د مجیب ځدران په شمول کینکز پنجاب ۹ لوبغاړي له ځان سره وساتل

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: عزیزالله عزیزي
د راتلوونکي ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سیالیو پړاو لپاره کینکز الیون پنجاب لوبډلې نهه لوبغاړي له ځان سره وساتل.
په ساتل شوو لوبغاړو کې افغان سپنر بالر مجیب ځدراڼ هم شامل دی.
AVewjqCmNq د مجیب ځدران په شمول کینکز پنجاب ۹ لوبغاړي له ځان سره وساتل
مجیب ځدراڼ په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې حیرانوونکي کارکردګۍ ترسره کړې وې، حتی تردې چې په ځینې توپ اچونې برخه کې به ترې هندي مشهوره سپنر بالر ریوي چندران اشوان هم د زده کولو مشورې ترې اخیستې.
د کینکز پنجاب لوبډلې د هغو لوبغاړو لیست چې ځان سره یې ساتلي او یا یې خوشي کړې دي، په تصویر کې یې کتلی شی.
20181115 183412 د مجیب ځدران په شمول کینکز پنجاب ۹ لوبغاړي له ځان سره وساتل
کینکز پنجاب یوازې د خپل یوه پخواني لوبغاړي منډیپ سینګ په سر له بنګلور لوبډلې سره سودا کړې ده او د مارک سټونیس په بدل کې یې اخیستی دی.

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.