د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کوچیانو لپاره څه کوي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د اقتصاد وزارت د شمیرو له مخه ۸۹ ٪ کوچیان بې وزلي دي.

کوچیان سربیره پر بې وزلۍ له راز، راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي اړین روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه نه لري، د ماشومانو لپاره یې ښوونځي نه دي جوړ شوي، د څړځایونو پر اړه یې ستونزې راټوکیدلي، د تګ راتګ لارې یې ماینونه لري، تر ډیره یې څاروي نه واکسنیږي، د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، وچکالۍ یې پر ژوند او څارویو ناوړه اغیزه کړې دا او داسې نورې ستونزې شته چې د ګرځنده کوچیانو ژوند یې تریخ کړی دی. دې ستونزو ته په کتو افغان حکومت د کوچیانو د ژوند ښه کولو لپاره لستوڼي بډوهلي او تر ۲۰۲۲ م کاله یې ورته ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړې دي  چې د ایلبندونوله پرمختیايي شوراګانو سره په همغږۍ لګول کیږي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا د کوچیانو د پرمختیا پروګرام د همدې موخې لپاره پیل شوی دی.

د کوچیانو د پرمختیا پروګرام د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې فرعي پروګرام دی چې موخه يې د هېواد په کچه ګرځنده او نیمه ګرځنده کوچیانو ته د پرمختیايي شوراګانو جوړول او د دې شوراګانو له لارې په څلورو سکتورونو کې (د څښاک پاکې اوبه، برېښنا، اوبه رسونه او ترانسپورت) د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول دي. یاد پروګرام د جمهور رئیس د هدایت سره سم په لاندې څو پړاونو کې ډیزاین او پلي کېدو ته چمتو شو:

  • په لومړي سر کې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې د هېواد له ټولو کوچیانو سره د یوه ورځنی ورکشاپ په ترڅ کې ناسته ترسره شوه چې پکې د هېواد په کچه د کوچیانو د ډولونو، د کوچیانو د تګ راتګ د لارو او هغو خدمتونو ته چې اړتیا لري بحث وشو.
  • همداشان د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په جریان کې د کوچیانو د برخې مسؤلینو د هېواد ۶ زونونو ته سفر درلود چې د دې سفر په لړ کې د کوچیانو له سرخیلانو او مشرانو سره د دوی د ژوند په بېلابیلو اړخونو او داچې کوچیان په یادو زونونو کې چېرته ژوند کوي بحثونه وشول او اړین معلومات راټول شول.
  • د دې ترڅنګ د کوچیانو د پراختیا پروګرام لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په درې کلنې تګلارې ۲۰۱۸-۲۰۲۲ باندې کار وشو چې د بشپړېدو وروسته اوسمهال د تطبیق په حالت کې ده.
  • سر بېره پر دې دوه کلونه مخکې د ثور د میاشتې په ۱۰ مه په ارګ کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د کوچیانو پراختیا ملي کنفرانس وه چې پکې د هېواد جمهور رئيس په ګډون، ګڼو وزیرانو او د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د کوچیانو استازو ګډون کړی و چې پکې د کوچیانو پر ستونزو او غوښتنو خبرې وشوې او ترڅنګ يې د کوچیانو د پراختیا پروګرام په اړه معلومات وړاندې شول. سربېره پر په دې پروګرام کې ټولو اړونده وزارتونو او اداراتو د کوچیانو اړوند پروګرامونه د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړل.

نام‌گذاری 9 حوت به روز ملی کوچیان/ اختصاص دو شهرک برای کوچی‌ها در مزارشریف  و کابل |

اوسمهال د کوچیانو د پراختیا پروګرام د هېواد په ۳۲ ولایاتو کې د پلي کېدو په جریان کې دی چې تر دې دمه د هېواد ګرځنده او نیمه ګرځنده کوچیانو ته ګڼ شمېر پرمختیايي شوراګانې جوړې شوي دي .

دا مهال په ۳۲ ولایتونو کې د کوچیانو لپاره ۹۰۲ پرمختیايي شوراګانې پلان شوې دي د څه باندې ۴۴۷ پرمختیايي شوراګانو ټاکنې تر سره شوي، له دې ټولګې د څه باندې ۳۹۴ شوراګانو پرمختیايي پلانونه بشپړ شوي او د ۶۸ شوراګانو لپاره فرعي پروژې ډیزاین شوې دي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د ټرانسپورټ، د څښاک د پاکو اوبو او د اوبه خور د اوبو د چمتو کولو په برخو کې د کوچیانو د هوساینې په موخه ۱۳۶ پروژې پیل کړې دي او اوسمهال یې عملآ کارونه روان دي چې څه باندې ۸۵ زره کوچیانو ترې ګټه پورته کړې ده، په دې پروژو ۲.۵ میلیونه ډالره لګښت کیږي باید ووایو چې دې پروژو د کوچیانو لپاره څه باندې ۱۷۱ زره کاري ورځې هم رامنځ ته کړې دي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کوچیانو لپاره ۳۹۹ پروژې په پام کې نیول شوي

چې دا هم د ټرانسپورټ، د پاکو اوبو او د اوبه خور د اوبو د چمتو کولو په برخو کې دي چې څه باندې ۲۱۴ زره کوچیان به ترې ګټه واخلي په دې سره به څه باندې ۲۴۸ زره کاري ورځې رامنځ ته شي، دا پروژې پرته له نورستان او پنجشیر څخه په نورو ټولو یانې ۳۲ ولایتونو کې پلې کیږي.

ټولې پلې کیدونکې پروژې د کوچیانو د غوښتنو په اساس ډیزاین شوي دي چې ډیری یې د پاکو اوبو رسونې پروژی دي چې د روانې وچکالۍ پر مهال به یې ګټور اغیز ډیر وي.

ختیځ پیژیدونکی کلاوس فردیناند د کوچیانو د ژوندانه په اړه لیکي ډیر کوچیان خپل ژوند د پسونو او اوزو په ساتلو تیروي او اوښ د بار وړلو لپاره کاروي، د خپلو مالونو د څرولو لپاره موسمي کوچونه کوي، د نوروز په وخت کې د افغانستان له خیتځو سیمو او سند سیند له شنو جلګو د ختیځ لوړو سیمو او مرکزي افغانستان پر لوري سړو سیمو ته کوچیږي. په غالب ګومان کوچیان هرکال په عمودي ډول له پنځو تر شپږو کیلو مترو واټن په دوو یا دریو میاشتو کې وهي، دوی په پښو روان وي یوازې بوډاګان او ماشومان پر اوښانو سپروي.

یو شمیر شتمن کوچیان اسونه لري او ځینې یې بیا ګاډي لري ، دوی هر کال د ایلبندونو او کلیو تر منځ په لار کې دوه یا درې اونۍ دمه کوي. خو په مني کې کولای شي په ریبل شویو پټیو کې له یوې تر دوو میاشتو پاتې شي او خپلې رمې په کې وڅروي ددې کار ګټه داوي چې پټیو ته حیواني سره ورکوي.

کوچیان او ځايي وسیدونکي په ډیرو برخو کې سره دوه اړخیزې اړیکې لري د بیلګې په ډول په ژمي کې کوچیان د ځايي اوسیدونکو لپاره لرګي راوړي او د لیږد رالیږد چارې ورته تر سره کوي، کوچیان یې په بدل کې غنم، جوار او د خپلو څارویو لپاره بوس او واښه تر لاسه کوي.

کوچیان د کوچ پر مهال له ځانونو سره یوازې رمه بیايي او مخور هغه یې خپلې کیږدۍ او نور وسایل د کلي له کروندګرو سره امانت ږدي. بل پلو څړځایونه د کوچیانو دودیز حق ګڼل کیږي چې پخوانیو دولتونو هم تایدیه فرمان ورکړی دی دا حقونه په قبیلوي بڼه سپارل کیږي که بله قبیله یې کاروي باید له لومړۍ قبیلې اجازه واخلي او کله کله خو ترې په بدل کې پیسې هم اخلي. پر همدې بنسټ هر کال معلومو څړځایونو ته هم معلوم خلک ورځي  د تیرې پیړۍ له سندونو جوتیږي چې په افغانستان او پاکستان کې په ژمنیو څړځایونو کې هم ورته دود موجود و چې په یوه معلوم څړځای کې به یې څپرې وهلې وې.

سربیره پر دې د ژمې او اوړي د کوچونو لپاره ټاکلې لارې هم معلومي دي چې هر کال به پرې تلل راتلل او که بلې لارې ته به واوړیدل د نورو کوچیانو له غبرګون سره مخامخیدل دې لارو ته به یې ایل لارې ویلې. د جګړو یوه بیلګه داده چې پخوا به د سلیمان غره د لارو پر سر د احمدزیو او وزیرو تر منځ شخړې پیښیدې. خو اوس داسې ښکاري چې ټول کوچیان او هستوګن خلک بې توپیره ټولې لارې کاروي او لامل یې دادی چې دوی په پسرلي کې سهار مهال په دومره بیړه کوچیږي چې کله کله ان د خپلو څارویو د لوشلو لپاره هم وخت نه پیدا کوي.

کوچیان خپلې رمي ډیروي او له خپلو مالونو شیدې، وړۍ، وزغنې، غوښه، پوستکي او سره تر لاسه کوي په دې کې ارزښتناک توکی شیدې دي چې ماسته، کوچ، غوړي، پنیر، شړومبې، کورت او نور جوړوي، چې کوچیان یې خوري او کله کله یې له ژوندیو څارویو سره پلوري په بدل کې یې غنم او جوار اخلي او ډوډۍ ترې پخوي، ډوډۍ ددوی د خوراک مهیم او اساسي توکی دی.

کوچیان په کارپوهه کسبګرو باندې متکي دي دوی یو ډول اوبدل شوي جوالونه چې له څنیو جوړیږي د خپلو سامانونو د لیږد رالیږد لپاره کاروي چې د پښتنو وردګ، اکاخیل، او د مومندو یوه قبیله یې اوبي.

CCNPP on Twitter: "#انتخابات شورای انکشافی ایلبند #کوچیان در ولایت #بلخ  برگزار شد.… "

کوچیان ځینې توکي لکه د اوښ قیضه، د کیږدیو میخونه، همدا راز فلزي، لرګین او خټین لوښي د اسپ زین، ټوکر او سینګار توکي له ښارونو او د کلیو له کسبګرو اخلي، او ځینې توکي لکه لیمڅي، وړینې کیږدۍ، ژي، وړینې رسۍ او د څاریو پاکې شوې څرمنې چې د غوړیو اوبو او د شړومبو غړکې ترې جوړیږي په خپله تولیدوي.

د کیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سره بیره د ایلبندونو په شوراګانو د کوچیانو د پرمختګ لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړې ده چې د کوچیانو روغتیايي ستونزې، د بریښنا نشتوالی، څاروي پالنه، د پاکو اوبو ستونزه، ټرانسپورټ او د کوچیاني ژوند نور اړخونه په کې نغښتي دي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت اوس اسانه شوې چې څنګه د کوچیانو د پرمختګ څرخ وڅرخوي.