د خوشحاله ژوند لپاره د دې شل ټکو لوستل ضروري دي

ژباړه: عطامحمد میاخېل

ښایي له ځان سره مو ژمنه کړې وي، چې تر ډېره په خپلو موخو باندې تمرکز وکړئ او په خپل ژوند کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړئ، خو معمولاً دا ژمنې مو ډېرې ژر هېرېږي او یو ځل بیا هغه بې موخې فرد یو، چې یوازې شبه ورځ کوي او ورځ شپه کوي.
هر انسان په خپل ژوند کې د خوشالۍ په لټه کې دی، خو کله وخت داسې فکر کوو، چې خوشالۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره، باید معجزې ته په تمه پاتې شو یا ډېری وخت خوشالي په ډېرې شتمنۍ کې خلاصه کوو، خو باید په دې باندې پوه شو، کله چې له دنننه څخه خوشاله ونه اوسو او په خپل ژوند کې کافي انګېزه ونه لرو، هرڅومره پیسې چې ولرو، بیا به هم خوشاله ونه اوسو.
که غواړئ، چې رښتینې خوشالي تجربه کړئ، نو باید لاندې ټکي په پام کې ونیسئ.

۱ ـــ له خپلو شاوخوا خلکو سره اړیکه ټینګه کړئ

کله چې له هغو کسانو سره، چې ورسره مینه لرئ، فزیکي اړیکه ټینګه کړئ، ټول اروایي فشار (سټرس) مو په اتومات ډول له منځه ځي. څېړونکو تازه اعلان کړی دی، چې د بدن مساج، د بدن د خوندیتوب د سیسټم د ښه‌والي او له ژوند څخه د رضایت د ډېرښت سبب ګرځي، نو هغه کسان چې ورسره مینه لرئ، په غېږ کې یې ونیسئ، لاسونو ته یې فشار ورکړئ، ترڅو ټول اروایي فشار او اندېښنه مو له منځه لاړه شي. ښایي دوست یا د ژوند شریک مو ونه شي کولای، تاسو ته ښه مساج درکړي، نو یو ښه او مسلکي مساج کوونکي ته ورشئ، ترڅو د هغه له ښېګڼو څخه د خپل بدن د خوندیتوب سیسټم د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلئ.

۲ ـــ له نورو سره مرسته وکړئ

هر چېرته چې کولای شئ، نورو ته یو څه ور وبښئ، خبرو ته ډېره اړتیا نه شته، پرځای یې اورېدونکي غوږونه ولرئ. له خپل دوست او ګاونډي سره، چې مرستې ته اړتیا لري، مرسته وکړئ، حتا په خپل شاوخوا چاپېریال کې په خیریه کارونو کې بوخت شئ، کله چې ووینئ، چې له نورو سره مرسته کولای شئ او د هغوی په ژوند کې بدلون رامنځته کولای شئ، نو د ځان په اړه به ښه احساس ولرئ او خپلو ستونزو ته به په بل لید سره ګورئ.

۳ ـــ له خپلو دوستانو سره ډېره اړیکه ولرئ

دوستي پیاوړتیا او پام ته اړتیا لري، ترڅو ورځ تر بلې ځواکمنه شي. کله چې دې مسئلې پام ونه کړئ، نو په ډېرې آسانۍ سره خپل دوستان له لاسه ورکوئ. باید پروګرام ولرئ او په منظم ډول له هغوی سره لیده کاته ولرئ. د بېلګې په توګه: د اوونۍ د وروستۍ ورځ لپاره پروګرام جوړ کړئ او له خپلو دوستانو سره د فوټبال لوبه او یا هم د خپلې خوښې وړ ټلویزیوني پروګرام ننداره کړئ، یا رسټورانټ ته لاړ شئ او یو د بل ترڅنګ د خپلې خوښې وړ خواړه وخورئ، موخه داده، چې دوستي مو ټینګه او دوامداره شي او په مرسته یې وکولای شئ د ژوند له ستونزو او ننګونو څخه تېر شئ.

۴ ـــ د اوونۍ وروستۍ ورځ هرومرو بهر لاړ شئ

د خپل بدن او ذهن د پیاوړتیا لپاره اړتیا لرئ، چې لږ تر لږه د اوونۍ وروستۍ ورځ له کوره بهر لاړ شئ، دا په دې مانا نه ده، چې ډېر لګښت والا سفر ولرئ، بلکې موخه داده، چې نوی کار ترسره کړئ. د بېلګې په توګه: کولای شئ له خپلې کورنۍ او دوستانو سره د خپلې سیمې پارک ته لاړ شئ او له هغو سره له اړیکې او تازه هوا څخه خوند واخلئ.

۵ ـــ خوږې خاطرې مو په ذهن کې ثبت کړئ

څېړونکي وایي: هغه تجربه چې له کارونو څخه ترلاسه کېږي، د خپله کارونو په پرتله مو ډېر خوشاله کوي. ښایي د کورنۍ په اتفاق او همغږۍ سره په چکر لاړ شئ، خو دا چکر ډېر ښه درباندې تېر نه شي، خو په یاد مو وي، چې شاوخوا خلک یوازې له ښو او خوږو خاطرو څخه یادونه کوي، نه له ترخو او ناخوښه خاطرو څخه.
۶ ـــ معنویاتو ته ارزښت ورکړئ
سپېڅلو او مذهبي ځایونو ته په تګ او د قرآن عظیم الشان په تلاوت کولو سره هم کولای شئ، خپلو ټولنیزو اړیکو ته پراختیا ورکړئ او هم خپل ژوند ته معنویات داخل کړئ. دا ځایونه ډېر ساده او آسانه فعالیتونه د کورنیو په واک کې ورکوي او د اړتیا په وخت کې درسره مرسته کوي.

۷ ـــ خپلو کورنیو آدابو او دودونو ته ارزښت ورکړئ

کورني دودونه د کورنۍ د غړو ترمنځ د یووالي او ملګرتیا احساس رامنځته کوي او ورسره به لا ډېر خوندیتوب ولري، چې د ژوند په سختو شرایطو کې به درسره مرسته وکړي. کله چې پوه شئ ستره کورنۍ لرئ، چې له یو بل څخه ملاتړ کوئ، نو په ځان باندې باور مو زیاتېږي د اوونۍ د وروستۍ ورځې رخصتۍ یو ښه فرصت دی، ترڅو سره راټول شئ او د خپلو کورنیو آدابو او دودونو پر بنسټ یوه ناسته یا مېله جوړه کړئ.

۸ ـــ ډېر خوځښت (تحرک) ولرئ

کله چې ټوله ورځ په یوه ځای کېنئ، نو خپلې بدني او ذهني روغتیا ته زیان رسوئ. کله چې له خوبه را ویښ شوئ، له خپله ځایه را پورته شئ او څو دقیقې پلی مزل وکړئ، د غرمنۍ پرمهال هم باید لږ  قدم ووهئ.
وړاندیز کوو، چې له خپلو دوستانو او همکارانو سره یو وخت وټاکئ او په ګډه پلی مزل وکړئ یا د خپلې خوښې وړ ورزش ترسره کړئ، غوره ده، چې په یوه ورزشي صنف کې نوم لیکنه وکړئ. که د غړو د تناسب په لټه کې یاست، نو سپارښتنه کېږي، چې په پلي مزل سربېره منډې هم ووهئ، منډې وهل د دې سبب ګرځي، چې د اندروفین په نامه د خوشالۍ هورمون آزاد شي او ستاسو د خوشالۍ لامل کېږي.

۹ ـــ مُسکا کول مه هېروئ

په مُسکا کولو سره خپل مغز دې ته اړ کوئ، ترڅو د خوشالۍ او نېکمرغۍ احساس ولري، دا یو ساده تمرین دی، چې تاسو خوشاله کوي. مُسکا د یوه محرک په توګه مغز ته امر کوي، ترڅو هغه احساس ولري، چې له هغه څخه د ګټه اخیستلو پرمهال یې، غړي تجربه کوي.
۱۰ ـــ د کوټې او ذهن څنډل ډېر اغېزمن دي
د کوټې څنډل د دې سبب ګرځي، چې نا اړین او اضافي وسایل لرې وغورځوئ. کله چې د خپلې کوټې اضافي وسایل را بهر کړئ، ځای مو خلاصېږي او کوټه به هم د استراحت لپاره آرامه شي. د خپلو جامو المارۍ پاکه کړئ، ترڅو سهار ډېره آرامتیا ولرئ او د خپلو جامو د پیدا کولو لپاره اندېښمن نه شئ. په کور او کار ځای کې مو ډېر زیات ځایونه شتون لري، چې باید وې څنډئ. د ورځې یوه برخه د کوټې څنډلو لپاره په پام کې ونیسئ، ترڅو تل پاکه کوټه ولرئ. کله چې شاوخوا مو منظمه وي، نو ډېر ښه احساس به تجربه کړئ او له دې ښه احساس څخه به حیران شئ.

۱۱ ـــ په دې باندې پوه شئ، چې په شپه او ورځ کې څومره خوب ته اړتیا لرئ

په لویانو کې د خوب جادویي شمېره، په شپه او ورځ کې اووه ساعته ده. کله چې کافي خوب ولرئ، نو کړنې مو ښې کېږي او کولای شئ، خپلې ورځنې ستونزې حل کړئ؛ خو که یوازې یو ساعت کم ویده شئ، نو روغتیا مو له ګواښ سره مخ کېږي.

۱۲ ـــ کافئین په اندازه مصرف کړئ

له بریده زیات د کافئینو مصرف د دې سبب ګرځي، چې په آسانۍ ویده نه شئ، نو له کافئین لرونکو څښاکونو څخه ډېره کمه ګټه واخلئ او یوازې د سهار له مخې قهوه وڅښئ. که بیا هم په ویده کېدلو کې ستونزه لرئ، نو د دې څښاکونو مصرف په بشپړه توګه ودروئ او پرځای یې له بې کافئینو قهوې څخه ګټه واخلئ. د یادونې وړ ده، چې غاز لرونکي څښاکونه (پیپسي، کولا او فانټا) او انرژيانې په ډېره پیمانه کافئین لري.

۱۳ ـــ له خوب څخه یو ساعت مخکې تمرکز وکړئ

له خوب څخه یو ساعت مخکې، انټرنېټ، موبایل، لپ ټاپ او ټبلېټ مو لرې کړئ او ځان آرام کړئ، سره بېره پر دې، کله چې غواړئ ویده شئ، نباید ورزش وکړئ، ځکه د وینې جریان مو لوړېږي او ښه خوب به ونه لرئ.
د هوسا خوب لپاره باید ذهن مو آرامه وي، نو کتاب ولولئ او یا هم ټلویزیون ننداره کړئ، ترڅو خوب مو یوسي. ویل کېږي، چې لامبل خوب له منځه وړي، نو سهار لومړی ولامبئ.

۱۴ ـــ هېڅکله له مشبوع شویو غوړو څخه ګټه مه اخلئ

نوې څېړنې ښیي، له هغو خوړو څخه ګټه اخیستنه، چې مشبوع شوي تېزابونه لري، په خپګان او تشویش د اخته کېدو سبب ګرځي، دا غوړي په تولید شویو خوړو کې ډېر زیات شتون لري او د ډاډ لپاره اړینه ده، د خوړو لېبل وکتل شي. د مارګارین په ډېری محصولاتو کې مشبوع شوي غوړي نه لیدل کېږي، البته ډېر پاخه شوي خواړه او کیکونه په خپل ترکیب کې مشبوع شوي غوړ لري. سپارښتنه کېږي، چې د مېوو او سبزیو په لور ورشئ او په خپله خواږه څیزونه او کیک جوړ کړئ.

۱۵ ـــ بدن ته مو لا ډېر ویټامین ور ورسوئ

خوړنیز پروګرام مو له ویټامینونو څخه مالامال کړئ؛ دا خواړه نه یوازې تاسو روغ او انرژي لرونکی ساتي، بلکې د اروایي فشار (سټرس) په وړاندې هم مقاومت کوي.
په خپل خوړنیز پروګرام کې کب، مرخېړیو، غوزانو، ګوپیو او حبوباتو ته ځای ورکړئ او بدن ته مو، ویټامین او مغذي مواد ورسوئ.

۱۶ ـــ د طبیعت په لمن کې پلی مزل وکړئ

ځنګلي او مصنوعي پارکونو ته تګ ډېر خوندور دی، خو څومره ښه ده، چې طبیعي سیمو ته لاړ شو، د طبیعت په لمن کې قدم ووهئ او غږونو او بویونو ته پام وکړئ، د طبیعت انځورونه واخلئ او د آسمان ښکلا ته وګورئ. تل پنځه څیزونه په پام کې ولرئ، چې دومره درته په زړه پورې دي، چې غواړئ په اړه یې له یو چا سره خبرې وکړئ.

۱۷ ـــ د خاورې لوبه خوندوره ده

د ساحل ترڅنګ یا د بڼوالۍ پرمهال لاسونه مو په خاوره کې دننه کړئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خوشاله واوسئ. په خاوره کې ډېر کوچني ارګانېزمونه شتون لري، چې پوستکي ته مو ننوځي او تاسو ته خوشالۍ در ډالۍ کوي، دا مواد مو مغز ته امر کوي، ترڅو لا ډېر سروټونین ترشح کړي او خُلق و خوی ته مو ښه والی ور وبښي.

۱۸ ـــ لږ لمر واخلئ

ډېری کسان په هغو میاشتو کې، چې لمر کم وي، په خپګان باندې اخته کېږي، ښایي تاسو په دې اختلال باندې اخته نه شئ، خو په بشپړه توګه د لمر د وړانګو کمښت درباندې اغېزه کوي، نو د ورځې یو وخت قدم وهلو ته ځانګړی کړئ، ترڅو د لمر وړانګې مو په مخ باندې ولګېږي. د لمر وړانګې مو له بدن سره مرسته کوي، ترڅو ویټامین ډي ترلاسه کړي.

۱۹ ـــ په تفریح لاړ شئ

کله چې له کور څخه بهر لاړ شئ او خپل احساسات او هیجانات تش کړئ، نو د لا ډېرې آرامتیا احساس به ولرئ. سپارښتنه کېږي، چې مېلمستیا جوړه کړئ او خپل هیجانات بهر کړئ. کله وخت اړتیا ده، چې ژوند ډېر زیات جدي ونه نیسو، ترڅو خوشاله او آرامه واوسو.

۲۰ ـــ ماشومانه لوبې ترسره کړئ

له خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو سره لوبې وکړئ، مثلاً د منډې وهلو مسابقه وکړئ، په اوبه شیندونکي ټوپک سره په یو بل باندې اوبه وشیندئ، واورین سړی جوړ کړئ، په واورو باندې ګیژمالکې وخورئ. کولای شئ هره هغه لوبه ترسره کړئ، چې ډېر وخاندئ او لاپسې خوشاله واوسئ.
که غواړئ خوشاله ژوند ولرئ، باید اړین بدلونونه رامنځته کړئ، هر کار، چې درته ډېر جذابیت لري، ترسره یې کړئ. غوره ده، چې د یاددښت کتابچه ولرئ او ټول هغه بدلونونه، چې په ژوند کې رامنځته کېږي، وې لیکئ، ترڅو پوه شئ، چې څه څیز له تاسو سره مرسته کړې ده. کله چې ناهیلي او بې حوصلې کېږئ، نو د یاددښت دې کتابچې ته وګورئ، ترڅو په یاد مو شي، چې کوم کارونه مو ترسره کړي دي.      

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي