ویرات کوهلي غواړي چې تر ای پي اېل مخکې نړیوال جام ته لوبډله اعلان شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه : بهار سمسور

هندی لوبډل مشر ویرات کوهلي وايي ای پي اېل د لنډ فارمټ شل اوریزه لوبې دي، خو د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریزه لوبې په مخکې لرو، باید کورنۍ د کم اورونو لوبې د نړیوال جام لپاره لوبډلې ته مخکې نه کړای شي.

کوهلي زیاتوي:

«دا سمه ده چې یو یا دوه هغه لوبغاړي چې باید په نړیوال جام کې د هند په لوبډله کې وي خو په ای پې اېل کې ونه ځلیږي دا په دې معنا نه ده چې هغوی دې بیا له لوبډلې لرې کړل شي.»

د هغه په وینا؛ دلته د لوبډلې توازن، چپ او ښی لاس او هم د لوبغاړي تجربه او مخکې کارکردګي مهم ټکي دي.

6r79b838 ms dhoni kedar jadhav ویرات کوهلي غواړي چې تر ای پي اېل مخکې نړیوال جام ته لوبډله اعلان شي

ویرات کوهلي دا خبرې د اسټرالیا خلاف د دوه شل اوریزه لوبو له بایللو وروسته خبریالانو ته کړي دي.

د اسټرالیا خلاف په شل اوریزه لوبو کې له دوه ماتو او سیریز بایللو وروسته نوموړي ویلي، دا لنډ سیریز و او په لنډ وخت کې تر سره شو،اسټرالیا تر موږ ښه کریکټ وکړ ځکه هغوی بریالي شول.

دی زیاتوي؛ دا دوه لوبې وې ، له ماتو وروسته ښه لوبډله هغه ده چې بېرته ښه راتګ وکړي.

«موږ به نړیوال جام ته د ورتګ او د ګټې پیل د یوه ورځنیو لوبو له سیریز وکړو.»

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.