رسنۍ سپورټ کرکټ

دنېش کارتيک پر نيمه لاره د لوبډلمشرۍ څخه لېري کړل سو

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

ايون مورګن د کلکتې نوی لوبډلمشر وټاکل سو.

په روان ای پي ايل ليګ کې دنېش کارتيک تر نن پورې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لوبډلمشر وو خو ددې لوبډلې مسولينو دا واک ايون مورګن ته ورکړ.

کارتيک ويلي چې دا پرېکړه به دده سره مرسته وکړي ترڅو پر خپلې توپوهنې تمرکز وکړي.

د کلکتې لوبډلې اجرائوي رئيس وينکي ميصور ويلي چې کارتيک يو بريالی لوبډلمشر وو خو داچې مورګن د نړيوال جام ګټوونکی لوبډلمشر دی او په لوبډلمشرۍ کې خورا ښه تجربه لري زموږ د لوبډلې لپاره به اغېزمن تمام سي.

دده په خبره موږ بختور يوو چې د کارتيک په حيث غوره لوبډلمشر مو درلودی.

کلکتې لوبډلې په روان ای پي ايل ليګ کې د ۷ لوبو څخه ۴ ګټلي او د جدول په څلورم ځای کې يې قرار لري.

کلکته نن ماښام شپږ بجې د ممبی سره لوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ