هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

کنګنا وايي هیڅکله به له شاه روخان سره یو ځای فلم کې کار ونه کړي

د بالیوډ سینما په ځوانو ښځینه اکټریسانو کې کنګنا راناوټ یو په زړه پورې شخصیت لري. هغه په هره مرکه د هندي سینما په اړه داسې خبرې کوي چې تر اونیو اونیو پرې هندي رسنۍ اخته وي.

په خپلې یوې وروستۍ مرکې دې سینمايي ستورې ویلي” دا بیخي ډاډمنه ده چې له شاه روخان سره به هیڅ کله په یو فلم کې کار ونه کړي. “

خو په داسې حال کې چې د بالیوډ له وتلي ستوري شاروخ خان سره د کار کولو لپاره ګڼې ښځینه اکټریسانې لېواله دي د کنګنا دې خبرې د هغې تلویزوني شو چلونکې چې له کنګنا سره مرکه کوله حیران کړ. او ویې ویل” حیرانونکې ده “

خو کنګنا یې د حیرانتیا تر اغیز لاندې رانغله او هغه ځواب یې چې ووایه تر ډیره منطقي دي.

له نوموړې وپوښتل شول چې که چیرې په بالیوډ کې له خانانو سره یو ځای کار ونه کړي ښايي د پرمختګ ډیر چانسونه له لاسه ورکړي؟

کنګنا چې درې ځلې یې د هند د سینما ملي ایوارډ ګټلي له خانانو سره یو ځای په فلمونو کې د کار نه کولو د پالیسۍ پر توضیح کې وویل:

” په حقیقت کې له خانانو سره په ګډو فلمونو کې کار کول په سینما کې د یوې ښځې اکټریسې د پرمختګ سبب کیږي نه. په حقیقت ددې برعکس ده.“

کنګنا زیاته کړه ” له خانانو لکه شاروخان، سلمان خان، عامر خان او نورو سره کار کول به ما کوم ځای ته ورسوي؟ ایا تر هغه څه به ډیر شهرت راکړي چې اوس یې لرم؟ هیڅ پرمختګ نه شي راکولی. کومه بریا به راکړي چې تر اوسه مې نه ده ترلاسه کړې؟ زه خو ان یو څه هم په کې نه ګورم …که ته یې ګورې راته یې ووایه.“

نوموړې همدرانګه روښانه کړه چې څنګه د خانانو د فلمونو په ټولو اړخونو خپله د بالیوډ خانان قابض وي خو دا غواړي چې خپل یو شناخت ولري.

کنګنا په دې مرکې کې ویلي، زه شهرت لرم، مینوال مې موندلي تر دې وړاندې تګ لپاره باید زه پرمختګ وکړم او دا پرمختګ د خانانو سره په فلمونو کې ځکه ممکن نه دي چې په هغې فلمونو کې هر څه د خانانو تر سیوري لاندې وي.

نوموړې وايي ”د بالیوډ د خانانو د فلمونو اتلان هغوی خپله دی او که چیرې ورسره زه شریک کار کوم نو یوازې د هغوی له شهرت سره مرسته کوم. که یو فلم داسې وي چې ماته خپل شناخت راکوي او زه یې پر ځای د خانانو په سیوري کې کار کول غوره بولم دا به یو ساده توب وي . “

 

خو ایا دا په دې معنی ده چې کنګنا له خانانو سره ورانه ده.

کنګنا وايي،” نه عامر خان مهربانه دی چې پر خپل فلم یې ما سره بحث وکړ. شاه روخان هم ډیر لوی سینمايي ستوری دی او زه یې یوه کلکه مینواله یم. خو له خانانو سره د کار نه کولو ستراتیژي زما مسلکي کړنلاره ده. “

د کنګنا تازه او سینما ته نوری راغلی فلم رنګون دی چې نوموړې په کې له شاهد کپور سره ګډ کار کړی دی. البته دا فلم هم بې خانه نه دی او سیف علي خان په کې مهم رول لري.

نوموړې څو ورځې مخکې هندي فلم جوړونکي کرن جوهر باندې هم تور پوری کړی و چې په سینما کې خپلوي پالنه کوي او استعدادونو پسې نه ګرځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */