ټولنیز ژوند ژوند بڼه

لیدلي خوبونه ولې هېروو ؟

ژباړه: نسیمه محمدي

کېدای شي تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی وي، چې ولې له ویښېدو وروسته خوبونه زمونږ له ذهن څخه پاکېږي او یا یې په چټکۍ هېروو. د دې پوښتنې علمي او څېړنیز ځواب په دې لیکنه کې لوستلی شئ.

کله چې مونږ ویده اوسو، مغز څلور پړاوونه تېروي. په دې پړاوونو کې معمولا زمونږ سترګې هېڅ چټک حرکت نلري، لومړۍ مرحله له ویښتیا څخه د خوب حالت ته زمونږ بدلون دی او زمونږ بدن ورو، ورو د ویښتیا رېتم اهسته کوي او د خوب نړۍ ته مو وړي.

په دوهم پړاو کې سپک خوب ته داخلېږو او په درېمه مرحله کې خوب درنېږي او تقریباً د آرامتیا او استراحت ريښتیني حالت ته رسېږو. کولای شئ درېم پړاو ته د رسېدو تاندوالی وروسته له ویښېدو تجربه کړو او په پای کې کله چې زمونږ مغز زیات خوب لیدل جوړوي څلورمه مرحله ده. مګر ولې ډېری وختونه خوبونه هېروو اوکله د خوبونو هېرېدل پېښېږي؟؟

په موږکانو نوې تر سره شوې څېړنه بیانوي، چې دا پړاو په اغلب ګمان د هېرولو په نوم دورې په اوږدو کې فعالېږي. او دا پېښه هغه وخت رامنځته کېږي، چې مغز د اطلاعاتو له ټولولو ډډه کوي او د هېرولو مسؤول نیورونونه د خوب او اشتها تر ټولو مهم جز دی؛ پخوانیو څېړونو ښودلې هغه هورمونونه چې د خوب د تنظیم په برخه کې بوخت دي، په هر شخص کې توپير کوي او د دې لامل ګرځي په بېلابېلو وختونو کې موخوب یوسي. د دې هورمون نوم اورکسین یا هېپوکرتین دی. دا هورمون په هایپوتالانوس کې موقعیت لري او د احساس لامل کېږي.

د خوبونو هېرېدل

د ملاتونین هورمون غلظت هم په هايپوتلاموس کې ارزښت لري، ملاتونین هغه مالیکول دی، چې د خوب او اشتها په جوړېدو کې مرسته کوي.

څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل، چې په نیورونونو کې تولید شوي ملاتونین کولای شي د خوب دا مرحله فعاله کړي. د الکترولیکي څيزونو ثبت شوې پایلې ښایي، چې په دې وخت کې نښلوونکي پيغامونه هایپوتلاموس ته لېږدوي او هایپوتلاموس هم دا پيغام تر لاسه او د مغز دا برخه چې خوب ورسره تړاو لري، جذبوي.

د پخوانیو څېړنو پر بنسټ، چې په لابراتوارونو کې تر سره شوي، دا پایله تر لاسه کوو د خوب په دې پړاو کې د ملاتونین هورمون مالیکولونه فعال وي او د نویو کشفیاتو په جریان کې مونږ په دې اند یو، چې دا سلولونونه ممکن، اطلاعات زمونږ په مغز کې ذخیره کړي وي او نیورونونه د دې پړاو په موده کې له مغز سره مرسته کوي، تر څو په فعاله توګه هېروونکي شي.

د آزمایښت له لارې د خوب هېرولو اثبات

څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي ، چې موږکان په طبیعي ډول دا نیورونونه بدلوي او خپله حافظه پاکوي.

هغوی په موږکانو کې دا پایله تر لاسه کړه، چې د خوب پر وخت زمونږ مغز نوي اطلاعات تر لاسه کوي او له ويښېدو څو شېبې وړاندې هغه له منځه وړي. او د دې پړاو په اوږدو کې د ملاتونین تولید سطح لوړېږي، نو دې پایلې ته رسېږو کله چې په څلورم پړاو کې خوب وینو په بشپړه توګه په درانه خوب ویده یو(دروند خوب ورته وایو)، باید دا تمه ولرو، چې خوبونه مو له یاده وتلي، ځينې وختونه زیاتره خلک په دویمه او درېمه مرحله کې هم خوب ویني چې په بشپړه توګه یې په یاد لري.

په یوې ځانګړې ډلې څېړنو ښودلې، چې د څلورمې مرحلې خوب په یاد درلودل هم غېرې ممکن نه دي او د ځینو کسانو لپاره دا پېښېږي، چې په داسې حالتونو کې د دې کسانو د هېرولو نیورونونه په بشپړه توګه فعال نه اوسي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.