فبروري 25, 2021

خوږیاڼيوال: چا چې مخالف ته ځای ورکړ،کور یې سوځو؛ څومره پرځای پریکړه ده او حکومت باید څه وکړي؟

لیکنه: غازي عابد
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ مخورو پرېکړه کړې چې د مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو د امن ساتلو په موخه به د هغه کسانو کورونه وسوزوي چې بیا ځل مخالفو وسله والو ته پخپلو سیمو کې ځای ورکړي .
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ یادو مخورو چې تازه یې د خوږیاڼو ولسوالۍ د یووالي او همغږۍ ۵۴ کسیزه شورا جوړه کړې، د مرغومې په ۸ مه یې ننګرهار ولایت مقام کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل سره پخپلې لومړنۍ غونډه کې یادې څرګندونې وکړې.
دوی وویل:

«د څلورو میاشتو خبرو اترو وروسته په دې بریالي شول چې یاده شورا جوړه کړي او د چارو د ښه والي په موخه یې یو شمیر کمیټې هم جوړي کړي او موخه یې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شته ستونزې لمنځه وړل دي.»

د دوی په وینا د شورا د پرېکړې له مخې که په خوږیاڼو ولسوالۍ کې څوک وتښتول شي او تښتوونکی د یادې سیمې اړوند وي،نو نیم میلیون افغانۍ به نغدي جریمه کیږي،انسان تښتوونکی به د قوم له لورې حکومت ته سپارل کیږي او کور به یې هم ورته سوزول کیږي.
د دوی د مالوماتو له مخې شورا پرېکړه کړې چې د حکومت له لورې د پاکو شویو سیمو ساتنه کې به مرسته کوي او د هغه کسانو کورونه به وسوزوي چې بیا ځل پخپلو سیمو کې وسله والو مخالفینو ته ځآی ورکړي .
رسنیز دفتر ویلي؛ په بدو کې د میرمنو مخنیوی او یو شمیر نور موضوعات هم دوی د شورا له پرېکړو څخه یاد کړل چې په وینا خوږیاڼو ولسوالۍ ته په پوهنې، روغتیا،امنیت، زراعت او نورو برخو کې د حکومت د پاملرنې را ګرځولو په موخه د ولایتي ادارې بشپړ ملاتړي دي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د خوږیاڼو د یوالي او همغږۍ شورا په جوړیدو خوښي وښوده او د امنیت په تامین، کلتوري او فرهنګي تغیر په رامنځته کولو، پوهنې، ابادۍ او نورو برخو کې د پرمختګونو لپاره یو مناسب اقدام یاد کړ.
سرچینه وايي، هغه ډاډ ورکړ چې د شورا سره به د مرکز او ولسوالۍ په کچه اداره په ټولو قانوني کړنو کې همکاره وي او هیله یې وښوده چې فعالیتونه هم په همغږۍ او همکارۍ ترسره شي .

د خوږیاڼو وزیرو سیمه- انځور: جعفر خان

دا پریکړه څومره ګټوره تمامیدای شي؟
خوږیاڼي د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې تاوتریخوالي او جګړو سخته ځپلې هم ده.
دلته نه یوازې دا چې د وسله والو فعالیت یو ګواښ و ترڅنګ یې ګڼو خپلمنځي دښمنانو هم تاوتریخولی زیږولی دی.
که څه هم اوس په دې سیمه کې د قومي تړو او روغو جوړو په پایله کې دا شخړې حل شوي خو لا هم د یو ګواښ په سترګه کتل کیدای شي. ځکه ډیرې داسې کورنۍ او خلک شته چې خپلمنځي دښمنۍ لري او وخت په وخت د یو بل د وژلو راپورونه ورکول کیږي.
د خویاڼو مشرانو او خلکو اوسنی اقدام واقعاً ډیر پرځای دی، خو باید دا خلک له حکومت ددې په مقابل کې دا هم غواړي چې د خوږیاڼو ټولې سیمې له وسله والو په دایمي توګه پاکې کړل شي.
اوس هم د خوږیاڼیو اړوند یو شمیر سیمې تر ګواښ لاندې بلل کیږي. له څومره خلکو چې اوریدل کیږي د وزیرو تنګي سیمه، زاوه، مرکخیل او نورې ګڼې سیمې دي چې کله داعش او کله هم طالب وسله ول په کې فعال وي.
اما ددې ترڅنګ باید حکومت یو څه چې ډیر ورته متوجه شي دا ده چې د خلکو د وروستي اقدام کلک ملاتړ وکړي، ځکه که حکومت هلته پوستې زیاتې نه کړي او د سرغړوونکو سره د راپيدا کیدونکو عواقب سم غم او قوي ملاتړ ونه کړي، شاید دا د شخصي دښمنۍ په یوه بل لامل واړول شي.
حکومت باید نور څه وکړي؟
د خوږیاڼو سیمه تر ډیره زراعتي او حاصلخیزه ده، اوبه هم ښې ډیرې لري او نورې طبعي سرچینې هم، چې د حکومت او نړیوالو موسساتو کافي پانګونې ته اړتیا لري.
مثلاً د خوږیاڼو په ډیرو سیمو کې لویې لویې هوارې دښتې او ډاګونه شته چې که هلته د اوبو زمینه برابره شي، خلک کولی شي دغو تشو پرتو سپیرو ډاګونو ځنې د زراعتي کارونو لویه استفاده وکړي.
ترڅنګ د برښنا جوړولو لپاره کار کول ډیر اړین دي. د خوږیاڼو په غرونو و خوړونو کې دومره اوبه شته چې برښنا ترې جوړه شي او ډیرې ګټې ترې واخیستل شي، خو که بیا هم د برښنا د لوی ډیم او سیستم جوړول یوه ستونزه او ننګونه وي، اما بیا کیدای شي په کلیوالي کچه برښنا بندونه جوړ شي. هلته په هره ویاله او خوړه ښې پریمانه اوبه روانې وي، که حکومت او نورې پانګوونکې ادارې د هر کلي لپاره خپل ډیم او د برق سیستم برابر کړي، دا به بیخي لوی کار اوسي.
په ټوله کې د خوږیاڼو په سیمه کې د تیر په نسبت ډیر ښه والی راغلی، امنیت تر ډیره تامین او ولس له حکومت سره همکار دی، خو د همدې اړتیا ده چې پاتې سیمې هم امن شي او د خلکو ددې تړون د تقویت او ملاتړ لپاره ژور کار وشي، چې هغه د روغې جوړې، پانګونې او هغوی ته هماغلته د کاروبار زمینه برابرول دي.