سرسکالو سیاست له نړۍ

کیم جون اون د شمالي کوریا له خلکو بښنه وغوښتله

راپور: نسیمه محمدي

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون د دغه هېواد وروستي نظامي پرېد په جریان کې چې د براعظم ویشتونکو راکټونو د نندارې سره له دوه کلونو وروسته یو ځای شول، په خپله وینا کې د بښنې غوښتنې احساس وکړ، چې ویې نکړای شول، د شمالي کوریا د اوسېدونکو ژوند ته پرمختګ ورکړي.

د اېسنا څخه په حواله، کیم جون اون د شمالي کوریا مشر د شنبې په ورځ د اکټوبر لسمه د کارګرو د حاکم ګوند د ۷۵مې کليزې په مناسبت جوړ شوې غونډې ته حاضر شو.

د نظامي پرېد په جریان کې، د شمالي کوریا نوي براعظم ویشتونکو راکټونه د لومړي ځل لپاره، هغه وخت چې کیم د نړیوالو مشرانو له دې جملې ډونالډ ټرامپ سره په ۲۰۱۸م کې لیدنه پیل کړه، نندارې ته وړاندې شو.

کیم وویل:

“موږ به د ملي دفاع او جنګي وسایلو سره خپلې ساتنې او دفاع ته دوام ورکړو.”

د شمالي کوریا رهبر همدارنګه وعده ورکړه، چې د هېواد د تظامي قوت څخه به د نورو په وړاندې کار وانخلي. نوموړي هېڅ ډول مستقیمه اشاره امریکا او یا هم د هستوی سلاح، بې وسلې کېدنې ته چې اوس کړکېچ ته رسېدلی، نه لرله.

نوموړي نړیوالو بندیزونو، طوفانونو او کورونا وبا خپرېدل، هغه لاملونه یاد کړل چې د اقتصادي ودې په برخه کې ورکړل شوې وعدې یې پوره نشوې کړای.

جون زباته کړه:

“خجالت یم چې هېڅکله مې ونکړای شول ستاسې ستر باور پوره کړم. د هېواد د اړمنو د ژوند سخت حالت، حل لپاره زما هڅې او سرښندنې کافي نه وې”

د شمالي کوریا رهبر وړاندې د هېواد د پوځ څخه د دوبيزو طوفانونو او کورونا وبا د مخنیوي د هڅو په خاطر مننننه وکړه. نوموړي همدارنګه دا چې حتا د یوه هېوادوال د کورونا پایله هم مثبته نه وه، ویاړ وکړ؛ هغه ټینګار چې وړاندې یې شمالي کوریا او امریکا تر پوښتنې لاند یوړل.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو هم راپور ورکړ، چې دا محدودیتونه د اقتصادي پروژو د اجرا او د کلیدي بیا رغونې د ځنډ سبب شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ