Advertisements
افغانستان سیاست

د افغانستان د خوږیاڼيو ځوانانو سرتاسري شورا: نور چُپ نه پاتې کیږو، خپل حق به غواړو

لیکنه: ایمل مړوند

دغه ستره غونډه چې د ۱۳۹۷ کال د لسمې میاشتې پر ۲۷ مه جوړه شوې وه د خوږیاڼي ټبر د سلګونو تنو مشرانو او ځوانانو د ګډون سربېره په کې د نورو بېلا بېلو ټبرونو د شوراګانو مشرانو هم برخه لرله.

د غونډې موخه د خوږیاڼيو ځوانانو او په ټوله کې د افغان ځوانانو ترمنځ همغږي، د سولې پروسه کې د ځوانانو ونډه او د رڼو ټاکنو په ترسراوي کې د ځوانانو اغېز وه.

د غونډې په پیل کې د خوږیاڼيو ځوانانو د سرتاسري شورا مشر ډاکټر وحید الله تړون میلمنو او ګډونوالو ته هرکلی وویلو او تر څنګ يې د خوږیاڼيو ځوانانو د شورا د رامنځ کیدو پر اړتیا خبرې وکړې.

ښاغلي تړون وویل: خوږیاڼي ټبر تل ددې وطن د ننګ، ناموس او عزت له پاره قربانۍ ورکړي او همیشه يې د نظام په ساتلو کې خپل سرونه نزرانه کړي دي، خو حکومت ورسره تل د مور او میرې چلند کړی دی. نوموړي د خوږیاڼيو ځوانانو د سراتاسري شورا د جوړیدو یو لوی لامل همدا یاد کړ چې خوږیاڼي ځوانان د همدې شورا له ادرسه سره همغږي کړي او د خپلو خلکو د مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هر حاکم نظام ګریوال ته لاس واچوي.

د ننګرهار په ولایتي شورا کې د خوږیاڼيو استازي اجمل عمر عمر بیا تېرو اولسو کالونو ته په اشارې وویل چې په ننګرهار کې د خوږیاڼيو دریوو لویو ولسوالیو کې په تېرو همدې اولسو کالو کې، اقتصادي، رغنیزي، روغتیايي او ښوونیزې چارې په ټپه ولاړې دي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو اولسو کالونو کې خوږیاڼي د جنګ میدان ساتلی شوي او د همدې وجې له ښوونې روزنې، روغتیا، اقتصاد او نورو رغنیزو چارو بې برخې ساتل شوي شوي دي. په خبره يې له دې وروسته به دغه لوی ټبر چپ نه پاتې کیږي او د خپلو خلکو د روا غوښتونو له پاره به حکومت له ګریوانه رانیسي او خپل حقونه به ځينې اخلې.

په غونډه کې ګڼو نورو ویناوالوو هم په خبرو کې د خوږیاڼيو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او همدا رنګه يې پر حکومت غږ وکړ چې په هیواد کې ددې ستر ټبر پر حقونو سترګې نه پټوي او که دا سلسله همداسې دوام وکړي نو دا دوی به نور خاموس نه پاتې کیږي او د خپلو حقونو لپاره به له هرې مشورع او سالمې لارې کار واخلي.

د غونډې برخوالو همدارنګه وویل، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به خوږیاڼي له هغه ډلې خپل ملاتړ اعلانوي چې خوږیاڼیو ته پآملرنه وکړي، د خوږیاڼيو کدرونو ته په حکومت کې ځای ورکړي، په خوږیاڼيو کې رغنیزي، اقتصادي، کرنیزې، ښونیزې او روغتیايي برخې پیاوړې کړي او همدا رنګه په دغه سیمه کې د امن راستولو په برخه کې ژمنې عملي کړي.

د خوږياڼيو ځوانانو سرتاسري شورا د حکومت څخه په ټينګار وغوښتل چې د خوږياڼيو کادرونو په جذب کې نوره ناغيړي ونه کړي، په سوله کې د خوږياڼيو کادرونو او مشرانو څخه ګټه پورته کړي او د خوږياڼيو مېشتو سيمو کې متوازنه انکشاف ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا ډول ګډونوالو په ټول افغانستان کې پر ځوانانو غږ وکړ چې د هیواد په سوله، امن او سیاسي بهیر کې څرګند او رغنده رول ولوبوي.

په غونډه کې د ځينو نورو ټبرونو شوراګانو مشرانو هم خوږیاڼيو ځوانانو ته د خپل لاس نیوي او ملاټړ ډاډ ورکړ.

په ولسي جرګه د کندز د خلکو استازي کمال ساپي د خوږیاڼيو ځوانانو شورا نه خپل ملاتړ اعلان او د ګډ کار کولو ژمنه يې ورسره وکړه. نوموړي له شورا غوښتنه وکړه چې خپل منځي واړه مسایل یوې خواته کړي او په یوه غږ سره د خپلو خلکو د هوساینې لپآره لاسونه ورکړي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې غوښتنې د یو پریکړه لیک په توګه رسنیو ته وسپارلې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند