مارچ 8, 2021

خپلو ماشومانو ته مو مالي مديريت زده کړئ

Advertisements

ژباړه: محمد عزيز پردېس
له ماشومتوب څخه ماشومانو ته د پيسو د لګښت او کنټرول په اړه لارښوونه او روزنه ورکول، هغوی ته په راتلونکې کې ډېره ګټه کوي.
ماشومانو ته پیسې ورکول مهم دي، خو ترټولو مهمه بيا دا ده چې ماشومانو ته د پيسو مديريت او کنټرول زده کړئ.
ماشومان بايد په دې پوه کړل شي، چې دوی ته چې کومې پيسې ورکول کېږي؛ دا له کوم ځايه کېږي او څه ډول ترلاسه کېږي.
خپلو ماشومانو ته مو دا زده کړئ چې دی بايد څه ډول او په کومو حالاتو کې پيسې مصرف کړي، د تفريح لپاره څومره او د نورو مخارجو لپاره څومره پيسې ولګوي.
ماشوم ته بايد دا واضح وي چې دی د ورځې، اونۍ او د مياشتې په لړ کې څومره پيسې له کوره اخېستلی شي او يا هم ترلاسه کولی يې شي. يا هم د پيسو په نشتون کې بايد څه وکړي.

د هر کال په پيل کې باید د ماشوم د تحصيل، خوراک، پوشاک او د هغه د جېب مصارف مالوم او کره شي، دا ټول هغه څه دي چې ماشوم ته د مالي مديريت په برخه کې پوره زده کړه ورکوي.
د کورنۍ مشران بايد په کورنۍ کې داسې يو نظام رامنځ ته کړي، چې ماشوم خدای مه کړه د غلا لپاره هڅه ونه کړي. ماشومان مو ځان سره کښېنوئ او په پوره نرمښت او لېوالتيا ورته ووايئ چې دوی د ضرورت پر مهال بايد پرته له شرمه له تاسو څخه پيسې وغواړي او په دې برخه کې ډار او وېره ونه کړي.
له بلې خوا د کورنۍ مشرانو ته هم پکار ده چې هر وخت د خپلو ماشومانو، تنکيو ځوانانو او يا هم د کورنيو هغو غړو څخه چې کوم ځانګړی عايد نه لري، پوښتنه وکړي چې ایا تاسو پيسو ته ضرورت لرئ او که لرئ د څه لپاره پکار دي او څومره درته پکار دي. ماشومان هم بايد داسې وروزل شي، که کله د کورنۍ مشران له هغوی څخه د ورکړل شويو پيسو د مصرف د څرنګوالي په اړه پوښتنه کوي، دوی بايد خپه يا هم غوسه نشي او په پوره لېوالتيا سره توضيح ورکړي.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ