مارچ 4, 2021

سهار وختي د خولې د تریخوالي لاملونه او د درملنې سپارښتنې یې

ژباړه؛ ملیحه ناصري
ځینې کسان چې سهار له خوبه راویښ شي، خوله یې ترخه یا تریوه وي. د خولې تریخوالی ځینې لاملونه لري چې دلته یې وایو:
۱ – د خولې پاکۍ ته نه پاملرنه: دا یې مهم لامل دی. د خولې پاک نه ساتل د غاښونو د خرابۍ، د اوریو د ژوبلېدو، پړسوب او خوړینېدو لامل کېږي چې همدا خوله تریخوي.
۲ – د درملو کارول: ځینې درمل خوله تریخوي. د زړه او اروایي ناروغیو ځینې درمل خوله تریخوي. ځینې انتي بیوټیکونه او د ژور خپګان درمل هم د دې لامل کېدای شي.
مولټي ویټامینونه او د هغوی بشپړوونکي چې ډېره اوسپنه او مس ولري هم د خولې د تریخوالي لامل کېږي.
۳ – سګرټ څکول: سګرټ څکول د ژبې پر هغې برخې بد اغېز پرېباسي چې د یو شي مزه پرې څکو، نو همدا بدلون او اغېز خوله تریخوي.
۴ – د معدې ریفلاکس: مرۍ ته د معدې د تېزابو بېرته راګرځېدل او تر خولې رارسېدل یې خوله تریخوي.
۵ – حمل (بارداري): هغه مېرمنه چې حامله وي، هورموني بدلونونه هم ورپېښېږي. ځینې دا بدلونونه خوله هم تریخوي. دا ستونزه کېدای شي د یوه چاکلېټ یا لیمو په خوړلو له مینځه لاړه شي.
د خولې د تریخوالي ځینې نور لاملونه هم دي، لکه د خولې وچېدل، د وجود د اوبو کمښت، حساسیت، د پوزې یولیپ، د خولې او پوزې تروما، ارتودنسي براکټونه.
د درملنې په موخه یې څو سپارښتنې:
۱ – مسواک: د خولې د تریخوالي ورکولو په خاطر ښه ده چې مسواک وکارول شي. لږ څه (بیکربنات دو سود) پر مسواک واچوئ او درې دقیقې مو غاښونه پرې مسواک کړئ. دا کار د ورځې دوه ځلې وکړئ، د خولې بدبوي او تریخوالی ختموي.
۲ – د خولې وینځل: د خولې وینځل د تریخوالي له منځه‌وړلو لپاره یې ډېر اغېزمن دي. خوله مو د ورځې دوه ځلې په داسې موادو ووینځئ چې خولې وینځلو ته ځانګړي شوي وي او دا ډول مواد تاسو په درملتونونو کې موندلی شئ.
۳ – د تېزابو ضد درمل: که خوله د معدې د ریفلاکس له کبله تریخېږي، نو ښه به وي چې هغه درمل وخوړل شي چې د معدې تېزاب راټیټوي. که مو د خولې تریخوالی لا هم ورک نه شو، روغتیاپال ته ورشئ چې اصلي لامل یې پیدا کړي.
۴ – تریو خواړه: هر هغه خواړه چې د خولې اوبه ډېروي، مانا خوله مو اوبه ورته کوي او د ترشحات یې ډېرېږي، د خولې تریخوالی ورکوي، ځکه اوبه یې تریخوالی هم له ځانه سره وړي. دا ډول خواړه کېدای شي د سټروس کورنۍ څخه وي، لکه لیمو، نارنج،مالټه…
۵ – اوبه څښل:  اوبه څښل هم ګټور دي ؛ ځکه د معدې د ریفلاکس یا تېزابي کېدو مخنیوی کوي.
۶ – نعناع: نعناع او هر هغه څه چې د خولې د خوشبویۍ لپاره ګټور وي، د خولې د تریخوالي مخنیوی هم کوي، خو تر ډوډۍ خوړلو وروسته دې وخوړل شي.
۷ – دارچیني: دارچیني هم د خولې تریخوالی ورکوي. دارچین دې وژوول شي.
۹ – غوړ او توند خواړه: هر هغه خواړه چې غوړ او توند وي باید ونه خوړل شي یا لږ وخوړل شي. مانا احتیاط دې ورسره وشي.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ