اپریل 17, 2021

که غواړئ خوشحاله ژوند ولرئ، نو دا څو ټکي په پام کې ونیسئ

که غواړئ تل ارامه اوسو، نو باید لږ بې خیاله اوسو. هر کار ته لږ په ساده سترګه وګورو، او ځینو خبرو ته باید ډېر فکر ونه کړو لکه؛
۱ـ هغه څه چې نور فکر کوي؛ موږ باید د خلکو خبرو ته فکر ونه کړو هله چې دوی څه به وایي یا به دا څه فکر کوي. موږ باید زده کړو چې د نورو خلکو وګرو ته اهمیت ورنه کړو، دا زموږ ژوند دی زموږ پرېکړه ده نو باید خپله پرېکړه وکړو ځکه وګړي د نظر ورکولو او قضاوت کولو څخه خوند اخلي. موږ ولې باید د نورو خبرو ته غوږ ونیسو؟ ځکه موږ خپله خپل ځان پېژنو چې څوک یو څه کوو. که غواړئ د نورو خبرو ته اهمیت ورکړئ نو د هغوی لپاره ژوند وکړئ او خپل ځان هېر کړئ.
۲ـ د تېروخت تېروتنې؛ هر انسان په ژوند کې تېروتنه کوي نو حتمي نه ده چې هغه پسې شو او تل یې یاد کړو؛ ځکه د هر انسان طبیعت دی چې تېروتنه کوي نو باید خپل تېر وخت هېر او د راتلونکو شېبو څخه ځان محرومه نه کړو نوی پیل وکړو او دا باید زده کړو چې خپل ځان وبخښه.
۳ـ دا ډارونکې کلمه هېڅکله باید ستاسې په زړه کې ډار پیدا کړي، ستاسې ماته ستاسې د فکر د ډول پوري اړه لري یعنې هر ډول چې فکر وکړئ هماغسې کیږي. د ماتي اصلي مانا د هڅې څخه لاس اخیستل دي. که مو تل هڅه وکړه هیڅکله ماته نه خورئ ماته خوړل په ژوند کې یوه تجربه ده، چې د هغه په وسیله موږ ډېر څه ترلاسه کولای شو او زده کوو یې.
۴ـ نه درلودل: هېڅکله د هغه څه په هکله فکر مه کوئ چې نه لرئ، د هغه څه په اړوند فکر وکړئ چې لرئ یې او شکر یې وباسئ ځکه کوم څه چې نه لرئ او د هغه په هکله فکر وکړئ ستاسې د ځورېدو سبب کیږي او ځان له نورو څخه کم فکر کوئ.
۵ـ په حال کې ژوند وکړئ؛ د تېر وخت او راتلونکې په هکله فکر مکوئ ځکه د راتلونکې څخه هیڅوک نه وي خبر نو د دې لپاره باید ځان خفه نه کړو.
۶ـ افسوس کول؛ کوم حالت او وخت چې تېر شي یا مو له وس څه نه کیږي، نو د هغه لپاره باید افسوس ونه کړو ځکه په افسوس کولو څه نشو ترلاسه کولای موږ هر وخت کولای شو له سره نوی پیل وکړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي