سپورټ کرکټ وزش او تمرین

پخوانی هندي توپوهونکی: روهېټ شرما تر ویرات کولي غوره دی

د هندوستان پخواني لوبغاړي او توپوهونکي، وي وي لکسمن ویلي، چې روهېټ شرما په یو ورځنیو لوبو کې تر ویرات کولي غوره لوبډلمشر دی.

نوموړي ویلي چې روهېټ شرما په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې د ممبيي لوبډلې په غوره رهبرۍ سره خپل جوهر څرګند کړ.

لکسمن وایي دا چې روهېټ شرما اوس د ویرات کولي مرستیال دی او کولي په نشتون کې لوبډله رهبري کوي، ښه پرېکړه ده، خو روهېټ شرما په یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلمشرۍ حېرانوونکې وړتیاوې لري.

Greg Chappell took Indian cricket backwards: VVS Laxman | Cricket News |  Zee News

روهېټ شرما او لوبډلمشري

شرما د هندوستان اوپنر توپوهونکی دی نوموړي په ۲۰۱۸ کال اسیا جام کې چې پنځوس اوریز ترسره شو، روهېټ شرما د ویرات کولي په نشتون کې د هندوستان لوبډله مثبته رهبري کړه.

هغه د هندوستان لوبډله تر اتلولۍ ورسوله او د جام یې د هندوستان ملت ته ورډالۍ کړ.

شرما چې ۳۳ کاله عمر لري، په ۲۰۰۷ کې یې د هندوستان لپاره یو ورځنۍ لوبې پیل کړي دي، ده ټولې ۲۲۴ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۹ زره ۱۱۵ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۲۶۴ دي.

۲۹ یې سلیزې، ۴۳ یې پنځوسیزې وهلي او درې ځلې یې غبرګې سلیزې جوړې کړي دي.

بل پلو ویرات کولي ۳۲ کاله عمر لري او ۲۵۱ یو ورځنۍ لوبې یې کړي دي.

ده په دغو لوبو کې ۱۲ زره او ۴۰ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۸۳ دي، غبرګه سلیزه نه لري، ۴۳ سلیزې او ۶۰ یې پنځوسیزې وهلي دي.

ویرات کولي په نړیوال جام کې هغه لوبډلمشرۍ کې لوبډله بریالۍ نشوه کړای، چې لوبډله تر پایلوبې ورسوي او په نیمه پایلوبه کې یې له نیوزیلېنډ څخه ماته وخوړه او د هندوستان لوبډله له سیالیو بهرشوه.

په نړیوال پنځوس اوریز جام   کې روهېټ شرما یواځینی توپوهونکی و، چې زیاتې منډې یې کړې وې.

India couldn't show required discipline against New Zealand: VVS Laxman |  Cricket News – India TV

د انګلستان پخواني لوبډلمشر، هارډېک پانډیا د هندوستان راتلونکی ستوری بللی دی

د انګلستان پخوانی لوبډلمشر مېچل وافن وایي، له ډوني او ویرات کولي وروسته به د هندوستان لپاره هارډېک پانډیا ستر کرکټ ستوری وي.

هغه دا څرګندونې وروسته له  هغې کړي، چې پانډیا په یو ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو کې د اسټرالیا پر وړاندې خپل لوبییز ځواک جوت کړ.

په دویمه شل اوریزه لوبه کې یې په ۲۲ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او وروستي اوور کې یې له ډانېشل سېمز څخه ۱۳ منډې واخیستې او د دوه شل اوریزو لوبو په ګټلو سره یې سیریز په خپل نوم کړ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ