اپریل 18, 2021

د افغانانو د یووالي له امله ښکلا ځدراڼ خپل حق ترلاسه کړ

ښکلا ځدراڼ هغه افغانه مېرمن ده، چې اونۍ مخکې د وطن او د خلکو دښمن “علي پور” پر وړاندې په خواله رسنيو کلک غبرګون څرګند کړى ؤ، چې د يوې متعصبي کړۍ لخوا په قومپرستۍ او تاوتريخ والي ته د خلکو هڅونو په تور تورنه شوې وه.

اغلې “ځدراڼ” په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازي او افغانستان د پاره د سويډن کميټې کارکوونکې ده.

د اغلې “ځدراڼ” د ټويټ نه وروسته د سويډن کميټې دا پرېکړه وکړه، چې د اغلې دنده وځنډوي. او اغلې يې سپيناوى ته ور وبلله.

د نيکه بخته، د ډېری افغان فعالينو، چې د قوي تعصب نه خالي ؤل، او په رښتيني ولسواکۍ باورمند وو؛ د خپل ټويټر او نورو ټولنیزو رسنیو، او همدا رنګه د زرګونو ايميلونو له لارې د اغلې ځدراڼ ملاتړ، ملتیا وښوده او اغلې ځدران یې په حقه وبلله، اود سويډن کميټې ته قناعت ورکړل شو.

بلااخره اغلې ځدراڼ د خپلو افغان خویندو وروڼو پر مټ د دغې ازموینې بریالۍ راووتله. اوس بیرته په خپلې دندې یعني د سويډن کميټې کې وګمارل شوه.

که چيرې افغانان په اتفاق شي او د یو و بل تکیه وګرځي، د خپلمنځي کرکو دېوالونه ونړوي. اصلي او واقعي ژوند ته راوګرځي، هېڅ دښمن به یې بیا مات نه شې کړي.

“ښکلا ځدراڼ “چې د “علي پور” او ترهګرو په اړه کوم غبرګون ښودلی و او بیا یې د هماغه ټویټ له کبله ځينو هزاره فعالانو په تعصب تورنه کړې وه. او پایله کې یې اړوندې ادارې ورته د دندې د لیرې کولو ویلي ول.

له نېکمرغه، چې د زرګونه افغان ځوانانو (خویندو او وروڼو) په دې اړوندې د سويډن کميټې ته قناعت ورکړ، چې ښکلا متعصبه نه بلکې داسي يو شخصيت دى، چې په وطن يې زړه بدېږي او له ورانکارو او متعصبينونه کرکه لري.

د فعالو او وطن دوسته پيغلو او زلمو د لا بريا په هيله.