اپریل 12, 2021

د منډو جوړولو ماشین سږ کال هیڅ سلیزه نه ده وهلې

Advertisements

د هندۍ لوبډلې اوسني لوبډلمشر او د یادې لوبډلې ون ډاون توپوهونکي په ۲۰۲۰ کې هیڅ سلیزه نه ده وهلې.
ویرات کولي چې د رنز یا منډو جوړولو ماشین او ځیرک توپوهونکي په توګه نړۍ کې پېژندل شوی، د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یې په یو ورځنیو لوبو کې هیڅ سلیزه نه ده وهلې او بې سلیزې پاتې شوی دی.
نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې هم هیڅ سلیزه نه وه وهلې.

په کلونو کې د ویرات کولي سلیزې

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې  ۲۰۰۸ کې د نولس په لوبډله کې هم سلیزه نه ده وهلې، ۲۰۰۹ کې یې یوه سلیزه ووهله او دا یې د کرکټ نړیوال کېرېئر کې لومړۍ سلیزه وه، چې مینوال یې پرې خوښ کړل.
۲۰۱۰ کې یې ۳ سلیزې جوړې کړې او کرار، کرار د سلیزو جوړولو ته چمتو شو.

۲۰۱۱ کې یې په یو ورځنیو لوبو کې ۴ سلیزې ووهلې، ۲۰۱۲ کې یې ۵ سلیزې جوړې کړې، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونوکې څلور، څلور، ۲۰۱۵ کې دوه، ۲۰۱۶ کې درې، ۲۰۱۷ کې ۶ سلیزې، ۲۰۱۹ کې ۵ سلیزې او ۲۰۲۰ کې یې هیڅ سلیزه نه ده وهلې.
د ده لپاره په سلیزو وهلو کې تر ټولو بریالی کال ۲۰۱۷ و، چې ۶ سلیزې یې پکې وهلې او خپل کلاس کرکټ یې خلکو ته ور ننداره کړی دی.
۲۰۲۰ کې د ویرات کولي د سلیزو نشتون، ښایي د کرونا ویروس اغېز وي، چې لوبې یې کمې کړي او ډېر نه دی لوبېدلی دی.

د ویرات کولي لوبې

هغه په ۲۰۱۱ کې د ویسټ انډیز خلاف د ټېسټ لوبو پیل کړی دی، په دې لوبو کې یې ۲۷ سلیزې وهلي، چې ۷ پکې غبرګې سلیزې شاملې دي او د پنځوسیزو شمېر یې ۲۲ ته رسېږي، ۲۲ یې شپږیزې وهلي او ۸۱۱ یې څلوریزې وهلې دي.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۸ کې د سریلانکا پر وړاندې کړی دی، یادو لوبوکې یې ۴۳ سلیزې، ۶۰ پنځوسیزې، ۱۲۵ شپږیزې او ۱۱۳۰ څلوریزې وهلي دي.
۸۲ شل اوریزو لوبو کې یې کومه سلیزه نه ده وهلې، لوړې منډې یې ۹۴ دي، ۷۶ شپږیزې او ۲۵۹ یې څلوریزې جوړې کړي دي.
په آی پي اېل کې یې ۱۹۲ لوبو کړي، ۵ سلیزې او ۳۹ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي، ۵۰۳ یې څلوریزې او ۲۰۱ یې شپږیزې وهلي دي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي