مارچ 6, 2021

د خوګ د غوښې د حرامېدلو حکمتونه

Advertisements
ژباړه: نجم الرحمن ناصري 

قرآن کریم هغه خواړه چې د انسان صحت روح او وجود ته ګتور دي او ښه خوند لري، حلال او مضره او مردار خواړه منع کړي. د مردارو خوړو ممنوعیت د الهي دین یو خدمت بشریت ته ده، ځکه په هغو شرایطو کې چې میکروب نه وه کشف شوی او د ناپاکو خوړو له امله د انسان ناروغېدل نه وه، روښانه اسلام د دې خوړو له خوراک څخه انسانان منع کړه او دا د انسانانو په روغتیاکې لوی خدمت ده.
له هغو څخه یو ژوی چې د غوښې څخه یې ګټه اخیستنه حرامه ده هغه خوک ده. ډېری هېوادونو لکه امریکا او اروپا کې د خوګ غوښه له رسمي خوراکونو څخه ده. غواړو چې د خوک غوښې د حرامېدلو حکمت ته راشو. د خوګ د غوښې د حرامېدلو فلسفې په هکله په دوو اړخونو څخه غږېدلی شو:

الف- د خوګ د غوښې روحي او رواني اغېز

د خوګ د اروپایانو ترمنځ چې د هغه له غوښې څخه ګټه اخلي، د بې غیرتۍ سمبول او یو کثیف ژوی ده. خوګ په جنسي اړیکو کې ډیر بې تفاوته او لاابالي ده څرنګه چې د ډودۍ اغېز د انسان په روحیاتو کې ثابت شوی، ځکه د دې خوړو اغېز په جنسي اړیکو کې ښکارېږي.
له لیکوالانو یو لیکي چې خوګ ناموسي غیرت نه لري او خپله کورنۍ له نورو نارینه خوګانو سره یو ځای کوي او له دې کار څخه خوند هم اخلي، چې دا کار یې په غوښه باندې هم اغېز لري. له دې اړخه څوک چې د خوګ له غوښې ګټه پورته کوي، همدا رذیله خواص پکې منځته راځي.

ب- هغه ناروغۍ چې د خوګ د غوښې په خوړو منځته راځي

ډېری ناروغۍ دي چې یوازینی لامل يې د خوګ غوښه ده او د خوک له غوښې ګټه اخیستنه پکې اثر لري، چې یو څو ناروغیو ته دلته اشاره کوو:
۱- اسهال له وینې سره؛
۲- یرقان عفوني؛
۳- انتیامیب هیستولتیک چې انسان په آمیبي اسهال ککړوي؛
۴- د باد سرخ په نامه ناروغي چې په انسان کې د سرو لکو به ډول له درد او سوزش سره په لاسونو راښکاري؛
۵- د شرایینو کلکیدل-مفصلي دردونه او مسمومیت چې علت یې ډېر غوړ او اوریک اسید دي چې د خوګ په غوښه کې دي.
خوګ له خپلو دفع شویو موادو (فاضلات) کرکه نه کوي او هغه هم بېرته خوري، ځکه معده یې د ډول ډول میکروبنه کور ده چې غوښې، وینې او شیدو ته یې هم سرایت کوي او د ځینو ناروغیو یوازینی لامل د خوګ غوښه ده، لکه:
۱- د خوګ د کدو چینجی چې د خوګ په عضلاتو او مغز کې موندل کېږي، په انسان کې د ګوارشي سیستم خنډ ګرځي.
۲- تري شینوز: دا یو بل ډول چینجی ده چې د امعاء د التهاب او د جوش لامل په ټول ځان کې ده، د عضلاتو د شدید درد د نفس تنګوالی ضعیفي په غږیدا او د ډوډۍ په ژدویلو کې او… لامل کېږي چې تروسه ورته کوم درمل نه دي موندل شوي.
د خوګ د غوښې د تحریم حکمت کولای شو، په ناروغیو نه ککړېده وښیو، ځکه نو د خدای (ج) حلال او حرام د حکمتونو او مصلحتونو ډک دي چې د علم په پرمختګ هغو ته مو پام ور اوړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ