د خوشحاله کسانو لس ګډې ځانګړنې

ژباړه: ملیحه ناصري

د مثبت‌پاله ارواپوهنې د پلار (مارټين سلیګمن) په اند ۶۰٪ خوښي جنیټيک او ۴۰٪ موږ پورې اړه لري.
څېړنو ښودلې چې خوشحاله کسانو ترمنځ ځينې ګډې ځانګړنې شته چې دلته یې لس درته وایو:

۱- هغوی د ژوند له هرې شېبې خوند اخلي

د ژوند ښایستونو ته وخت ورکول، خوښي زېږوي. د سرو ګلانو تر څنګ همداسې ساده مه تېرېږئ، ویې بویوئ. تر ټولو خوښ کسان د ژوند پر ډېرو وړو خبرو هم تمرکز کوي چې د خوښۍ لامل کېږي.

۲- د هغوی ذهنیت د ودې حال کې دی

د ځينو کسانو ذهنیت ولاړ یا ثابت وي، خو د خوشحاله کسانو ذهن د ودې حال کې وي. مانا هغوی خپله ناکامي په بې لیاقتي، ټنبلۍ او نورو منفي کړنو پورې نه تړي. د هغو کسانو ذهن چې د ودې حال کې وي د ربړو سخت لېوال وي، سختۍ مني.

۳- هغوی داسې ملګري لټوي چې همدوی غوندې خوشحاله وي

ملګري زموږ پر ژوند، فکر، اندونو او احساساتو اغېز پرېباسي. که غواړئ خوشحاله واوسئ، شاوخوا مو له منفي‌پاله کسانو تشه کړئ.

۴- خوبونه ویني

که د راتلونکي لپاره مو خوبونه ونه وینئ تل په تېر ژوند کې اوسئ. هر ډول خوب چې ګورئ، مهمه نه ده چې څه رقم دی. خوب یو وخت موخه کېدای شي.

۵- صبر لري

خوشحاله کسان زغمونکي دي او صبر لري. خوښ کسان خپلو موخو د رسېدا لپاره صبر کوي. هغوی باوري دي چې د صبر مېوه خوږه ده.

۶- په ورځ کې ځينې وختونه ځان ته ځانګړي کوي

هر څيز ته «هو» ویل د بدبختۍ پر لور ګام اخیستل دي. له نورو سره مرسته کول اړین دي، خو تر خلکو ځارېدل بالاخره تاسو دومره کمزوري کوي چې بیا هېڅ شی هم ونه لرئ.

۷- هغوی یوازې مادي برخو ته کار نه کوي، تجربو پسې هم ګرځي

کله چې یو خورا قېمتي موټر واخلئ، همدا چې له تمځایه راووتئ، د هغه په بیه کې کموالی راځي، ځکه مستعمل شمېرل کېږي، خو تجربه داسې نه ده. تجربه معنوي ارزښت لري.

۸- اخیستونکي نه، بښونکي دي

تل له نورو سره مرستې کوي، هغه که د خیریه بنسټ په توګه پيسې ټولول وي، که د یوه ورک شوي انسان لټول.

۹- له کړکېجونو وېره نه لري

خوشحاله کسان پوهېږي چې څنګه تر ناکامۍ وروسته بریا لاسته راوړي.

۱۰- له زده‌کړو لاس نه اخلي

«د پوهې تر ټولو لوی دښمن، ناپوهي نه ده، بلکې له پوه اوسېدو وېره ده». سټیون هاوکېنګ
سټېون هاوکېنګ د بې حرکتۍ ناروغي لري، خو له دې سره سره بیا هم خورا اړینې علمي لاسته‌راوړنې لري.
خوشحاله کسان تل پر زده کړه بوخت وي. تل نوي کتابونه لولي. زده‌کړه یې عادت شوی وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.