مارچ 7, 2021

د بریالۍ او نېکمرغه جوړو چلند

Advertisements
ژباړه: عطا محمد میاخېل

د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ، د خوندورو کارونو په ترسره کولو سره، لکه په ګډه د کور کارونه کولو او ټلویزیون ننداره کولو، د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ، چې نېکمرغه جوړه واوسئ.

د بریالیو جوړو ترمنځ کوم ګډ ټکي شته

زیاتره کسان په ګډ ژوند کې، تجربې په ازمېښتونو، تېروتنو او غلطیو سره ترلاسه کوي، چې په دې تجربو باندې پوهېدل، له ځوانو جوړو سره مرسته کوي، چې په ژوند کې بریالۍ واوسي او خوشاله ګډ ژوند ولري. که تاسو هم یوه له دې ځوانو او بریالیو جوړو څخه یاست یا د کوژدې او واده په پیل کې یاست، نو باید پر اړینو ټکو پوه شئ او په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلئ.

بریالۍ جوړې تل د خپل ژوند د شریک او د خپلې کورنۍ د نېکمرغۍ په فکر کې دي، یو بل ته پام کوي او د یو بل په وړتیاوو باندې بشپړ باور لري.

د بریالیو جوړو ترمنځ کوم ورته (یوشان) ټکي شته؟

بریالۍ جوړې بحث کوي

ډېر زیات معلومات شته چې د ګټورو بحثونو ښکارندویي کوي او که چېرې یوه جوړه له یو بل سره پر یوې موضوع موافقه نه لري، لانجه کوي، دا د اړیکې د له منځه تګ په مانا نه ده. تر کله چې د جوړو ترمنځ مثبت غبرګونونه وي، ستونزه نه رامنځته کېږي.

د جوړو ترمنځ مثبت غبرګونونه کولای شي، ګټور بحثونه، بهر ته تګ، د مینې څرګندونه یا حق پېژندنه وي. که تل د خپل ژوند له شریک څخه خپل احساسات پټوئ او د خپګان او دښمنۍ په حال کې یاست، نو ګډ ژوند مو د له منځه تګ په حال کې دی.

د بریالیو جوړو د لانجه کولو ډول

بریالۍ جوړې باید خپلې اړتیاوې وپېژني او په اړه یې خبرې وکړي. هغه شېبه چې له جوړو څخه یوه یې فکر کوي، چې مقابل لوری یې باید اړتیا وپېژني، نو په احتمالي توګه خپل ځان د ماتې او ناهیلۍ تجربې ته چمتو کوي. دې ټکي پام وکړئ، چې هېڅوک نه شي کولای، ستاسو ذهن ولولي.

بریالۍ جوړې غوږ نیسي

د ستونزو د حل په لاره کې یو له خنډونو څخه دا دی، چې د جوړو نه خوښېږي، د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي، خو باید په دې باندې پوه شئ، په کومه اندازه، چې خوښېږي مو، د خپلو اړتیاوو په اړه خبرې وکړئ او د دې کار لپاره اورېدونکي غوږونه ولرئ، نو باید د مقابل لوري خبرې هم واورئ، ډېری جوړې د خپل مقابل لوري خبرې اوري، پرته له دې، چې له هغو څخه سم درک ولري.

که تاسو هم له ستونزو سره لاس و ګرېوان یاست، نو د مقابل لوري خبرې تکرار او په ښه او اغېزمنه توګه یې خبرو ته غوږ ونیسئ، مثلاً د خپل ژوند شریک ته ووایئ، هغه څه مې چې له تا څخه اورېدلي، دا دي، کله چې فلانی کار ترسره کوم، ته ښه احساس نه لرې؟

بریالۍ جوړې له منفي لید پرته خپل احساسات درک کوي  

بریالۍ جوړې د خپلو ستونزو د حل لپاره له مثبتې ژبې څخه ګټه اخلي او ستونزې لرونکې جوړې معمولاً په یو بل باندې ډېرې زیاتې نیوکې کوي، چې دا نیوکې د سپکاوي سبب ګرځي او بل فرد د ارزښتمند اوسېدو احساس نه کوي.

بریالۍ جوړې د منفي لید په وړاندې د مبارزې لپاره باید له مثبتې ژبې څخه کار واخلي، مثلاً د مقابل لوري د مثبتو ځانګړتیاوو په بیانولو سره، خبرې اترې پیل کړي او د دفاعي حالت له نیولو پرته، د خپل ژوند د شریک احساسات واوري، دغه راز جوړې نباید خپل احساسات توجیه کړي او کله وخت له ځنډ پرته یې په خوله راوړي.

بریالۍ جوړې له یو بل سره هوکړه کوي

هغه جوړې، چې ګډ ژوند یې تر ډېره دوام کړی دی، ډېر زیات هوکړې او موافقې ته لېواله دي. د ګډ ژوند د لا دوام او د اړیکې د پایښت لپاره، جوړې باید له مقابل لوري سره خپل ځان ته سمون ورکړي او بدلون وکړي.

له یو بل سره د وخت تېرولو له کبله د بریالۍ جوړو خوند اخیستل

د اړیکې د رامنځته کولو لپاره دوو عناصرو، هڅې او وخت ته اړتیا لرئ، په دې مانا چې باید په اړیکه کې واوسئ او یو بل ته وخت ځانګړی کړئ، مثلاً ځینې جوړې ټوله ورځ یو بل ته پیغامونه استوي او ځینې نورې د سهار له مخې په یوه ټیلیفوني اړیکه باندې بسنه کوي، ځینې د اونۍ په وروستۍ ورځ یو فلم ننداره کوي او دغه راز ځینې نورې په اونۍ کې یو ځل د ماښامنۍ د خوړلو لپاره بهر ځي، په ټوله کې دا اړیکې د هرې جوړې لپاره توپیر لري.

ټول افراد خپلې ورځنۍ بوختیاوې، لکه کار، کورنۍ او دوستان لري، خو هغه وخت ته په ارزښت ورکولو سره، چې د خپل ژوند له شریک سره یې تېروي، کولای شي د ګډ ژوند د دوام او د هغه د خوندور کېدو سبب شي.

د یو بل کورنۍ ته درنښت کول، د بریالیو جوړو ځانګړتیا ده

یو بل او دغه راز د یو بل کورنۍ ته درنښت کول، له یوبل سره مینه لرل او په ژوند کې د ګډ اوسېدو د حس پیاوړتیا، د بریالیو جوړو یوه بله ځانګړتیا ده.

له جادویي کلمو څخه ګټه اخیستنه د بریالیو جوړو یوه بله ځانګړنه ده

«درسره مینه لرم»، «مننه کوم» او «بښنه غواړم»؛ دا هغه جادویي کلمې دي، چې په یوه ښه او سالمه اړیکه کې ډېرې اورېدل کېږي.

په ګډه تصمیم نیسي

په ګډ ژوند کې ټول تصمیمونه یو اړخیز مه نیسئ، په ګډ ژوند کې د فلم له لیدلو څخه نیولې تر د اولاد  لرلو پورې، اړینه ده، چې جوړې په ګډه تصمیم ونیسي او د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي.

یو بل په غېږ کې نیسي

په غېږ کې د نیولو په څېر یوه ساده کړنه میلیونونه حسونه لېږدوي. نېکمرغه جوړې، له کوم محدودیت پرته، د خپل ژوند شریک په غېږ کې نیسي. که د ژوند شریک مو لکه د یوې سختې ورځې یا ناروغۍ غوندې ستونزمنې شېبې تېروي، ستاسو په غېږ کې هرڅه بدلون کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ