خوشدل شاه په شل اوریزو لوبو کې ریکارډ جوړ کړ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان پښتون الراونډر لوبغاړي د پاکستان ملي شل اوریزو لوبو کې پرون د اکټوبر په ۹ مه د ساوترن پنجاب لوبډلې په ګټه په پاکستان د کرکټ په تاریخ کې چټکه سلیزه ووهله او د پاکستان د لوبغاړو ترمنځ یې لومړی ریکارډ ثبت کړ.
خوشدل شاه د ښې توپوهنې په مرسته د سِند لوبډلې ستر هدف پوره کړ، چې ۲۱۷ منډې پوره کړ او د ریکارډ جوړولو ترڅنګ یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
مخکې له دې چې ریکارډ ته راشو، د پاکستان نېشنل شل اوریزو لوبو ته به سر ورښکاره کړو.
د پاکستان ملي شل اوریزې لوبې د سپټمبرپه ۳۰ مه نېټه د شپږ لوبډلو نارترن، خیبرپښتونخوا، سېنټرل پنجاب، سِند او ساوترن پنجاب په ګډون پیل شوي دي.

په شل اوریزو لوبو کې د خوشدل شاه ریکارډ

سِند لوبډلې په شل اورونوکې د خُرم منظور د ۱۰۸ منډو او د اسد شفیق د ۵۹ منډو په مرسته ۲۱۶ منډې وکړې.
نارترن پنجاب دغه هدف په شلم اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د خوشدل شاه د ۱۰۰ منډو او د حسېن تلت د ۶۲ منډو په مرسته هدف پوره کړ او سِند ته یې په ۲ وېکټو ماته ورکړه.
خوشدل شاه ۹ شپږیزې او ۸ څلوریزې ووهلې او په ۳۶ توپونو چټکه سلیزه ووهله.
خوشدل شاه لومړی پاکستانی توپوهونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې دا کارنامه کوي.

په نړۍ کې د چټکوسلیزو ریکارډونه

په شل اوریزو لوبو کې لومړی ریکارډ د افریقایي ډېوېډ مېلر دی، هغه د بنګله دېش پر وړاندې په ۲۰۱۷ کې په ۳۵ توپونو سلیزه وهلې وه.
روهېټ شرما په ۲۰۱۷ کې د سریلانکا پر وړاندې په ۳۵ توپونو سلیزه جړه کړې وه.
سریلانکایي سودېش ویکراما سېکارا په ۳۵ توپونو د ترکیې پر وړاندې په ۲۰۱۹ کې سلیزه وهلې وه.
هندي سِوا کومار پریالور په ۲۰۱۹ کې د ترکیې پر  وړاندې په ۳۹ توپونو سلیزه وهلې وه.
د سکاټلېنډ جورج منسي په ۴۱ توپونو د نېدرلېنډ پر وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې، حضرت الله ځاځي په ۴۲ توپونو ۲۰۱۹ کې د ایرلېنډ خلاف، ۲۰۱۵ کې ډوپلیسي د ویسټ انډیزپر وړاندې په ۴۶ توپونو، په ۴۶ توپونو ۲۰۱۶ کې د ویسټ اندیز پر وړاندې کی  اېل راهول سلیزه وهلې وه.

د خوشدل شاه پېژندنه

نوموړی په ۱۹۹۵ کې د فبروري په ۷ مه نېټه د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې زېږېدلی دی.
کیڼ لاسی منځنی  توپوهونکی دی، په کیڼ لاس سپېن توپ اچونه هم کوي.
هغه په شاوخوا لس لوبډلو کې لوبېدلی.
په ملي او نړیواله کچه مشهورو لوبو ته په ۲۰۱۵ کې راغلی دی.
په خټه پښتون دی او په ۵۱ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۱۱۷ منډې کړي، یوه یې سلیزه او ۷ یې پنځوسیزې وهلي دي.
یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۰۰ دي.
FASTET CENTURY.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.