوه، ته دا هر څه کولی شې او موږ ټول له تاسره یو.”

له دې معجزې وروسته، فوټبالر هم د الینا لیدو لپاره د روم روغتون ته ځان ورساوه، د دوی د لیدو یاده صحنه د خلکو لپاره خورا یوه احساساتي منظره وه.

ټوټي رسنیو ته وویل:

زه د دې لیدني لپاره ډېر خوښ وم، هغه (الینا) زما په لیدو موسکۍ شوه او په ژړا راترغاړې وته

نوموړي وویل، چې دی به حتی له روغتونه د خارج کېدو وروسته هم له هغې سره ګوري.

په ورته وخت کې، د ۱۹ کلنې الینا پلار هم د فوټبالر څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې هغه د خپلې لور له هغو ملګرو څخه منندوی دی، چې د ټوټي سره یې د تماس نیولو او د ویډیي پیغام ثبتولو وړاندیز یا مشوره ورکړي وه.

د یادونې وړ ده چې “فرانسسکو توټي” د ایټالیا ترټولو بریالی و تکړه فوټبالر ګڼل کیږي، په ۲۰۰۶کال کې د ملي ټیم څخه تقاعد شوی، خو په محلي لیګونو کې یې لوبو ته دوام ورکړی ؤ او په ۲۰۱۷ کې په منظمه یا بشپړه توګه له فوټبال څخه تقاعد شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ