فبروري 28, 2021

له کرونا بچ پاتې خوست او نوي ګامونه؛ ګردیز او کابل سره یې هم لار وتړله

  • راپور: بشر دریش

کابل- خوست لویه لار د راتلونکو او تلونکو مسافرو پر مخ وتړل شوه.
د خوست ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ د ملکي او نظامي ادارو مسولینو په شتون کې د کابل – خوست لویه لار د تلونکو او راتلونکو مسافرو پر مخ وتړل شوه.

پرون له کابل سره لار وتړل شوه – د خوست د رسنیو دفتر

د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدایي مسولو ادارو ته لارښونه وکړه چې د هر ډول حالاتو لپاره تدابیر ولري.
ښاغلي فدایي له مسافرو وغوښتل چې پخپلو ولایتونو کې دې پاتې شي او خوست ته له راتګ دې ډډه وکړي.
د خوست ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې بیړني مریضانو ته به د عامې روغتیا ریاست ریفر فورم له تایید وروسته اجازه ورکول کیږي.

له ګردیز سره د لارې تړل

د خوست والي حلیم فدايي په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي:

د خوست – ګردیز لار وتړل هم شوه

«نن مو د خوست -ګردیز لار په بشپړه توګه بنده کړه. له ټولو مسافرینو او هغه کسانو څخه چې خوست ته راځئ؛ احترامانه هیله کوو چې لار بنده ده؛ او په تکلیف کېږې ځکه چې بېرته به وګرځول شئ
. تجارتي اموالو موټرې د شپې له لورې، مریضان چې دلته یې علاج نه کېږې د ډاکټرانو د اتحادیې، د ملکي روغتون او عامې روغتیا رریفر فورم له لارې او تایید وروسته او هغه دولتي او امنیتي ځواکونو پرسونل چې تردې ځایه راورسېدل؛ د خوست خپل اړوند ارګان به یې له دې ځایه خوست ته وړئ او ملکي افراد به بېرته له هماغو موټرو سره چې راغلي بېرته ګرځول کېږې.»

خوست او د کرونا پيښې

په خوست ولایت کې تر اوسه یو شمیر شکمنې پیښې ثبت شوي، خو هغه ټولې منفي ختلي او کومه مثبته پيښه نه لري. هلته ښکاري چې د کرونا پر ضد اقدامات هم جدي دي. قرنطین عملي کیږي او له نورو ولایتونو او سیمو سره یې د لارو تړل جریان لري.

کرونا ناروغانو ته روغتون

خوست کې کرونا ناروغانو ته ځانګړی شوی ۵۰ بستریز روغتون – رسنیو دفتر

په خوست ولایت کې د کرونا ناروغانو د درملنې او قرنطین لپاره یو ۵۰ بستریز روغتون ځانګړی شوی دی. د خوست چارواکو ویلي که څه هم تر اوسه مثبته پيښه نه لري، په احتیاطي ډول سره خپل چمتووالی نیسي، چې دا کار یې هم په همدې موخه ترسره کړی دی.

۲۴ ساعته کمیټه

په خوست ولایت کې د کرونا ناروغیو اړوند وړاندیزونو، ستونزو او نورو مسایلو په اړه یوه ۲۴ ساعته کمیټه جوړې شوې، خلک کولی شي چې د ولایت مقام 107 شمېرې سره تماس ونیسي، تر څو ورته ځواب وویل شي او عمل وشي.

له کرونا د خلاصون لپاره نفل لمونځ

په خوست کې دکرونا څخه د مخنیوي لپاره الله ج په حضور کې د خوست دیني علماوء، دولتي لوړ رتبه او ټول مامورینو لخوا د په ازاده فضا کې د فزیکي فاصلي په رعایتولو سره وړمه ورځ د ماسپښین له لمونځ وروسته دوه رکعته د حاجت نفل لمونځ ادا او په جمعه دعا وشوه.

دوه رکعته د حاجت نفل لمونځ ادا او په جمعه دعا – د رسنیو دفتر

د خوست د رسنیو دفتر ویلي؛ دوی په اخلاص سره د الله ج دربار ته لاسونه لپه کړل او پاک ذات ته یې زارۍ او عُجز وړاندې کړ، ترڅو د الله ج په مهربانۍ په هېواد کې د کرونا ویروس اوبا پای ته ورسیږي او زموږ مسلمان امت ترې خوندي پاتې شي.
همداراز له دې وړاندې د روانې اپریل میاشتې پر څلورمه په خوست کې ۱۲۶ علماءکرام د کرونا پرضد د منبر غږ پروګرام له لارې په برېښنايي ګروپ وصل او د کرونا څخه ځان ساتل یې شرعي او دیني حکم وګڼلو.
دوی یوه ناسته کې په دې اړه نیول شویو مراسمو کې چې د خوست مرکز او ولسوالیو جیدو علماکرامو، خطیبانو او ملا امامانو ګډوون کړی و، اویا تنه علماکرامو ته سمارټ(ځیرک) موبایلونه د خوست والي په مالي لګښت توزیع شول او تر څنګ یې ۱۲۶ علماکرامو ته ۲۵۲ټوکه د قران کریم تفسیرونه هم ورکړل شول.

د والي پوسټ او د وکیل غبرګون

د خوست والي حلیم فدايي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

«هغه مغرضي کړۍ چې د کرونا د ناروغۍ په بهانه خپلي سیاسي عقدې سړوي او پالي؛ مخته وار کوي او لاسونه یې شاته نېولي دي؛ ورته واضح وایم چې زموږ د دولتي او خصوصي ډاکټرانو، امنیتي او ملکي ادارو د هڅو که درناوی نه کوي؛ ملاتړ نه کوي؛ سپکاوی او ناسم معلومات مه خپروي. نن زموږ ټول ډاکټر صاحبان تاسو ته وایي چې کور پاته شه او دوی د کرونا سره په کلینک او روغتون کې جګړه کوي. نن دوی د کرونا سره د مبارزې د اول سنګر سپاهیان او قهرمانان دي؛ او ته دومره ناځوانه یې چې له هماغې ګرمې او یخې بیسترې چې ډاکټر درته توصیه کړې چې پاتې شه؛ په ډاکټرانو وار کوې چې څه دی کړي!؟ زه تردې دمه د خوست د عامې روغتیا د ریاست، د ډاکټرانو د اتحادیې او د ژمنو رسنیو او ژورنالیستانو، متعهدو مدني ټولنو، ولایتي شورا دغړو، عالمانو، قومي مشرانو، ولسوالانو او امنیتي ارګانونو په هڅو ویاړم. راځئ کرونا د انسان ژغورنې لپاره په فرصت بدله کړو!»

د ښاغلي فدايي له دې پوسټ وروسته په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو استازي ډاکټر محمد موسی خاورین غبرګون ښودلی او ښاغلی فدايي یې چیلنج کړی. هغه ویلي:

«د خوست والي حلیم فدایي ته!
جناب والي صاب ماته غوږ شه!
کنایي پوسټ دې کړیدی، خو زه یې شف شف نه بلکې شفتالو وایم.
۱ . زه ستاسې پر مفکوره، عقیده او حزبي تربیه صد افسوس کومد نني عصر ځوانان ملامت ندي چې د سپېڅلو مجاهدینو او مهاجرینو قربانیو ته په سپکه سترګه ګوري، ځکه چې ستا غوندې بازماندګان پرې دلیل نیسي.
۲ . ما او تا خو د یوه جهادي سیاسي حزب په کاسه کې خوراک کړیدی، د حزب اسلامي اساسنامه، مرامنامه او د غړو مسؤلیتونه چې د قران او احادیثو د حکمونو مطابق تصویب شویدي، د خدای ج قسم په راکولو سره مو امضاء او تائید کړیدي، ایا هغې ته ځان ملتزم نه بولې؟
۳ . د کرونا وایروس د مخنیوي په پار د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړیدی.
مکتبونه، پوهنتونونه، بازارونه، تجارت، د بیا رغونې پروګرامونه او حتی د خدای ج عبادت ځایونه یې د خپل ولس ژوندي پاتې کیدو په پار د خپل ولس پر مخ وتړل.
تاسې ملامت نه یاست، ملامت زه یم چې د ۴شنبې په ورځ مې د ولایت په مېلمستون کې ستاسې مخې ته ۶ تخنيکي پوښتنې کېښودې، تاسې د ۱۴۴ ماده ایز پلان له مخې خوشاله کړم.
ما ستا د ۱۴۴ ماده ایز پلان له مخې نظارت وکړ، د نظارت پر وخت ٪۱۰ تطبیق شوی نه وو.
ما خو هرڅه وېډیويي مستند سازي کړیدي، څه وخت او چېرته حاضر یې چې ستا د ګوګل پېج څخه ډاونلوډ کړي ۱۴۴ ماده ایز پلان د عام ولس او مطبوعاتو پر وړاندې دروغ درته ثابت کړم.
نن ماښام مطبوعات تعقیب کړه، ما نن د جمعې ورځ په څلورو ولسوالیو کې پنځه کلینیکونه نظارت او مستند سازي کړل، چې مطلق تړل شوي وو.
که یوه زره ایمان در کې وي، په تېر ماموریت به خدای ج ته توبه وباسې، د خوست له ولسونو به علني معذورت وغواړې. نور بیا……»

د عامه پوهاوی لړۍ

په خوست ولایت کې ددغه ولایت د رسنیو دفتر د وخت پر وخت خبرونو ښکاري چې هلته هم د کرونا پر ضد اقدامات جدي دي او عامه پوهاوي ته هم پاملرنه کوي.
د خوست د ولسوالیو او سیمو د ګڼو سیمو د دواپاشۍ ترڅنګ هلته د خلکو، مدني فعالانو، علماو او حکومتي مشرانو له لورې د عامه پوهاوي د ترسره کولو راپورونه ورکړل شوی دي.

خوست ښار کې دوا پاشي – رسنیو دفتر

که چیرته واقعاً هم په خوست کې خلک له بیرون تګ راتګ ډډه وکړي او د کرونا کوم ناروغ دغه ولایت ته پریښنودل شي، نو حتمي ده چې دا ولایت به له کرونا وبا روغ پاتې شي. پر همدې اساس غوره ده چې نه یوازې خوست بلکې په هر ځای کې که یوو، له ډیرې شدیدې اړتیا او د روغتیا پالو له لارښوونې پرته بیرون ونه ووځو، څو ددې وبا د لا نور خپریدو مخه ونیسو.
 
 
 
 
 
 

4 تبصرې

  1. ليکنې مې ولوستې، هم د والي صيب او هم د وکيل صيب، فدايي صيب له اولې ورځ نمايش شروع کړی يوه ورځ يې وليکل چې لاره بند ده، خو عملي نه شوه، بيا يې وليکل هغه نر بولم چې له پکتيا خوست ته څوک داخل شي، خو عملي يې نه کړه.
    تېره ورځ يې د دې لپاره لاره بند کړه تر څو ولسونو ته وښايي چې زه ستاسو خدمتګار يم، دې لارې بندولو ته هيڅ اړتيا نه وه چې په دا ډول بند شي، يوازې دې امنيتي ځواکونو ته امر کړی وی چې که چا ته مو اجازه ورکړه، خېر به مو نه وي.
    را به شم د ډاکټر صيب خاورين موضوع ته، وکيل صيب د خوست ولسونه استازی دی بايد له حقونو يې ساتنه وکړي، هغه پيسې چې خوست ته د کرونا د مخنيوي لپاره را ليږل شوي دي تر هغه وخت چې ډاکټر صيب د روغتونونو ليدنه وکړه هيڅ امکانات موجود نه ؤ.
    له وکيل صيب منندوی يو چې د ولسونو غږ يې واوريد او هغه نيمګړتياوې چې ولايتي ادارې او عامې روغتيا رياست لرلې ورته په ګوته کړې.
    درنښت

  2. ليکنې مې ولوستې، هم د والي صيب او هم د وکيل صيب، فدايي صيب له اولې ورځ نمايش شروع کړی يوه ورځ يې وليکل چې لاره بند ده، خو عملي نه شوه، بيا يې وليکل هغه نر بولم چې له پکتيا خوست ته څوک داخل شي، خو عملي يې نه کړه.
    تېره ورځ يې د دې لپاره لاره بند کړه تر څو ولسونو ته وښايي چې زه ستاسو خدمتګار يم، دې لارې بندولو ته هيڅ اړتيا نه وه چې په دا ډول بند شي، يوازې دې امنيتي ځواکونو ته امر کړی وی چې که چا ته مو اجازه ورکړه، خېر به مو نه وي.
    را به شم د ډاکټر صيب خاورين موضوع ته، وکيل صيب د خوست ولسونه استازی دی بايد له حقونو يې ساتنه وکړي، هغه پيسې چې خوست ته د کرونا د مخنيوي لپاره را ليږل شوي دي تر هغه وخت چې ډاکټر صيب د روغتونونو ليدنه وکړه هيڅ امکانات موجود نه ؤ.
    له وکيل صيب منندوی يو چې د ولسونو غږ يې واوريد او هغه نيمګړتياوې چې ولايتي ادارې او عامې روغتيا رياست لرلې ورته په ګوته کړې.
    درنښت

  3. ليکنې مې ولوستې، هم د والي صيب او هم د وکيل صيب، فدايي صيب له اولې ورځ نمايش شروع کړی يوه ورځ يې وليکل چې لاره بند ده، خو عملي نه شوه، بيا يې وليکل هغه نر بولم چې له پکتيا خوست ته څوک داخل شي، خو عملي يې نه کړه.
    تېره ورځ يې د دې لپاره لاره بند کړه تر څو ولسونو ته وښايي چې زه ستاسو خدمتګار يم، دې لارې بندولو ته هيڅ اړتيا نه وه چې په دا ډول بند شي، يوازې دې امنيتي ځواکونو ته امر کړی وی چې که چا ته مو اجازه ورکړه، خېر به مو نه وي.
    را به شم د ډاکټر صيب خاورين موضوع ته، وکيل صيب د خوست ولسونه استازی دی بايد له حقونو يې ساتنه وکړي، هغه پيسې چې خوست ته د کرونا د مخنيوي لپاره را ليږل شوي دي تر هغه وخت چې ډاکټر صيب د روغتونونو ليدنه وکړه هيڅ امکانات موجود نه ؤ.
    له وکيل صيب منندوی يو چې د ولسونو غږ يې واوريد او هغه نيمګړتياوې چې ولايتي ادارې او عامې روغتيا رياست لرلې ورته په ګوته کړې.
    درنښت

  4. ليکنې مې ولوستې، هم د والي صيب او هم د وکيل صيب، فدايي صيب له اولې ورځ نمايش شروع کړی يوه ورځ يې وليکل چې لاره بند ده، خو عملي نه شوه، بيا يې وليکل هغه نر بولم چې له پکتيا خوست ته څوک داخل شي، خو عملي يې نه کړه.
    تېره ورځ يې د دې لپاره لاره بند کړه تر څو ولسونو ته وښايي چې زه ستاسو خدمتګار يم، دې لارې بندولو ته هيڅ اړتيا نه وه چې په دا ډول بند شي، يوازې دې امنيتي ځواکونو ته امر کړی وی چې که چا ته مو اجازه ورکړه، خېر به مو نه وي.
    را به شم د ډاکټر صيب خاورين موضوع ته، وکيل صيب د خوست ولسونه استازی دی بايد له حقونو يې ساتنه وکړي، هغه پيسې چې خوست ته د کرونا د مخنيوي لپاره را ليږل شوي دي تر هغه وخت چې ډاکټر صيب د روغتونونو ليدنه وکړه هيڅ امکانات موجود نه ؤ.
    له وکيل صيب منندوی يو چې د ولسونو غږ يې واوريد او هغه نيمګړتياوې چې ولايتي ادارې او عامې روغتيا رياست لرلې ورته په ګوته کړې.
    درنښت

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ