خواړه روغه سټه

که د ورځې درې خرماوې وخورئ، څه به پېښ شي؟

خرما خو په عربانو کې ځانګړې غذا وه، اوس هم عربو کې خُرما مشهوره مېوه ده.

څېړنو ښودلې چې خرما له انرژۍ څخه ډکه مېوه ده، چې خوږوالی او ښه خوند لري.

دا مېوه چې پوره انرژي ورکوونکې ده، د خوړو پېژندونکو په وېنا چې بدن او دماغو ته ډېره ګټه رسوي.

خرما چې په انګلیسي کې ورته ډېټ وایي او ونو ته یې پام ویل کېږي، د نړۍ په مختلفو هېوادونوکې کرل کېږي.

که تاسې د ورځې درې دا نرمې خرماوې وخورئ، نو بدن به مو له ناروغیو وژغورل شي.

د خرما لومړۍ ګټه

د کولون یا د مرۍ د سرطان خطر کموي، دا چې د مرۍ له لارې اوبه او خواړه معدې ته ځي او ځېنې وخت دغه پېپ سرطان کېږي، چېړبیا ورسره د هضمې سیستم کې ستونزې پېدا کېږي.

خو کله چې خرما خوړل کېږي او له دغې لارې په غاښونو مېده شوې خرما تېرېږي په ستوني او معده کې د هضمې سیستم سره مرسته کوي، چې خواړه ښه هضم شي او په دې ډول د هضمې د سیستم د سرطان خطر کموي.

د روغتیا او غذا په نامه ورځپاڼه لیکي، چې د غذا ساینس یا پوهې دا موندلې چې خرما په بدن کې ګټورې باکټریاوې زیاتوي او د کولون سرطان د حجرو د پراخېدو او ودې مخنیوی کوي.

د خرما دویمه ګټه

خرما تاسې ته په چټکۍ سره بهبود لرونکې او د اوږده وخت لپاره انرژي درکوي.

خرما طبیعي قند یا خوږوالی، ګلوکوز، فرکټوز او سکروز معدني مواد لري، چې دا مواد تاسې ته چټکه انرژي درکوي.

که د خرما اوبه وڅښل شي، نو تاسې به فایبر، پوتاشیم، مګنیزیم، وېټامینونه او انټي اکسيډانټس ترلاسه کړئ.

دا هرڅه ستاسو په بدن کې توازن رامنځته کوي او تاسې له ژر کمزوري کېدو څخه ساتي.

هغه کسان چې په جنسي برخه کې ستونزه لري کولای شي، د اندازې مطابق خرما وکاروي؛ نو د پښو او ملا دردونه به یې یو څه ارام شي.

د خُرما دریمه ګټه

خرما ستاسې هضمې سیسټم سالم ساتي

که چېري تاسې غواړئ چې د هضمې سیسټم کې مو خوراکي مواد په سمه توګه حرکت وکړي، خُرما هغه څه دي، چې کولای شي ستاسې په هضمې سیسټم کې ګډوډي له منځه یوسي.

په یوه پیاله خرما اوبو یا خپله خرماوو کې ۱۲ ګرامه فایبر وي او تاسې د ورځې ۴۸ سلنه فایبر ته اړتیا لرئ.

په معیاري اندازه فایبر لرل بیا د هضمې سیسټم پیاوړتیا لپاره پوره اړین مواد دي.

د برېټانیا د خوراکي موادو په ژورنال کې لیکل شوي، هغه کسان چې د ورځې ۷ خرما خوري او دا عمل تر ۲۱ ورځو پورې تکرار کړي، د هغه د ادرار یا د تشو بولو سیسټم هم ورسره منظمېږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی