
لیکنه : بهار سمسور
هیندي لوبډلمشر ویرات کوهلي تېره اونۍ یو هندی مینوال په دې ورټه چې هغه ویلي و په اوسني وخت کې د اسټرالیا او انګلستان لوبغاړي تر هندي لوبغاړو ښه لوبیږي او د ده زیات خوښیږي. د دې مینوال د خبرو په ځواب کې ویرات کوهلي ویلي چې ستا د خپل هېواد لوبغاړي نه خوښیږي نو بیا ولې ته په هندوستان کې اوسېږې؟ ته باید کوم بل هېواد ته ولاړ شې او هلته واوسې.
له دغو لفظي بمباریو وروسته د هندوستان لپاره د د کریکټ د کنټرول ادارې (BCCI) هندي بورډ اجرایه ادارې او هم ټيم منیجمېنټ ویرات کوهلي تر پوښتنو لاندې راوست.
د خبرونو له مخې بورډ ویرات کوهلي جدي پوښتلی او هغه ته يې ویلي ته د هند د لوبډلې کپټان نه يې بلکې ته د هندوستاني ملت د هندۍ لوبډلې مشر يې او باید د خپل ملت هرې خبرې ته په حوصله غوږ کېدې.
BCCI په یوه اعلامیه کې هم لیکلي، د ممبۍ د رسنې د دغې خبر چې ویرات کوهلي هندی مینوال رټلی او دا خبر بیا د هند نورو رسنیو تکرار کړ په ځواب کې وایو ویرات کوهلي د هندي ملت د ملي لوبډلې مشر دی او هغه دا ډول خبرې نه شي کولی. موږ له رسنیو غواړو چې ځينې خبرې د ملي ګټو لپاره دومره غټې نه کړي. اعلامیه دا هم لیکي هغوی بې اساسه دا خبره خپروي چې ویرات کوهلي دې مینوال ته دا ویلي وي چې هندوستان پرېږده.
د هندي بورډ د دغې بیانیې څخه داسې ښکاري چې دوی غواړي د ویرات کوهلي دغه توندې خبرې چې د یو هندي تر څنګ يې لکونه نور هندیان حیران او خفه کړل یو ډول پټې او بابیزه تېرې کړي خو زیاتره وخت د ویرات کوهلي کړه وړه د کریکټ مینوالو تر نظر لاندې ښه نه راځي، ځکه خو زیات کریکټ مینوال وايي ویرات کوهلي یو ښه پیاوړی او تکړه لوبغاړی او کریکټر دی ولې یو ښه او د زړونو ساتونکی نه شي کیدای.