ویرات کولي بیا له لوبڅار سره چنې وهلي

ویرات کولي چې په لفظي شخړو او اکشنونو کې نوم لري، په نړیوال جام کې دوه ځلې لوبڅار سره ښکر په ښکر شوی.
نوموړی د بنګلا دېش خلاف لوبه کې یو ځل بیا له لوبڅار سره په لفظي شخړې کولو تورن شوی او ښايې پایله یې د کولي لپاره ډېره بده شي.
ویرات کولي د جولای په ۲ یمه نېټه د سه شنبې په ورځ د بنګلادېش خلاف دولسم اوور کې له ان فیلډ یا د لوبغالي لوبڅارسره شخړه وکړه.
د ټایمز ناو په نامه وېب پاڼه وایي، د شمي له خوا دولسم اوور ترسره کېده، محمدشمي د بنګله دېش توپ وهونکي سومیا سرکار ته توپ ترسره کړه، د ایل بي ډبلیو اپيئل وشو، خو مخامخ لوبڅار ماریاس اېراسموس اوټ ورنه کړ.
ویرات کولي ریوو واخېسته خو دریم لوبڅار د لوبغالي لوبڅار ته د اوټ کولو او یاهم نه اوټولو اختیار ورکړ.
لوبڅار د سومیا سرکار په ګټه پرېکړه وکړه او اوټ یې ور نه کړ؛ نو کولي لوبڅار پسې ورغی او لانجه یې ورسره وکړه.
هندوستان لوبه له بنګلا دېش څخه په ۲۸ منډو وګټله او تر نیمه پایلوبې یې ځان ورساوه.
هندوستان د شنبې په ورځ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه له سریلانکا سره کوي.
اوس ځېنې ورزشي رسنۍ وایي ښایي ویرات کولي له یوې مهمې لوبې منع کړل شي.

د ټایمز ناو په نامه وېب پاڼه وایي کېدای شي ویرات کولي د سیمې فاینل له لوبو کېنول شي او منفي نومره به هم ورکړل شي؛ خو انتظار باسو چې ویرات به مجازات کېږي او کنه.
له دې وړاندې د نړیوال جام په ۲۸ مه لوبه کې ویرات کولي د افغانستان خلاف له لوبڅار سره د لانجې کولو له امله د لوبې پنځه ویشت سلنه جریمه پرې کړه او یو منفي پواینټ هم ورکړل شوی و.
دا دریم ځل دی، چې د ۲۰۱۸ م کال راهیسې ویرات کولي له لوبڅارانو سره لانجې کوي او بیا جرمانه کېږي.
که ویرات کولي په نیمه پایلوبه کې له لوبڅار سرسه د لانجې له امله کېنول شي، دا به د هندوستان لپاره ستره ضربه وي.