Advertisements
سپورټ سینما او موسیقي نړیوال کرکټ

انوشکا شرما: زیات دلایل دي،چې زه په ویرات کوهلي ویاړم

لیکنه: بهار سمسور

د هندي سینما وتلې ستورې اداکاره د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي میرمن انوشکا شرما وایي، زیات دلایل موجود دي،چې زه باید په خپل خاوند وویاړم.
د یوې ورزشي ادارې له خوا په جوړوشویو مراسمو کې هندي کریکټ لوبډلمشر ویرات کوهلي او انوشکا شرما ګډون کړی و،په دې مراسمو کې ویرات کوهلي هم ویلي و،چې د خپلې میرمنې سره خوښ دی او ژوند یې په ښه ډول سره روان دی،خو انوشکا شرما هم وویل؛ دي په دې ویاړي، چې ویرات کوهلي یې د ژوند ملګری دی:
“زه نن په ویاړ سره وایم،چې نن زما لپاره غوره ورځ ده، کوهلي نن د سپورټس ادارې له خوا ستایل کیږي. ویرات کوهلي څو دلایلو سره زما لپاره ویاړ دی.”

62960378.cms.jpg
هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي چې د دې سپورټس ادارې له خوا ورته جایزه ورکړل شوه وویل:

“زه خوشال یم،چې هندوستان کې د سپورټس کلتور وده کړې او د دې لپاره هر څوک باید کار وکړي،څو موږ نوي استعدادونه وروزو او خپل ورزش ته وده ورکړو.”

هندوستان چې په لویه کچه ورزش پکې پر مخ روان دی د کریکټ لوبې تر څنګ د فوټبال او نورو لوبو لوبغاړي هم د دا ډول ورزشي اداراتو له خوا ستایل کیږي،خو تېره جمعه ورځ د واریوز سپورټس ادارې له خوا ویرات کوهلي،سانیا میرزا،ظهیر خان،اجینکیا راهاني، یوراج سېنګ،سمارتي مانهانا او نیراج چوپړا ته جایزې ورکړل شوې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی