فبروري 26, 2021

کندهار: د کیک بوکسینګ منتخب ټېم د ولایتي سېالیو لپاره کابل ته تللی

لیکنه: عبدالله عادل
دوه ورځي وړاندي د کندهارولایت د کیک بوکسینګ فدراسیون نهه تنه غړي د سپورټ او بدني روزني د ریاست په همکارۍ په ولایتي سېالیو کي د ګډون په موخه مرکز کابل ته تللي چي په یادو نهه غړو کي دوه روزونکي او پاته اووه لوبغاړي (فایټران) دي.
د کندهار ولایت د کیک بوکسینګ د فدراسیون رئیس ښاغلی میرویس فرقانیار وایي چي د هیواد په کچه د کیک بوکسینګ په یادو ولایتي سېالیو کي د ۳۴ ولایتونو پر ځای د ۲۴ ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی چي وروسته به د یادو سېالیو څخه د ملي لوبډلي لپاره لوبغاړي انتخاب سي او انتخاب سوی لوبغاړي به د اسیا د څلويښتو هیوادونو تر منځ په سېالیو کي برخه واخلي.

د یادوني ده چي یادي ولایتي سېالۍ به د رواني میاشتي تر ۲۵ تاریخ پوري دوام وکړي چي وروسته به لوبډله بیرته کندهار ته راستنه سی.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ