خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

خواړه او د سترګو د رنګ بدلون

ژباړه: عایشه حیدري

ښکلې سترګې لرل د ښکلې څېرې درلودلو مانا لري. ښکلې سترګې د انسان ټوله څېره ښایسته او زړه راښکونکي کوي، خو یوازې د سترګو ښایست اړین نه دی، بلکې د سترګو د ښکلا لپاره د سترګو روغتیا هم ډېره اړینه ده، ځکه که سترګې روغې وي ټول بدن به روغ وي، او که چېرې د سترګو روغتیا ښه نه وي، ټول بدن ورسره نارامه او ناروغ وي.

 

FB_IMG_1597380662488.jpg

که څه هم کله چې يو ماشوم نړۍ ته سترګې غړوي د هغه د سترګو رنګ یې هم د جنیټيکي لاملونو پر بنسټ ټاکل شوی وي، خو بیا هم امکان شته چې د سترګو رنګ ته مو بدلون ور کړئ، د پورتنۍ جملې په لوستلو سره به تاسو دا فکر کوئ چې موږ د سترګو د رنګ بدلون لپاره د کومې جراحۍ، کومې درملنې او یا هم د کوم لېنز په اړه غږېږو، خو داسې نه ده تاسو کولای شئ د خپلو سترګو رنګ د ځینو ځانګړو خوړو پر مټ بدل کړئ.
د نننۍ لیکنې په لړ کې چې تاسو ته کوم خواړه در پېژنو تاسو سره مرسته کوي چې سترګې روښانه شي، کله چې ستاسو سترګې روښانه وي ستاسو سترګې به ځانته ښایسته رنګ واخلي او کله چې ستاسو سترګې ښایسته رنګ ولري ستاسو ټوله څېره به ښایسته او زړه راښونکې ښکاره شي.

د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ

ادرک

ادرک یا زنجبیل د سترګو د رنګ بدلولو لپاره یو ګټور بوټی دی، ادرک یا زنجبیل بوټی نه یواځې دا چې د سترګو رنګ بدلوي د سترګو پیاوړتیا او ښکلا هم زیاتوي. ادرک د لویو کولمو میکروب چې د سرطان ناروغۍ لامل کېږي، هم پاکوي.

هغه څېړنې چې د ادرک یا زنجبیل د بوټو په تړاو شوې دي څرګندوي چې دغه ګټور بوټی د میاشتني عادت پرمهال د ښځو دردونه، او هر هغه زیان لکه د پوستکي شین والی او تورې لکې چې د درملو د کارولو له امله انسان ته رسېدلی وي له منځه وړي. څېړونکي وایي چې ادرک یا زنجبیل باید په سړو فصلونو کې وکارول شي، او ادرک د هغو خوړو په لست کې لومړي ځای لري چې سترګې ښکلې، روښانه او پیاوړې کوي.

FB_IMG_1597389234165.jpg

 

وچې مېوې

د سترګو د پیاوړتیا او د سترګو د رنګ بدلون لپاره وچې مېوې لکه پسته، بادام، نخود او د داسې نورو وچو مېوو مخلوط ډېره زیاته ګټه لري. وچې مېوې نه یواځې دا چې د انسان د سترګو د پیاوړتیا او ښکلا سبب کېږي ور سره ور سره پوستکي او وېښتانو ته ګټه لري. د وچو مېوو په ډلې کې بادام تر نورو ټولو وچو مېوو څخه په ډېره لږه کچه کالوري لري، او د سترګو د ښکلا او د رنګ بدلون کې ډېر اغېز لري.

FB_IMG_1597389256069.jpg

زیتون غوړي

که کله هم د سترګو د کومې ناروغۍ د درملنې او یا د سترګو د ښکلا د لارو چارو په اړه خبره کېږي، نو هلته به د زیتون غوړي ارومرو یادېږي، د زیتون په غوړیو کې داسې ګټور مواد شته چې د سترګو عنبیې ته ښکلی رنګ او نرمښت ورکوي او کولای شي ستاسو سترګې پیاوړې او روښانه کړي. د دې ترڅنګ د زیتون غوړي د هډوکو د درد لپاره ډېر ښه درمل دي، او د وینې کلسترول کموي.

FB_IMG_1597389298464.jpg

 

سره غوښه

سره غوښه د پروټین او معدني موادو لکه زینک او منیزیوم غوره سرچینه ده، چې د سترګو د عنبیې لپاره ډېره ګټه لري‌. سره غوښه ټول هغه پروټین چې د ژوند کولو لپاره اړین دي بدن ته رسوي، او د بدن د روغتیا په ساتنه کې مرسته کوي.

FB_IMG_1597389424480.jpg

 

سمندري خواړه

دا ښکاره خبره ده چې د ښکلا لپاره تر ټولو اړین ټکی پوستکی دی، او د ښایسته پوستکي درلودلو لپاره د انسان بدن معدني موادو او سالمو غوړيو ته اړتیا لري. سمندري خواړه په ځانګړي ډول کبان د اومېګا۳ او اومېګا۶ ښه سرچینه ده، چې دا غوړي د پوستکي د اړتیا وړ غوړي پوره کوي.
د دې ترڅنګ د A، B، C، D، E او K ویټامینونو په لرلو سره د معدني موادو غوره سرچينه ده، او سربېره پر دې په سمندري خواړو کې کلسیم، اوسپنه، منیزیوم او ډېر فسفر شتون لري چې ستاسو د سترګو د رنګ بدلولو کې تاسو سره ډېره مرسته کوي، خو که چېرې په خپلو خوړو کې د تل لپاره له کبانو څخه ګټه واخلئ، ستاسو د سترګو رنګ به هم ور سره بدلون ومومي.

FB_IMG_1597389472854.jpg

پیاز

د پیازو څخه په ګټې اخیستو سره کولای شئ خپلو سترګو لپاره ښایسته رنګ لاسته راوړئ. د دې لپاره چې ستاسو سترګې پیاوړې شي او ښکلی رنګ ومومي نو په دوام داره توګه په خپلو خوړو کې له پیازو څخه ګټه واخلئ. پیاز د C ويټامين او ګوګړو ښه سرچینه ده او کولای شي ستاسو د ویښتانو او سترګو رنګ ته بدلون ورکړي. د دی ترڅنګ پیاز د لویو کولمو د سرطان مخنیوی کوي او د دې لپاره چې د فولیک اسید غوره سرچینه ده او ځکه نو د ژور خفګان او بې خوبۍ په لمنځه وړلو کې ډېره مرسته کوي.

FB_IMG_1597389505075.jpg

شات

که په خپلو خوړو کې په ډېره کچه د شاتو څخه ګټه واخلئ ستاسو د سترګو رنګ به ډېر ژر بدلون ومومي، او ستاسې سترګې به ډېر ښکلی او زړه راښکونکي رنګ واخلي. په خوړو کې د شاتو دوامداره کارونه ستاسو د سترګو رنګ روښانه کوي او که غواړئ چې ستاسو د سترګو ترڅنګ ستاسې پوستکی هم ښکلی شي نو په چای کې شات ور زیات کړئ او په دوامداره توګه ورڅخه ګټه واخلئ، دا کړنه به ستاسو د سترګو ترڅنګ ستاسې

پوستکی هم ډېر زیات ښکلی کړي.FB_IMG_1597389551932.jpg

پالک

که غواړئ سترګې مو ښایسته رنګ ولري او تل وځلېږي په خپلو خوړو کې د پالک څخه ګټه واخلئ. په پالکو کې شته اوسپنه ستاسو سترګې روښانه کوي. یواځې يو خام پالک ۲۷ کالوري لري. د پالک خوړل د سرطان او د وینې د لوړ فشار مخنیوی کوي او هډوکي پیاوړي کوي، همدارنګه د پوستکي او وېښتانو په پیاوړي کېدلو کې هم مرسته کوي.

FB_IMG_1597389611891.jpg

د بېر بېري چای

کله چې تاسو بېر بېري Bearberry چای وڅښئ نو سمدستي ستاسو سترګو ته ارامتیا ور په برخه کوي، او ستاسو سترګې روښانه کوي. د بېر بېري Bearberry چای د میکروب ضد او ادرار اسانونکی دی او د مثانې او ادرار لارو د میکربونو درملنه هم کوي، که له دغه چای څخه په دوامداره توګه ګټه

واخیستل شي د پوستکي اړوند ټولې ستونزې به هوارې کړي.

FB_IMG_1597391671130.jpg

که غواړئ ښایسته، ځلا لرونکې، ښکلې، زړه راښونکې او ښکلي رنګ لرونکې سترګې ولرئ، نو پورته یاد شوي خواړه مو په خپلو خوړو کې زیات کړئ!

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ