مارچ 3, 2021

هغه خوراکونه چې په روژه کې مو د پوستکي ښکلا ساتي

راټولونه: شپنه سلګۍ

ډېرې پېغلې او ځوانان د پوستکي ښکلا ته پام کوي، چې خراب نه شي، خو د روژې په میاشت کې ورته ډېر اندېښمن وي، داسې فکر کوي چې د لوږې، تندې سربېره، د اوړي ګرمي به یې د پوټکي ښکلا له منځه یوسي او د اختر په ورځو کې به بدرنګ ښکاري.
تاسې به خبر یاست چې مخ ته د زړه هنداره هم ویل کېږي، که چېرته د مخ پوستکی مړاوې، ګونځې او یا هم ژر خراب شي، نو سړی داسې ښکاري لکه روغتیا یې چې د لاسه ورکړې وي.
نو که تاسې چېرته په روژه کې د مخ پوستکي ته اندېښمن وئ، نو دلته یې ځینې مهم معلومات درسره شریکوم چې په مرسته یې د مخ ښکلا ساتلی شئ:

ویټامین اې

ویټامین A د مخ د پوستکي لپاره تر ټولو مهم ویټامین دي، چې د مخ وچوالی له منځه وړي، مخ نرم او ښکلی ساتي.
تاسې کولی شئ چې د هغو خواړو څخه په روژه کې ګټه واخلئ چې ویټامین اې لري، لکه، د هګۍ ژېړ، سابه، ګازرې، ځیګر، آم او د کبانو غواړي.

ویټامین بي

د ویټامین B کموالی د دې سبب کېږي، چې د پوستکي اوبه کمې شي، چې د پوستکي اوبه کمېدل هم د مخ په پوستکي کې ګونځې را منځته کوي، او د مخ ښکلا ته تاوان رسوي.
نو تاسې کولی شئ چې د دې خوړو په خوړلو سره په روژه کې د ویټامین بي له کمښت څخه ځانونه وژغورئ.
لکه: غنم، دال، جوار، سابه، ترکاري، شیدې، مستې، پنیر، بادام، پسته، ځیګر/ینه، غوښه او د هگۍ ژېړ د ويټامين B معدنونه دي. له سابو او ترکاريو څخه پرته ويټامين B په مېوه کې هم شته.

ویټامین اي

ویتامین E هم یو له هغه اړینو ويټامینونو څخه شمېرل کېږي، چې د مخ د پوستکي په روغ ساتلو، همدا رنګه د ګونځو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. او د پوستکي د زړښت څخه مخنیوی کوي.
نو تاسې کولی شئ جې ویټامین E په پاڼې لرونکو سابو هګیو، ځیګر، د غنمو په غواړو او په نباتي غوړیو کې شته، چې کولی شئ د دیادو شیانو په خوړلو سره د ویټامین اي د کمښت څخه مخنیوی وکړئ.

ویټامین سي

ویټامین C ستاسو پوستکی له ګونځو څخه ژغوري. نو تاسې کولی شئ چې ویټامین C پۀ لاندې خواړو کې پیدا کړئ:
توت، سابه، کچالو، کیوي، لېمو، کرم، او په تازه مرچ/ دولمه کې شته دي.
ویټامین C د وجود دفاعي سیستم لوړه وي، په بدن کې نسجونه قوي کوي، د ټپ جوړېدو ته چټکتیا ورکوي، د زړېدو پروسه راټېټه وي.

اوبه

د اوبو څښل د تندې په له منځه وړلو سربېره د مخ په ښکلا کې هم اغېز لري. اوبه د انسان حیوان او نبات لپاره حیاتي ماده ده، بې له اوبو څخه ژوند ناشونی دی، اوبه د انسان په بدن کې غذایي مواد او وینه حجرو ته رسوي. اوبه د بې شمېره ګټو تر څنګ د بدن پوستکی ځوان او تازه ساتي. نو موږ ته پکار ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې د شپې لخوا په تدریجي توګه اوبه وڅښو، چې ځوان او ښکلي پاتې شو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي