سپورټ کرکټ

کلکتې د ۶۰ منډو په توپير راجستان ته ماته ورکړه

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د ای پي ايل ليګ په دوران کې کلکتې خپل ځان د جدول څلورم ځای ته ورسوی.

د لوبې پچه راجستان وګټله او کلکتې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کلکتې توپوهونکو په ۷ ويکټو سره ۱۹۱ منډې وکړې.

مورګن ۶۸، ټريپاتي ۳۹، شبمان ګېل ۳۶ او انډري رسل ۲۵ منډې وکړې.

د راجستان لپاره ټيواټيا ۳، ټياګي ۲ ،ارچر او ګوپال يوه يوه ويکټه واخيسته.

د ۱۹۲ منډو هدف لپاره بټلر ۳۵، ټيواټيا ۳۱، او ګوپال ۳۱ منډې وکړې.

د کلکتې لپاره کمينز ۴، نګرکوتي يوه، همدارنګه ويرن او ماوي دوې دوې ويکټه واخيسته.

کلکتې وکولای سوه چې په ۱۳۱ منډو کې د راجستان ټوله لوبډله راوګرځوي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه پټ کامينز ته ورکړل سوه.

راجستان،پنجاب او چينای خپلي ۱۴ لوبې پايته ورسولې او نور د مخته تګ چانس نلري.

ممبی دويم پړاو ته تللې خو ډهلي،بنګلور، حيدراباد او کلکته لاهم د څلور غورو لپاره جنګېږي.

نن ماښام شپږ نيمي بجې د ډهلي او بنګلور لوبه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ