ټولنیز ژوند

پاچا او شپون؛ له پنده ډکه کیسه

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یو پاچا د خپل سفر په لړ کې د شپانه له څنګه تېرېده، ګوري چې د میږو او پسونو رمه د شپانه په یوې اشارې سره درې ته پورته کېږي او دغه راز د هغه په یوې اشارې سره، د هغه سیند په لور راښکته کېږي، چې یادې درې ته نږدې و او د اړتیا وړ اوبو له څښلو وروسته د شپانه په بل غږ سره، خپل اصلي ځای ته بېرته ورګرځي.

پاچا د دې حالت په لیدو ډېر حیران شو او شپون یې ځان ته راوغوښته او له هغه څخه یې د دې نظم او ترتیب په اړه پوښتنه وکړه.
شپانه دا نظم د درې کړنو پوروړی وګاڼه!
۱ ـــ د شپانه مهارت.
۲ ـــ سمه روزنه.
۳ ـــ پر وخت سزا.

پاچا، چې د شپانه د خبرو تر اغېزې لاندې راغلی و، نو له هغه څخه یې پوښتنه وکړه، آیا کولای شې، په دې پوهې او ځیرکۍ سره، چې ته یې لرې، زما بې نظمه او بې ترتیبه هېواد ته دا ډول نظم او ترتیب ور وبښې؟

شپانه په ډېر جرائت سره وویل: هو ولې نه، خو په یو شرط، هغه دا چې باید په وزیرانو او پاچا باندې هم ماته د حکم او امر کولو واک راکړل شي.

پاچا د دې شرط په منلو سره شپون ښارته راوست، هغه ښار، چې د غلا، بډې اخیستلو، وژنې، خیانت، واسطه او وسیله او د فحشا پېښې پکې ډېرې زیاتې ترسترګو کېدې.

د شپانه په راتګ سره پاچا هغه ته د پاچاهۍ ټول واکونه ور وسپارل او خپله د ناظر په توګه په یوه ګوښه کې کېناست. شپانه د قانون او له هغه څخه د پیروۍ په اعلانولو، له وزیرانو سره کار پیل کړ.

په کار پوه او ځیرک شپانه د ښار ټولې بدمرغۍ او ناخوالې له ځان سره یاددښت کړې او هغه یې لومړیتوب بندي کړې او لومړۍ کړنه یې دا وه، چې له دولتي اداراتو څخه یې د غلا او بډې اخیستلو له منځه وړل پیل کړل.

د لومړي غله او بډې اخیستونکي په نیولو سره، جلاد ته یې امر وکړ، ترڅو لاسونه یې ور غوڅ کړي، په دې وخت کې جلاد ځان شپانه ته ور ورساوه، په غوږ کې یې ورو، ورته وویل، چې دا دواړه د وزیر د خپلوانو له جملې څخه دي، خو شپانه داسې کړنه ترسره کړه، چې ګویا د جلاد خبره یې هېڅ نه ده اورېدلې، په لوړ غږ یې وویل، چې جلاده! ومې ویل، چې لاسونه یې ور غوڅ کړه، په دې وخت کې د کابینې له وزیرانو څخه یوه وزیر، شپانه ته ځان ور ورساوه، ډېر په کراره او د عذر او زاریو په بڼه یې هغه ته په غوږ کې وویل، چې دا دواړه زما نږدې خپلوان دي او باید د خلاصون حکم یې صادر شي.

په دې حال کې شپانه په ډېرې غوسې او لوږ غږ سره چیغې کړې، اې جلاده! د غله لاس، د بډې اخیستونکي ګوته او د وزیر ژبه ور غوڅه کړه!

په بله ورځ شپانه یو قاتل ونیوه، چې یوه بوډۍ ښځه او درې ماشومان یې وژلي وو، ژر تر ژره یې د هغه د قصاص حکم صادر کړ، په دې لړ کې د کابینې یو بل وزیر د شپانه په غوږ وویل، چې نوموړی زما تره زوی دی. شپانه د ټولو وزیرانو، خلکو او پاچا په وړاندې، په ډېرې غوسې سره په جلاد باندې چیغې کړې او پرې امر یې وکړ، چې د قاتل سره ترې غوڅ کړي او دغه راز د ټولو په وړاندې وزیر سل دُرې ووهي.

بالاخره د ۵ ورځو په تېریدو د پاچا هېواد په ترټولو امن، خوندي، نېکمرغه او سوکاله هېواد باندې بدل شو، له دې وروسته پاچا له شپانه څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هغه په همدې ښار کې د پاچا په توګه پاتې شي او په خپله د هغې سیمې په لور لاړه، په کومه کې یې، چې له شپانه سره لیده کاته کړي وو او د شپانه د رمې د څرولو دنده یې پر غاړه واخیسته.

دلته له دې کیسې لوی هدف دا دی چې که غل، فاسد او بل قانون ماتونکی چې هر څوک وي مجازات شي، نو بیا به د پاچا، وزیر او هیڅ یو کس او خپلوان داسې ونه کړي او بلاخره به هغو خلکو ته به هم وخت ورنه کړي چې داسې نارواوو ته یې نیت درلود.
نو په همدې اساس اوس وخت کې اړتیا ده چې دا ډول خلک ونیول شي، بندیان شي او د قانون مطابق چلند ورسره مطلقهً وشي، نو هر څه ستونزه به حل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل