د ټرمپ پخوانی دښمن او اوسنی انډیوال؛ کیم جونګ اون راپیدا شو

د شمالي کوریا مشر چې له څه وخت راهیسې یې د بد حالت او ان مړینې اوازې خپریدې، اوس تازه ویل شوي چې ژوندی دی.
د شمالي کوریا ملي تلویزیون KCNA د جوړو شویو مراسمو انځورونه خپاره کړي او ویلي دي چې هغه ژوندی دی.
تلویزیون لیکي چې کیم په خپل لاس د کیمیاوي سرې د یوې لویې فابریکې د پرانیستو پټۍ پرې کړه او ترڅنګ یې د مزودور نړیواله ورځ چې پرون وه، ونمانځله.

نادرکه مشر

کیم جونګ اون له شا او خوا شلو ورځو راهیسې نادرکه وه، کله چې نوموړی ددې هیواد په مهمو مراسمو کې ونه لیدل شو، نو رسنیو خبره لا داسې ښکاره کړه چې کیم یا سخت بد وضعیت کې دی او یا هم مړ شوی دی.
کیم د شمالي کوریا د بنیاد ایښودونکي او دده د نیکه د زوکړې په مراسمو کې نه و لیدل شوی، چې دا د شمالي کوریا مقدمه او مهمه ورځ بلل کیږي.
د کیم په اړه بیلابیلې اوازې خپریدې، ځینو راپورونو کې ویل شوي ول چې ښاغلی اون د یوه توغندي په ازمویلو کې سخت ژوبل شوی او مړ شوی دی.

کیم له خپلې خور او نورو چارواکو سره پټۍ پریکوي – سی این این

نورو راپورونو کې ویل شوي چې نوموړی د لوړ فشار له امله له سخت حالت سره مخ شوی او نور نشته.
چین هغه مهال هم شمالي کوریا ته خپل یو روغتیايي پلاوی لیږلی و چې وګوري کیم کوم حالت کې دی، ترڅنګ د چین څارګرو ادارو هم ویلي ول چې د کیم په اړه راپورونه ناسم دي او هغه ژوندی دی.
څه وخت وړاندې د یوه افریقايي هیواد ولسمشر ته د کیم د دولت له لورې د مبارکۍ پيغام لیږل شوی و، چې بیا هم خلکو باور نه کاوه، ځکه کیم هیڅ نه و راڅرګند شوی.

د ټرمپ دښمن او انډیوال

کیم جونګ اون ۳۶ کلن دی چې له امریکا سره د سخت ټکر او رسنیزې جګړې له امله هم مشهور شوی دی. کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته ورسید لومړیو کې یې اون ته ګواښونه کول او دواړو مشرانو سره په رسنیو کې له یوه بل سره تود جنګ روان کړی و، خو څه وخت وروسته دا هر څه بدل شول او دواړو مشرانو سره ولیدل چې تر اوسه ټرمپ کله کله له اون سره خپلې اړیکې ښې بولي او ان همدا څو ورځې مخکې چې د اون د مرګ خبرونه ښکته پورته کیدل، ټرمپ یو ځل وویل چې هغه ژوندی دی او ژر به یې ده ته یو زرین لیک ورسیږي.
له دې وروسته بیا ټرمپ خبریالانو ته د هغه په اړه پوښتنو ځواب کې وویل چې د کیم په اړه څه نه شي ویلي.
له دې وروسته به ولیدل شي چې که ددغه هیواد د ملي تلویزیون انځورونه تازه او کیم ژوندی وي، خپله اون به دده په اړه اوازو ته کوم غبرګون ښيي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ