ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

د خواښې او اېنګور د اړیکو په اړه، له یوه ارواهپوه سره د یاران د همکارې مرکه

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

د انسانو په ژوند کې اړیکې خورا مهمې او ارزښتمنې دي، ځکه انسان یو ټولنیز موجود دی چې د ژوند په ډېری چارو کې د یو بل مرستې ته اړتیا لري. ډېرځله د همدغه اړیکو د ناروغتیا له امله انسانان د یو شمېر فردي، کورنیو، ټولنېزو، اقتصادي او… ستونزو سره مخ کیږي، چې په لامل یې نه پوهیږي . یو له دغه اړیکو څخه د خواښي او اینګور اړیکه ده، چې ډېرځله په دي اړیکه کې حسادتونه، کینې او ستونزې شتون لري او ډېری کورنۍ ورڅخه رضایت نه لري.

د همدغې مسئلې د شننې په موخه مو د هېواد نامتو ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي مېلمه دی، هیله ده چې تر وروستیو راسره اوسئ.

پوپلزئ: سلام ښاغلی استاد هیله ده روغ جوړ، خوشحاله او ورځ مو په خیر پیل کړي وي، د لومړۍ پوښتنې په توګه که راته ووایئ چې په افغانستان کې د خواښي او اینګور اړیکې څنګه دي؟

استاد: سلام تاسو ستاسو درنو همکارانو او قدرمن لوستونکو ته هیله ده چې تاسو هم روغ، جوړ او صحتمند اوسئ، له بده‌مرغه باید ووایم چې په افغانستان کې نن سبا دا مسئله په کورنیو کې په یوې لویې ستونزې اوښتي که چېرته د بېلابېلو کلیو ښارونو څخه سروې واخلو، دا به ووینو چې دا اړيکه روغه او سالمه نده.

پوپلزۍ: استاد د خواښې او اینګور د اړيکو خرابېدلو لامل څه دی؟

استاد: ګڼ شمېر تعارضونه، شکونه، چې ریښتینې ریښې نه لري، له واده وړاندي ځینې ستونزې، د یو بل په ژوند کې ډېرې لاسوهنې کول، په وړو مواردو جګړه چې د حل لپاره یې اصلاً وخت او انرژي ته اړتیا نشته، یو له بله څخه ډېرې غوښتنې او هیلې لرل، د ۱۶ او ۱۸ کلنو نجونو ودول ځکه دا نجونې ټولنیز او عاطفي بلوغ ته نه وي رسېدلې، چې له واده وروسته نشي کولای د خاوند له کورنۍ سره روغې اړیکې جوړې کړي.

پوپلزۍ: استاد اینګور باید کوم ټکي او موارد په پام کې ونيسي.

استاد : اینګور باید خپلې خواښې ته د خپلې مور په سترګه وګوري. هغه دې د خپلې مور سره نه پرتله کوي، د خپلو خویندو او ملګرو له ژوند څخه دې تقلید نه کوي، د هر چا ژوند توپير کوي، د خواښې څخه دې منندویه اوسي او تل دې درناوی ورته وکړي، د هغې په اړوند دې له وړاندوینې څخه ډډه وکړي، خپل اولادونه دې له هغې څخه نه منع کوي او اجازه دې ورکړي چې له هغوی سره مینه وکړي، د خواښې او خاوند د اړېکو د بدلون دې نه غواړي او مسوولیت دې ومني.

پوپلزۍ: استاد خواښې باید کوم موارد په پام کې ونيسي؟

استاد: لکه څرنګه چې ځینې موارد باید، اینګور په پام کې نیسي خواښې هم باید ځینو شیانو ته پام وکړي. خواښې هم یو ورځ اینګور وه او د خپلې خواښې سره یې روغې اړېکې نه درلودې او ډېر ظلم ورسره شوي وه. اوس چې خواښي ده په لاشعوري توګه د خپلې اینګور سره ښه اړیکه نه لري. خواښي دې دا مورد په پام کې ولري چې هماغه ډول چلند تکرارول له زیان څخه پرته بل هېڅ ګټه نه لري. خواښي دې د اینګور شکایتونه خپل زوي ته نه کوي، بلکې د هغه سره دې په اسانه پرته د نورو له شتونه خبرې او خواخوږی وکړي. ښایي دا ډول هغه هم د خپلو ستونزو په هکله ووايي، په مرسته غوښتنه کې لور ته لومړیتوب ورکړې او په بلنه کې خپلې اینګور ته، یوازې د زوی او لمسیانو سره دي مینه نه کوي، بلکې د اینګور سره دي هم مینه وکړي، خپلې غوښتنې دې پر هغوی نه تحمیلوي او هغې ته دې د بېګانه کس په سترګه نه ګوري، بلکې د کورنۍ د یوې غړې په توګه دې د کورنۍ په چارو کې ونډه ورکړي.

پوپلزۍ: استاد د خواښې او اینګور د ناروغه اړیکو منفي اغېزې څه دي؟

استاد: انسان اغېزمن موجود دی، هم په نورو اغېزه کوي هم نور پر هغوی اغېزه کوي، ددې اړیکې ناروغتیا هم پر خواښې، هم په اینګور او هم د کورنۍ پر نورو غړو خورا منفي اغېزه کوي او ډېرځله د هغوی د اروایي ستونزو لامل هم کېدای شي.

پوپلزۍ: استاد د دې اړېکي جوړېدلو لار څه ده؟

استاد: لومړی؛ کله چې نجلۍ د خاوند له کورنۍ سره یو ځای کېږي، نو یو لړ ارزښتونه باید په پام که ولري. هر انسان باید خپل ځان ته ارزښت ورکړي، وروسته د خپل ژوند ملګري او ورسته دې بیا خپلو ماشومانو ته ارزښت او پاملرنه وکړي له دوی څخه وروسته دې مور، پلار، خور، ورور او نورو کسانو ته ارزښت ورکړي.

دویم دا چې دا برخه باید د هلک له خوا حل او مهار شي. ډېر ځله هلک، کله چې له مور سره وي د مور خوا ته وي کله چې د مېرمنې سره وي د مېرمنې طرفداري کوي. هغه باید ووايي چې هر څوک خپل ځای لري او هر چا سره باید په خپل ځای کې اړيکه وساتل شي او هر چا سره باید په بېل ډول جوړجاړی وکړي.

درېیم زموږ په هېواد کې ډېری کورنۍ لويې یا پراخه دي. دا کورنۍ باید هستوي یا کوچنۍ شي.

پوپلزۍ: استاد له تاسې یوه نړۍ مننه، په دې هیله چې د نورو موضوعاتو اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د موضوع په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.

 

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ