ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب ژوند بڼه طبیعت

بشر به د نړۍ په وروستیو کې څه خوري؟

ژباړه: حنیفه مومند

د خواړو څخه په بشپړه د ميکروارګانیزم لرې کول، چې خواړه زیان ونه ویني، امکان نه لري.
که بشر د بقا په حال کې پاتې شي، نو د خوړو د ساتلو لارې چارې او طبیعي خوړو ته لاسرسی به ډېر اړین شي. د بي.بي.سي انګلیسي کمپنۍ دا پوښتنه مطرح کړې، چې آيا موږ کولاى شو د نړيوالې/ هسته‌یي جګړې پر مهال ژوندي پاتې شو؟

مات يى بارير (Mathieu Barrere) په Slate نشریه کې ليکي، په لندن کې د خوړو کیمیاوي متخصص، مايکل سولو په وینا، وچول د خوړو د ساتلو تر ټولو ګټوره لاره ده، چې وروسته له دې بايد مالګه پرې ووهل شي، چې په چاپېریال کې د اوبو کموال د مایکرو ارګانیزمونو څخه مخنیوی کوي.

تر ځمکه لاندې پټنځایونه

د خوراکي توکو خښول – هم د خوړو د ساتلو لپاره ښه لاره ده.

په چين کې سینګار شوي مومیایي د پنېرو د غاړکیو سره موندل شوي دي. احتمالاً وچې او تروې خاورې د مومیایي او پنېر په ساتلو کې مرسته کړې ده.

په پخوا وختونو کې خلکو خوراکي توکي څه ډول ساتل؟

په ۲۰۱۰م کې د بالتيک بحيرې په تل کې، لامبو وهونکو “Veuve Clicquot” ۲۳۰ کلن د شامپاین ۳۰ بوتلونه وموندل. د یو لاموبو وهونکي په وینا شامپاین خوندور دي. په ژوره کې، یخې/ سړې اوبه توانیدلي څښاک له خرابېدلو وساتي.

په شاتو/ عسل خرابېدل، په هغه کې د خوږې د زیات شتون له امله نا ممکن دي. په دې ډول، د عسلو ځینې نموني، چې عمر ۳۰۰۰ کالو ته رسېږي، د ګرجستان د اشرافو په مقبرو او حتا د مصر د توتانهامون په مقبره کې هم موندل شوي دي.

مارک توما، د تکاملي جنېټېک پروفيسور زیاتوي:

غوړ او شحم لرونکي خواړه هم د زیات وخت لپاره ساتل کېدلای شي. په دې ډله کې غوړي او پنير دي. له دې امله چې غوړ د خوړو څخه د اوبو د جلا کېدلو، لامل کېږي، نو خواړه په ښه ډول ساتل کېږي.

نه کب او نه خوښه

امکان لري هغه غوښه چې د ډېر وخت لپاره يخ نيولې وي، د خوړو وړ تر سترګو شي، خو د ځینو څېړونکو په وینا، چې د فیلانو پاتې شونې تر کشف وروسته، په چټکۍ سره اوبه او خراب شوي دي.

د خوړو نړيوال ناورین – ټوکې نه دي

حتا د کب ساتل هم سخت دي. له اوږدې مودې کنګل وروسته، خپلې زیاته اندازه اوبه له لاسه ورکوي. له پخولو وووسته کب ذوب او کلکېږي.

که د نړۍ پاى د ځمکې پر مخ ټول شته خوراکي توکي پایته ورسوي، که پوه شو چې چېرته باید نظر وځغلوو، لا هم کولای شو یو څه د خوراک لپاره پیدا کړو. د الجزاير د غرونو لاندې کنګل کې، د Spitsbergen د نباتاتو بېلګې د ټولې نړۍ څخه په کې ساتل کېږي.

د سپکو خوړو برابرول، چې د ډېر وخت لپاره له خرابېدو پرته ساتل کېږي او د تودوخې درجې د بدلون سره دوام راوړي، ښه ځایناستي کېدلای شي. لکه د اردو جيره، چې درې کاله د خوړلو وړ وي، خو هغه باید ترلاسه کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حنیفه مومند ، کابل

تبصره مو ولیکئ