خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

په خرما روژه‌ماتوونکی له دې ګټو برخمن دی

لیکنه: مریم شریفي
ژباړه: مریم شريفي

لکه څنګه چې پوهېږئ خرما یوه جنتي او برکتي مېوه ده او په عین حال کې دا مېوه په روژه کې ډېره مصرفېدونکې، یوه ګټوره او خوندوره مېوه هم ده.

په خرما روژه ماتول سنت دي.
نبي صلى الله عليه وسلم فریایلي: “په خرما روژه ماتولو كې لوى حكمت او پټ راز دى

دا چې ولې په خرما روژه ماته کړو ځینې ګټې موږ درسره شریکوو:

۱ له خرما سره روژهماتی انرژي ډېروي.

له خرما سره روژه ماتول د بدن هغه انرژي پوره کوي چې په ټوله ورځ کې مو لاسه ورکړې ده. دا چې په روژه کې ټوله ورځ د بدن قندي مواد مصرفېږي، کله چې روژه‌ماتی په خرما وشي، نو په وینه کې قندي مواد زر پوره کېږي، د سبا لپارهم بدن ته قوت درکوي چې روژه ښه تېره شي.

۲ په خرما سره روژهماتی د معدې فعالیت ښه کوي

دا چې روژه معده له خوړو څخه خالي ساتي، ویني ته هېڅ كوم څيز د روژې پرمهال نه ورځي، چې چې د بدن نورغړي تقویه شي، خو خواږه خواړه چې د هغې له ډلې خرما هم ده، تر نورو خوړو وینې ته په چټكتيا سره انرژي ورکوي. خرما په بدن کې په اسانۍ سره جذبېږي. خرما په معده کې د زیاتو اسیدونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. په معده کې د اسیدونو له زیاتیدلو سره انسان ته د زړه درد پیدا کېږي.

۲له خروما سره روژهماتی اشتیا مناسبوي

کله چې پر خوږو خوړو روژه ماته شي، په ځانګړې توګه په خرما، ګټه یې د مسلمان لپاره دا ده، چې وروسته یې بيا ډېرې ډوډۍ خوړلو ته اشتها نه وي، دومره خوري، څومره يې چې اړتيا وي.

۴خرما د ناروغیو مخه نیسي

هره ناروغي له کمزورۍ پیدا کېږي، دا چې په روژه کې بدن ډېر کمزوری شي بېلابېلې ناروغۍ منځته راځي.

روغتیاپالان په خرما کې د سرطان ضد مګنیزم له شتون څخه یادونه کوي، همداراز وايي، د روژې په مبارکه میاشت کې له دې میوې څخه ډېره ګټه اخیستل د دې میوې خوراکي ارزښت په ګوته کوي او د شکرې ناروغۍ د کچې په راکمولو کې ډېره مرسته کوي.

۵ خرما بهترین خواړه دي

روغتیا پالان وايي، خرما یوه مکمله غذا ده، چې د نورو ګټورو موادو ترڅنګ د ويټامین B1،B2، B6 او B12 مهمه منبع ګڼل کېږي چې ستړیا له منځه وړي، د تیزې لوږې مخنیوی کوي، انسان په کنټرل کې راولي، غوسه ختموي، روحي خوشحالي رامنځته کوي، د زړه والونه خلاصوي، نو له همدې امله د روژه‌ماتي مهال خوړل کېږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي

تبصره مو ولیکئ