
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان د آی پي ایل سیالیو په پنځمه لوبه کې د چهارشنبې په ورځ کلکته نایت رایډرز لوبډله د ممبي انډینز لوبډلې په وړاندې ولوبېده، چې کلکلتې د ممبي څخه د ۴۹ منډو په توپير ماته وخوړه.
د یادې لوبې حال
د لوبې پچه کلکتې وګټله، چې لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
ممبي په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۵ منډې وکړې او کلکتې لوبډلې ته یې د ۱۹۶ منډو هدف وټاکی.
د ممبي لپاره روهیت شرما ۸۰، یاداو ۴۷، تیواري ۲۱ او پانډیا بیا بیا ۱۸ منډې جوړې کړې.
د ممبي لپاره شیوان ماوي دوې، خو سونیل ناراین او انډري رسل بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې کلکته لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او د ممبي لوبډلې څخه یې د ۴۹ منډو توپیر ماته وخوړه.
د کلکتې لپاره کارتیک ۳۰، پات کومینز ۳۳ او رانا بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.
د ممبي لپاره ټرینټ بولټ، جېمز پاتینسن، جسپریت بومرا او راهول چاهار دوې ـ دوې ویکټې واخیستلې، خو کونال پانډیا بیا د کلکتې یو لوبغاړی وسوځاوه.
د کلکتې او ممبي لوبې
د آی پي ایل په تازه پيلېدونکو سیالیو کې د کلکتې دا لومړۍ لوبه وه، خو د ممبي لوبډلې بیا دا دویمه لوبه وه، چې په لومړۍ لوبه کې یې د چینای سوپر کینګز لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه.
د آی پي ایل شپږمه لوبه
د کلکتې او ممبي انډینز لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه د آی پي ایل سیالیو څلورمه لوبه وه، خو نن په شپږمه لوبه کې کینګز الیون پنجاب د رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ ترسره کیږي.
دا لوبه ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي.