Advertisements
افغانستان اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه سیاست

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کوچیانو ته ۳۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي

د کوچیانو د  ژوند په اړه  ختیځ پیژیدونکی کلاوس فردیناند  لیکي، چې  ډیر کوچیان خپل ژوند د پسونو او اوزو په ساتلو تیروي او اوښ د بار وړلو لپاره کاروي، د خپلو مالونو د څرولو لپاره موسمي کوچونه کوي، د نوروز په وخت کې د افغانستان له خیتځو سیمو او سند سیند له شنو جلګو د ختیځ لوړو سیمو او مرکزي افغانستان پر لوري سړو سیمو ته کوچیږي. په غالب ګومان کوچیان هرکال په عمودي ډول له پنځو تر شپږو کیلو مترو واټن په دوو یا دریو میاشتو کې وهي.

د څړځایونه د کوچیانو دودیز حق ګڼل کیږي چې پخوانیو دولتونو هم تایدیه فرمان ورکړی دی دا حقونه په قبیلوي بڼه سپارل کېدل.

کوچیان خپلې رمي ډیروي او له خپلو مالونو شیدې، وړۍ، وزغنې، غوښه، پوستکي او سره تر لاسه کوي په دې کې ارزښتناک توکی شیدې دي چې ماسته، کوچ، غوړي، پنیر، شړومبې، کورت او نور جوړوي، چې کوچیان یې خوري او کله کله یې له ژوندیو څارویو سره پلوري په بدل کې یې غنم او جوار اخلي.

کوچیان چې تر ډيره په غرنیزو  او لېرې پرتو سېمو کې میشت دي، د څلوښت کلن بحران او په وروستیو ناامنیو کې یې پخواني دودیز سیسټم ګنې ستونزې ولیدې او د دوی ژوند یې سخت وګواښه په اوس کې کوچیان د   ژوند له ګڼو اسانتیاوو ، لکه روغتیایي خدمتونو، برېښنا، د څښاک صحي اوبو او  زده کړو ته لاسرسي نه لري او د دې ترڅنګ یې  د مالدارۍ پخواني یوازیني د ګټې وټې وسیله تېرې وچکالۍ، موسمي ناروغیو، لوږې او د مناسبو څړ ځایونو نشتون سخته ځپلې  او  د ګرځنده کوچیانو ژوند یې تریخ کړی دی ، په ورستیو کې د افغانستان د اقتصاد وزارت راپور خپور کړو، چې  ۸۹ ٪  سلنه کوچیان بې وزلي دي.

 دې ستونزو ته په کتو افغان حکومت د کوچیانو د ژوند ښه کولو لپاره لستوڼي بډوهلي او تر ۲۰۲۲ م کاله یې ورته ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړې دي، چې د کوچیانو د پرمختیا پروګرام د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د  ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې به ولګول شي او موخه يې د هېواد په کچه ګرځنده او نیمه ګرځنده کوچیانو ته د پرمختیايي شوراګانو جوړول او د دې شوراګانو له لارې په څلورو سکتورونو کې (د څښاک پاکې اوبه، برېښنا، اوبه رسونه او ترانسپورت) د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول دي. یاد پروګرام د جمهور رئیس د هدایت سره سم په لاندې څو پړاونو کې ډیزاین او پلي کېدو ته چمتو شو:

  • په لومړي سر کې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې د هېواد د ټولو کوچیانو له استازو  سره د یوه ورځنی ورکشاپ په ترڅ کې ناسته ترسره شوه چې پکې د هېواد په کچه د کوچیانو د ډولونو، د کوچیانو د تګ راتګ د لارو او هغو خدمتونو ته چې اړتیا لري بحث وشو او د یوې عمومي کړنلارې په موخه ترې مالومات را ټول شول.
  • همداشان د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په جریان کې د کوچیانو د برخې مسؤلینو د هېواد ۶ زونونو ته سفر درلود چې د دې سفر په لړ کې د کوچیانو له سرخیلانو او مشرانو سره د دوی د ژوند په بېلابیلو اړخونو او داچې کوچیانو په یادو زونونو کې چېرته ژوند کوي بحثونه وشول او اړین معلومات راټول شول.
  • د دې ترڅنګ د کوچیانو د پراختیا پروګرام لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په درې کلنې ستراتيژۍ  ۲۰۱۸-۲۰۲۲ باندې کار وشو چې د کوچیانو ټولې ستونزې، ننګوونې او حللارې په کې نښه شوي او اوسمهال د تطبیق په حالت کې ده.
  • سر بېره پر دې د تېرکال د ثور د میاشتې په ۱۰ مه په ارګ کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د کوچیانو پراختیا ملي کنفرانس وه چې پکې د هېواد جمهور رئيس په ګډون، ګڼو وزیرانو او د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د کوچیانو استازو ګډون کړی و چې پکې د کوچیانو پر ستونزو او غوښتنو خبرې وشوې او ترڅنګ يې د کوچیانو د پراختیا پروګرام په اړه معلومات وړاندې شول. سربېره پر په دې پروګرام کې ټولو اړونده وزارتونو او اداراتو د کوچیانو اړوند پروګرامونه د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د دې ټولو مالوماتو د راټولو په پایله کې د کوچیانو د پراختیا پروګرام لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت درې کلنې  ستراتيژۍ  ۲۰۱۸- ۲۰۲۲یوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړې ده چې د کوچیانو روغتیايي ستونزې، د بریښنا نشتوالی، څاروي پالنه، د پاکو اوبو ستونزه، ټرانسپورټ او د کوچیاني ژوند نور اړخونه په کې نغښتي دي، وزارت ته  اوس اسانه شوې چې څنګه د کوچیانو د پرمختګ څرخ وڅرخوي  اوسمهال یاده کړنلاره د تطبیق په حالت کې ده.

اوسمهال د کوچیانو د پراختیا پروګرام د هېواد په ۳۲ ولایاتو کې د پلي کېدو په جریان کې دی چې تر دې دمه د هېواد ګرځنده او نیمه ګرځنده کوچیانو ته ګڼ شمېر پرمختیايي شوراګانې جوړې شوي دي .

دا مهال په ۳۲ ولایتونو کې د کوچیانو لپاره ۹۰۲ پرمختیايي شوراګانې پلان شوې دي د ۴۴۷ پرمختیايي شوراګانو ټاکنې تر سره شوي، له دې ټولګې د ۳۹۴ شوراګانو پرمختیايي پلانونه بشپړ شوي او د ۶۸ شوراګانو لپاره فرعي پروژې ډیزاین شوې دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل