سینما او موسیقي

ویراټ د خپلې مېرمنې انوشکا شرما کوم فلم خوښوي

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلسمشر ویراټ کولي په سینمایې ډګر کې د خپلې مېرمنې انوشکا شرما په فلمونو غږېدلی.

ویراټ کولی په شمار د هغه فلمي ستورو څخه دی چې په زیات شمېر مینوال نه یوازې په هندوستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې لري.

نوموړي دوه کاله شاوخوا کال وړاندې د هندي سینما د مشهورې ستورې انوشکا شرما سره واده وکړ.

که یو طرف نوموړی په کرکټ کې خاص ځای لري نو مېرمن یې په سینمایې ډګر کې له چا کمه نه ده.

که څه هم دواړه مشهورې څېري دي خو د خپل ګډ ژوند په تړاو سره ډېرې خبرې تر رسنیو نه راوباسي، نه یې هم د ژوند ترخې شېبې د رسنیو سرټکي ګرځيدلي.

اوس یې تازه د خپلې مېرمنې د فلمونو په تړاو خبرې کړي او په نښه کړې یې ده چې هغه کوم فلم دی چې مېرمن یې په کې کار کړی او د ده د خوښې فلم دی.

د کوهلي د خبرو له مخې (ای دل هی مشکل) هغه فلم دی چې انوشکا په کې کار کړی او د ده د خوښې فلم دی.

نوموړي ویلي چې فلم(ای دل هی مشکل) کې یې هغه صحنه تر ټولو ډېره خوښیږي چې کله د انوشکا کینسر ناروغي ویلي او رنبیر کپور بېرته راګرځې او یو بل سره خبرې اترې تبادله کوي.

دغه راز یې ویلي کله چې وزګار وي نو د یوټیوب د دغه فلم همدغه صحنه بار بار ګوري.

ای دل هی مشکل د انوشکا شرما او رنبیر کپور د مینې فلم دی چې د دوی دواړو سربېره په کې مشهورې فلم ستورې ایشوریا رائي بچن هم رول لوبولی و.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی