یاران سپورټس
د اسټرالیا مسلمان کرکټ لوبغاړی عثمان خواجه چې اصل د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد څخه دی او په اسټرالیا کې اوسېږي، د اسټرالیا کرکټ لوبډله کې یو مطرح لوبغاړی دی.
خو اوس دغه غوره لوبغاړی د اسټرالیا کرکټ بورډ څخه خپه دی او وایي چې د ۲۰۲۰م په اوږدو کې یې ورته قرارداد نه دی ورکړی.
څو ورځې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ د ۴۵ نارینه او ښځینه کرکټ لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې له مخې به یې لوبغاړو ته معاشونه ورکول کېږي.
خو دغه نوملړ کې د عثمان خواجه نوم نه و.
اوس هغه له کرکټ بورډ څخه په ګیله ویلي، چې دی د اسټرالیا لپاره هر وخت په شپږو غوره توپ وهونکو کې شامل دی، خو بیا هم د اسټرالیا کرکټ بورډ قرارداد نه دی ورکړی.
عثمان خواجه په ۲۰۱۱م کې د اسټرالیا لوبډلې لپاره پیل وکړ او لومړۍ ټېسټ لوبه یې د انګلستان خلاف پیل کړه.
هغه ۴۴ تېسټ او ۴۰ یو ورځنۍ لوبې کړي دي.
په ټېسټ لوبو کې یې ۲۸۸۷ منډې کړي، ۸ سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې لري او یوه لوبه کې یې ۱۷۴ لوړې منډې دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۵۴ منډې کړي دي، ۲ سلیزې او ۱۲ یې پنځوسیزې وهلي دي او یوه لوبه کې یې ۱۰۴ منډې لوړې دي.
عثمان خواجه اوس ۳۳ کاله عمر لري او وایي دی څه ۳۷ کلن یا ۳۸ کلن نه دی بلکې لا هم لوبو ته جوړ دی.
د یادولو ده، چې د کرونا ویروس د نورو کارونو ترڅنګ په لوبو هم سیوری غوړولی او کرکټ برخه یې هم له اقتصادي بحران سره مخ کړې ده.