مارچ 7, 2021

ډونالډ ټرمپ، سچېن ټېنډولکر او ویرات کولي د نړۍ غوره کرکټران یاد کړل

Advertisements

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبروري په ۲۴ مه د دوشنبې پر ورځ هندوستان ته سفر کړی و، په دغه سفر کې هغه د هندوستان ولس ته د حېدراباد ښار په یو کرکټ لوبغالي کې د هندي ولس سترې غونډې ته وینا وکړه.
ډونلډ ټرمپ د نرېندرا مودي د ځواني عمر په اړه وغږېد او هغه یې یو ځواکمن کس یاد کړ.
له دې سربېره ټرمپ د هندوستان په ستاینه کې د ویرات کولي او سچېن ټېنډولکر نومونه هم یاد کړل.
ډونلډ ټرمپ وویل: “هندوستان د نړۍ ستر کرکټ لوبغاړي لري، چې سچېن ټېنډولکر او ویرات کولي دي.”
ډونلډ ټرمپ خو د ویرات کولي او ټېنډولکر صفت وکړ، خو د ټرمپ لخوا د ټېنډولکر او ویرات کولي نومونه په صحیح ډول نه دي تلفظ شوي او دې چارې اوس د کرکټرانو خوله راسپړلې او د خندا مسئله یې ترې جوړه کړې ده.
د انګلستان نامتو کرکټر کېوین پېټرسن د انډي سېلک په نامه ټوېټر کاروونکي له ټوېټر څخه د ټرمپ هغه ویډیویي کلېپ رااخیستی، چې پکې یې د ویرات کولي او سچېن ټېنډولکر نومونه اخیستي دي.
دغه کلېپ کې ټرمپ د دواړو لوبغاړو نومونه ناسم تلفظ کړي دي.
کیوین پېټرسن ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې باید ټرمپ څېړنه وکړي، نومونه سم زده کړي او له هغې وروسته یې ووایي.
نوموړي د ثبوت په ډول ویرات کولي ته لیکلي چې ګواکې ټرمپ د هغه نوم داسې تلفظ کړی دی.
Virote kolee and soo _ chin tendulkar
انډي سېلک د ټوېټر کاروونکي لیکلي دي، چې د ویرات کولي او ټېنډولکر د نومونو تلفظ لپاره لیکلي، چې یو څه د ډونلډ ټرمپ د تلفظ لپاره.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   ... نور ولولئ