افغانستان اقتصاد ژوند بڼه سرسکالو

خوست: ۳۲۵ بېوزله کورنیو ته غواوې، میږې او وزې د مرستو په ډول ورکړل شوي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د«اړیکو دفتر» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او دغه راز علي شېر، باک، صبریو او موسی خېلو ولسوالیو کې ۳۲۵ کورنیو ته غواوې، مېږې او وزې ورکړل شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې موخه په جوړه شوې غونډه کې د خوست والي محمدصدیق پتمن په خوست کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ او ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار د کرنې وزارت کړنې وستایل او یاده پروژه یې د بېوزله کورنیو د عوایدو د لوړولو په برخه کې اړین ګام وبلل.

په همدې حال کې د خوست د کرنې رییس حفیظالله شاه نوري وویل:

«په یادو ولسوالیو کې د غواوو، مېږو او وزو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د۳۲۵ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې، مېږې او وې ورکړل شوي دي.»

ښاغلی نوري وویل، چې ددې پروژې ټولیز لګښت ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ ده.

د خلکو هرکلی

د یادو مرستو د برخمن شویو کورنیو په استازي توب حاجي فضل قادر خبرې وکړې، هغه د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او له اړمنو کورنیو او مالدارانو سره د کرنې ریاست له مرستو څخه مننه وکړه.

کرنې وزارت د حاجې فضل له قوله ویلي چې یاد وزارت د دوی د اقتصادي ودې د غوړېدا په پار پایښت لرونکي مرستې کوي.

ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

په ورته وخت کې، د خوست دکرنې رییس حفیظالله شاه نوري دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې ۵۱۰ راجسټر شوي فارمونه شتون لري، چې د شېدې ورځنۍ تولید یې ۲۸ زره لېټرو ته رسیږي.

ښاغلی نوري دغه راز وویل، چې د خوست د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د مالدارۍ د تولیداتو د پروسس او بسته بندۍ په پار مجهز اوعصري پروسس سنټر هم جوړ کړي.

ویل شوي؛ ددې ترڅنګ په روان کال کې ددې ولایت په سپېره او علي شېر ولسوالیو کې بزګرانو ته د چرګانو ۲۵۰ نیمه سوداګریز فارمونه هم جوړیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ