خواړه خوندیتوب روغه سټه

هغه خواړه چې په ګرمه هوا کې بدن ته تاوان لري

لیکنه: ياران
ژباړه او راټولونه: فرزانه زيار

اوس د اوړي موسم دی او تر نورو موسمونو د اوړي موسم ګرم وي، نو ښه دا ده چې هغه خواړه وپېژنو چې په ګرمه هوا کې یې خوړل تاوان لري.

۱- هوګه

هوګه، هغه سابه چې موږ یې د سرطان ضد پېژنو. هوګه په خپل خواص کې په پوره اندازه انتي بیوتيک لري، خو ولې بايد په توده هوا کې ونه خوړل شي!؟

دليل یې دا دی چې که په ګرمه هوا کې وخوړل شي، نو د انسان د وجود حرارت لوړ بيايي، نو له دې سره د پوستکي ناروغۍ، لکه پر مخ او نور وجود باندې بخار، د سوخت احساس او د  ځيګر ناروغۍ رامنځته کوي.

نو تاسې کولای شئ چې د ګرمۍ په موسم کې د هوګې پر ځای له ادرګو (زنجبیل) او يا نعنا څخه ګټه واخلئ.

۲- ليمو

د ليمو شربت چې په ګرمه هوا کې د ډېرو خلکو  د خوښې وړ وي، خو په ګرمه هوا کې د ليمو خوړل يا د ليمو د شربت څښل د معدې اسید لوړ بیایي او د زړه د سوخت، د معدې د درد، د معدې د زخم… لامل ګرځي.

۳- عسل(شات)

ځينو شاتو ته د شفا لغب ورکړی دی، ځکه چې ډېرې ګټې لري، خو سره له دې چې شات ډېره ګټه لري، په ګرمه هوا کې ځينې تاوانونه هم لري، مثلاً په اوړي کې شات د ډېرې ګرمۍ له امله په یوې زهرې مادې بدلېږي، نو کله چې دا زهري ماده (شات) وخوړل شي، د ځينو ناروغيو، لکه سرطان، د زړه بدوالی، ذهني ستونزې… د رامنځته کېدلو لامل ګرځي.

۴- مستې

بل هغه خواړه، چې په ګرمه هوا کې ستونزې جوړوي، مستې دي. لکه څنګه چې پوهېږئ مستې هم اسیدي خاصيت لري او دا خاصيت پر تروو مستو کې لا ډر وي چې د تروو مستو خوړل ځينې ستونزې رامنځته کوي، لکه د معدې پړسوب، د معدې ناروغۍ، د معدې سوخت، د معدې زخم او…

۵- د ډېرو سړو اوبو څښل

سره له دې چې ډېر ساړه شيان په ګرمۍ کې ډېر خوندور وي، خو ځينې ستونزې هم رامنځته کوي، لکه د هضم سستوالی، د وجود درد او دوجود د  فعاليتونو کمېدل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ