د کلکتې او حيدراباد د لوبغاړو پرتله،راشد د رسل په وړاندې

د هندوستان پريمرليګ په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د سنرايزر حيدر اباد او کلکتې نائټ رايډرز لوبډلو لوبه ده.

تر اوسه پدې ليګ کې دوې لوبې ترسره سوي چې لومړۍ بنګلور د ممبی څخه وګټله او دويمه ډهلي د چنای څخه وګټله.

په سنرايزر حيدراباد لوبډله کې ۳ افغان لوبغاړي دي خو دا نده مالومه چې محمدنبي يا مجيب الرحمن ته به په ننۍ لوبه کې چانس ورکړل سي که يا.

حيدراباد د کلکتې سره ۱۹ لوبې کړي ،۷ يې ګټلي او ۱۲ يې بايللي دي.

راسئ پدې پوه سو چې نن کوم لوبغاړې يو دبل سيالان دي او پدې جګړه کې به څوک بريا ترلاسه کوي.

۱ـ ډېويډ وارنر د پټ کمينز په وړاندې

د اسټراليايانو جګړه به د نن ماښام يو کليدي رول ولري او پر لوبه به مستقيم اغېز ولري.

تېر کال موږ وليدله چې وارنر په لومړنيو لوبو کې خورا ارام او په طبيعت لوبه کوله خو په دويمه نيمايي کې يې بريدګره لوبه پيل کړه،تر لوکيش راهول او شيکر داون وروسته دريم ډېرې منډې کوونکی وو،دا ځل هم د حيدر اباد مينوال د وارنر څخه هيله لري چې طبيعي لوبه ترسره کړي ، څلوريزې او شپږیزې دې وهي.

پټ کمينز خپل اوسط په ای پي ايل کې ساتلی ،که په توپوهنه کې نه وي په توپ اچوونه کې نتيجه ورکوي او کله کله بيا په دواړو برخو کې د مقابلي لوبډلې سر خوږی جوړ سي.

نوموړي په ۱۴ لوبو کې ۱۲ ويکټې اخيستي ،نن به ځان و ازمايي چې د نړۍ د يو غوره او تخنيکي توپوهونکې په وړاندې څنګه لوبه ترسره کوي.

۲ـ انډري رسل د راشد خان په وړاندې

رسل مجبور دی چې د تېر کال ناهيلي مينوال سږکال بيرته را ويښ کړي او يو ځل بيا د خپلو عضلو ننداره وړاندې کړي.

نوموړي تېر کال په ۱۰ لوبو کې يوازې ۱۱۷ منډې وکړې او ۷ ويکټې يې ترلاسه کړې ، خو دده څخه ډېره توقع کېدله.

سږکال په تمريناتو کې د کلکتې لپاره ښه ثابت سویدی خو د راشد خان په وړاندې د رسل جګړه به دمينوالو لپاره جالبه وي او ګوري به چې رسل به څنګه د راشدخان څخه ځان بچ کوي.

راشدخان بيا د بې مثاله توپ اچوونې ترڅنګ د توجه توپوهنه هم کوي او هرچا منلی دی.

تېرکال يې د حيدراباد لپاره ۲۰ ويکټې ترلاسه کړې او غوره اقتصادي توپ اچوونه يې ترسره کړه.

نن شپه به وګورو چې راشد به په خپلې وړتيا سره لوبې ته څومره خوند او بدلون ورکوي.

۳ـ کين ويليمسن د ويرن چکرورتي په وړاندې

ويرن چکروتي تېرکال د مينوالو ترڅنګ د هندوستان د کريکټ بورډ د غوراوي کمېټې توجه ځانته راجلب کړه او يو بريالی سېزن يې ترسره کړ.

دا ۲۹ کلن سپنر توپ اچوونکی به نن د نړۍ د غوره توپوهونکي کېن ويليمسن په وړاندې ځان و ازمايي.

ويليمسن تېرکال هيڅ ښه نه وو،کله به پر درېيم او کله به پر څلورم پوزيشن توپوهنې ته راتلی خو نتيجه يې ښه نه وه او تر ډېره يې لوبډله د خراب حالت څخه نسوای ايستلای.

نيوزلينډی لوبډلمشر به سږکال د تېر پړاو د غلطيو څخه په تجربه د يو نوي سېزن ازموينه ورکوي ، پداسي حال کې چې مينوال ترې لويه تمه لري.